إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۷ الزخرف

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۱۷﴾ أَوَمَنْ يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ ﴿۱۸﴾ وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ ﴿۱۹﴾ وَقَالُوا لَوْ شَاءَ الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُمْ مَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۲۰﴾

اوکله چه زیری ورکړی شی یو تن ددوی ته په هغه څیزچه بیانوی د رحمان دپاره په صفت کښی نوشی مخ دهغه تک تور اودی د غم نه ډک وی ﴿۱۷﴾
آیا (دوی نسبت کوی اللّه تعالٰی ته) دهغه چاچه پالنه ئی کیدی شی په کالو کښی اوحال داچه هغه په حالت د جگړه کښی صفا خبره نشی کولی ﴿۱۸﴾
اوگنړی دوی ملائک هغه چه بندگان د رحمان دی زنانه آیا دوی لیدلی دی پیدائش دهغوی خامخا لیکلی کیږی بیان ددوی او تپوس ترینه کیدی شی ﴿۱۹﴾
او دوی وائی که چیری غوښتی رحمان مونږ به بندگی نه وه کړی ددوی نیشته دوی لره په دی باندی هیڅ دلیل نه دی دوی مگر په توک خبری کوی ﴿۲۰﴾

[۱۷] په دی رد دی او زجردی په بله طریقه سره چه هغه مخلوق چه تاسو ئی طبعاً د ځان دپاره بدگنړئ نودهغی اللّه تعالٰی ته نسبت کوئ نودا خوبی عزتی د اللّه تعالٰی ده په ډیره بی عزتئ سره -
[۱۸] په دی آیت کښی زجردی په بله طریقی سره یعنی زنانه ضعیف جنس دی په نسبت دنارینه نوڅه رنگ دهغی ضعیف جنس هغه ذات ته نسبت کوئ چه علیم، او قدیردی اوضعف ئی په دوه طریقی سره ذکرکوی یو ضعف دزینت د زنانه دی ځکه چه زنانه بغیرد کالو نه بی ډوله ښکاریږی اونارینه په خپل زینت کښی کالوته محتاج نه دی دوهم ضعف دکلام او دمقابلی کولو په خبروکښی چه دحیا دوجی نه خپل مقصد او دلیل پوره نشی ښکاره کولی (أَوَمَنْ يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ) دا دلیل دی چه دزنانه دپاره کالی دسپینو او سرو جائزدی او احادیث په دی کښی وارد دی اوکوم احادیث چه د سروزرو د استعمال د منع په باره کښی راغلی دی هغه د بعضی محدثینو په هغه حالت حمل دی - چه زکوٰة ئی نه ادا کوی اود بعضی په نیز حمل دی په خلاف اولٰی اوپه حالت د اسراف باندی -
[۱۹] مخکښی زجر وؤ په دی خبره چه ملائکوته ئی بنات د اللّه تعالٰی وئیل اوس زجردی چه ملائکو ته مؤنث وائي اود هغوی صفتونه په تانیث سره کوی (الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ) دا صحیح عقیده ده په باره دملائکو کښی په جواب دهغه چاچه تپوس اوکړی چه ملائک مذکردی او که مؤنث دی اودا رد دی په هغه کسانو چه ملائک معبود گنړی (إِنَاثًا) لکه چه فارسئ کښی یو ملک ته فرشته وائی اوپه پښتوکښی ورته فریښته یا ملائکه وائی نودا الفاظ هم مؤنث دی ددی الفاظو استعمال جائز نه دی صحیح داده چه هغوی بندگان د اللّه تعالٰی دی (وَيُسْأَلُونَ) یعنی دوی نه په دی دلیل تپوس کیدی شی چه تاسو په څه وجه بی دلیله خبری پسی روان وئ - شربینی وئیلی دی دا دلیل دی چه قول بی دلیله منکرکار دی او تقلید حرام دی سبب دډیری بدئ دی -
[۲۰] دا بل زجردی ددوی په عمل شرک باندی چه دملائکو عبادت کوی او دارنگ باطل دلیل ذکرکوی چه مشیت (رضا) د اللّه تعالٰی ده په دی شرک باندی اوداهم زوړ دلیل دی د مشرکانو - تردی ځای پوری معلومه شوه چه مشرکینو بالملائکه پنځه قسمه کفرکړی دی اول داچه اللّه تعالٰی لره ئی د جزء (ولد) عقیده لرلی ده - دوهم دا چه ملائک بنات اللّه گنړی - دریم داچه ملائکو ته زنانه وائی څلورم دا چه دهغوی عبادت کوی او پنځم داچه ددی نسبت مشیت د اللّه تعالٰی کوی یعنی ښه کارئی گنړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>