إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۶ الزخرف

وَالَّذِي نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَنْشَرْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ تُخْرَجُونَ ﴿۱۱﴾ وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ ﴿۱۲﴾ لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ ﴿۱۳﴾ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ ﴿۱۴﴾ وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَكَفُورٌ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾ أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُمْ بِالْبَنِينَ ﴿۱۶﴾

او هغه ذات دی چه راورولی دی دآسمان دطرف نه اوبه په اندازه نوتازه کړی ده مونږپه هغی سره ځمکه وچه دغه شان به تاسو راویستلی کیږئ ﴿۱۱﴾
او هغه ذات دی چه پیدا کړی دی جوړئ ټولی او جوړی کړی دی ستاسو دپاره دکشتو او څاروؤ نه هغه چه تاسو پری سورلی کوئ ﴿۱۲﴾
دپاره ددی چه برابرشئ په شاگانو دهغی باندی بیابه یاد کړئ نعمت د رب ستاسو کله چه برابر کینی په هغی باندی او اوبه وائی پاکی ده هغه ذات لره چه تابع گرځولی ده مونږ دپاره دا اونه وؤ مونږ دی لره قابو کوؤنکی ﴿۱۳﴾
اویقیناً مونږ خپل رب طرف ته خامخا به به واپس ورگرځو ﴿۱۴﴾
اوگنړی دوی اللّه تعالٰی لره دبندگانو دهغه نه ټکړی یقیناً دا انسان خامخا ناشکره ښکاره دی ﴿۱۵﴾
آیا نیولی دی اللّه تعالٰی دهغه چانه چه پیدا کړی دی لونړه او غوره ئی کړئ تاسو په ځامنوسره ﴿۱۶﴾

[۱۱] داسی ددی جملی په ذکرکولو سره یاداشت دآخرت دی دپاره ددی چه په وخت د لیدلو د فصلونو او باغونو ددنیا کښی د آخرت نه غفلت رانشی -
[۱۲] دا څلورم دلیل عقلی دی په دی کښی دوه انعامات عامه ذکر کړی دی (الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا) دا لفظ شامل دی حیواناتو او نباتاتو او اوصافو او اطرافو او زمانیاتو او مکاناتو ټولو ته مذکر مؤنث، خوږ تریخ، سپین تور، بره ښکته، ښی طرف گس طرف آسمان ځمکه، ماضی او مستقبل، اوړی ژمی، سپرلی خزان، شپه او ورځ، رنړا او تیاره، جنت او دوزخ، خیراوشر، فقراو غناء، ایمان اوکفروغیره -
[۱۴،۱۳] په دی کښی تعلیم د ادب سورلئ دی دپاره ددی چه انسان په هیڅ وخت کښی او خاص دسورلئ په وخت (چه هغه اکثردهلاکت وخت وی یا سبب دتکبراو د لوئی وی) اللّه تعالٰی لره هیر نه کړی او دهغه توحید اود هغه نعمتونه او قدرتونه هروخت یاد اوساتی او حالت دمرگ لره هم یاد لری - اودا ادب په ژبه سره هم په حدیث سره ثابت دی اوپه زړه کښی هم دا عقیده ساتل فرض دی - سنت طریقه داده چه په رکاب کښی خپه کیدی نواول به بسم اللّه اوائی بیابه اللّه اکبر اوائي اوچه سورلئ باندی کینی نو الحمدِللّه به اوائي‌ دیته اشاره ده په دی قول کښی ثم تذکرو نعمة ربکم اذاستویتم علیه، اوبیا به سبحان الذی اه اوائی (وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ) په دی جمله کښی یاداشت د مرگ دی په طریقه دقیاس سره په حالت دسورلئ باندی یعنی لکه چه اوس د انسان په سورلئ باندی سوردی اویوطرف ته روان دی نوداسی به یووخت دخلقو په اوگو باندی سوروی اودمقبری په طرف به روان وی -
[۱۵] دا متعلق دی د لئن سألتهم، سره اوزجردی په شرک باندی یعنی چه دا اومنی چه اللّه تعالٰی خالق او قادر دی نوبیا دهغه اولاد ته اوشریک ته څه حاجت دی چه مشرکان عقیده ساتی چه فلان بزرگ د اللّه تعالٰی ولد دی او ملائک د اللّه تعالٰی بنات دی او فلانی ولی د اللّه تعالٰی نازولی اودبرخی خاوند دی (جُزْءًا) اولاد هم ټکړه ده او شریک هم یو قسم ټکړه وی ددی وجی نه د قتاده نه نقل دی چه جزء هرمعبود من دون اللّه ته شامل دی اواکثرمفسرینو دلته بنات (لونړه) مراد کړی دی -
[۱۶] دا رد په مشرکین بالملائکه باندی دی چه دوی عقیده لری چه دا ملائک د اللّه تعالٰی لونړه دی یعنی داخبره په عقل اوعرف کښی ډیره عجیبه ده چه اللّه تعالٰی قادر دی په اولاد ورکولو نوتاسو ته دی ځامن درکوی او اللّه تعالٰی دی ځان له لونړه اونیسی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>