إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۸ الزخرف
أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا مِنْ قَبْلِهِ فَهُمْ بِهِ مُسْتَمْسِكُونَ ﴿۲۱﴾ بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُهْتَدُونَ ﴿۲۲﴾ وَكَذَلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُقْتَدُونَ ﴿۲۳﴾ قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِأَهْدَى مِمَّا وَجَدْتُمْ عَلَيْهِ آبَاءَكُمْ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۲۴﴾ فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۵﴾
آیا ورکړی دی مونږ دوی ته کتاب مخکښی ددی نه نودوی په هغی باندی دلیل نیوؤنکی دی ﴿۲۱﴾
بلکه دوی وائی یقیناً موندلی دی مونږ مشران خپل په یوطریقه باندی او یقیناً مونږپه قدمونود هغوی باندی هدایت والایو ﴿۲۲﴾
دغه شان نه دی لیږلی مونږ ستانه مخکښی په هیڅ کلی کښی ویره ورکوؤنکی مگروئیل به بی حده مالدارو دهغی یقیناً موندلی دی مونږ مشران خپل په یوطریقه باندی اویقیناً مونږ په قدمونو د هغوی باندی اقتداء کوؤنکی یو ﴿۲۳﴾
اوبه وئیل پیغمبر آیااگرچه راوړی دی ما تاسوته ښه هدایت دهغی نه چه موندلی دی تاسوپه هغی باندی مشران ستاسو (خپل) دوی به اوئیل یقیناً مونږ په هغه څیزچه تاسوپری رالیږلی شوی ئی کفرکوؤ ﴿۲۴﴾
نوبدله واخستله مونږ ددوی نه نو اوگوره چه څه رنگ شو انجام د تکذیب کوؤنکو ﴿۲۵﴾
[۲۱] دا هم زجردی په دی کفریاتو باندی چه ددوی سره دلیل د کتاب اللّه نه نیشته یعنی ددوی دا عقیده لکه چه دعقل نه خلاف ده نوداسی داد نقل او وحی هم خلاف ده (آتَيْنَاهُمْ) دا لفظ دلالت کوی چه هرکتاب د شرع دلیل نه دی بلکه هغه کتاب دلیل دی چه د طرف د اللّه تعالٰی نه وی وحی جلی یا وحی خفی -
[۲۲] دا بل زجردی او رد دی په دوهم دلیل دمشرکانو باندی چه هغه اتباع د اباؤ او تقلید محض دی -
[۲۳] دا تردید دی په دلیل دهغوی باندی چه اتباع اباء ده چه دا استدلال خود تیرشوؤ قومونو (مشرکانو) هم وو نوهغوی باندی عذابونه راغلی وو نو معلومه شوه چه دا دلیل باطل دی -
[۲۴] دا تردید دی د طرف د مخکنو رسولانو په دغه دلیل باندی چه تاسوبه یا تابعداری د هدایت کوئ یا نه که دهدایت تابعدار ئی نوماتاسوته دپوره هدایت خبری راوړی دی نوهغه ولی نه منئ -
[۲۵] دا تخویف دی منکرینو ته او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته -