إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۱ الشورىٰ
وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُقِيمٍ ﴿۴۵﴾ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِيَاءَ يَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ سَبِيلٍ ﴿۴۶﴾ اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ مَا لَكُمْ مِنْ مَلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَكِيرٍ ﴿۴۷﴾ فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسَانَ كَفُورٌ ﴿۴۸﴾
او وینی به ته دوی لره چه پیش کولی به شی په اور باندی سر کوزی به وی دوجی د ذلت نه گوری به په سترگو کمزورو سره اووائی به مومنان یقیناً پوره تاوانیان هغه کسان دی چه تاوان کښی اچولی دی ځانونه او بال بچ خپل په ورځ دقیامت کښی خبرشئ یقیناً ظالمان به په عذاب همیشه کښی وی ﴿۴۵﴾
اونه به وی دوی لره هیڅ څوک مددگاران چه مدد اوکړی ددوی سره سیوا د اللّه تعالٰی نه او هغه څوک چه بی لاری کړی هغه لره اللّه تعالٰی نونیشته ده لره هیڅ لار دهدایت ﴿۴۶﴾
قبول کړئ حکمونه د اللّه تعالٰی مخکښی ددی نه چه رابه شی یو ورځ نه به وی واپسی دهغی دطرف د اللّه تعالٰی نه نه به وی تاسولره ځای دپناهئ په دغه ورځ کښی اونه به وی تاسو لره هیڅ انکار فائده مند ﴿۴۷﴾
نوکه چیری دوی مخ واړه وؤ نو نه ئی لیږلی مونږ ته په دوی باندی حفاظت کوؤنکی نیشته په تاباندی مگر رَسَوَل دی او یقیناً مونږ کله چه اوڅکوؤ مونږ انسان ته دخپل طرف نه رحمت لوئي کوی په هغی باندی اوکه چیری اورسیږی دوی ته مصیبت په وجه دهغه علمونو چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی نویقیناً انسان ناشکره دی ﴿۴۸﴾
[۴۵] داهم تخویف اخروی دی په شپږ طریقو سره (مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ ) یعنی ضعیف نظر چه سترگی به نشی اوچتولی دشرم د وجی نه (سوال) بل آیت سره ثابت دی چه ددوی حشربه په حال د ړوندوالی کښی کیږی؟ (جواب) اول دادی چه دا مختلف وختونه دی بعضی وخت کښی به ئی نظر تیزوی (فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ) اوبعضی وخت به کمزوری نظروی - دوهم جواب دادی چه دلته طرف خفی نه مراد په زړه سره نظرکول دی نه په سترگو باندی -
[۴۶] داهم تخویف اخروی کښی داخل دی او رد دی په شرک فی الولایة باندی (فَمَا لَهُ مِنْ سَبِيلٍ ) لار دحق په دنیا کښی او لار دجنت په آخرت کښی -
[۴۷] په دی آیت کښی دعوت دی هغه څیزته چه په هغی سره نجات حاصلیږی دهغه عذابونو نه چه په مخکښی آیاتونو کښی ذکرشو (اسْتَجِيبُوا) مراد ددی نه استجابت د دعوی دسورة دی اوپوره انقیاد د احکامو د اللّه تعالٰی (لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ) یعنی اللّه تعالٰی ئی نه واپس کوی نوبل څوک ئی هیڅ چیری نشی واپس کولی -
[۴۸] دا مقابل د استجیبوا دی اوزجردی اعراض کوؤنکوته او تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ) دا زجردی اوبیان د حالت د اعرض کولو دی یعنی په حالت دنعمت کښی اعراض په طریقه د تکبر سره کوی اوپه حالت دمصیبت کښی اعراض په طریقه د کفران سره کوی -