إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۸۹ الزخرف
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ ﴿۲۶﴾ إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ ﴿۲۷﴾ وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۲۸﴾ بَلْ مَتَّعْتُ هَؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى جَاءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُولٌ مُبِينٌ ﴿۲۹﴾ وَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِ كَافِرُونَ ﴿۳۰﴾ وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿۳۱﴾
او کله چه اوئیل ابراهیم علیه السلام پلار خپل او قوم خپل ته یقیناً زه ویزاره یم د هغه چانه چه تاسو ئی بندگی کوئ ﴿۲۶﴾
مگرهغه ذات چه زه ئی پیدا کړی یم نوهغه به ماته لار ښائي ﴿۲۷﴾
او پاتی کړه اللّه تعالٰی دا کلمه باقی په اولاد د هغه کښی دی دپاره چه دوی اوگرځی (دگمراهئ نه) ﴿۲۸﴾
بلکه مزی ددنیا ورکړی دی ما دوی ته اومشرانو ددوی ته تردی پوری چه راغی دوی ته حق او رسول ښکاره بیان کوؤنکی ﴿۲۹﴾
اوهرکله چه راغی دوی ته حق اوئیل دوی دا جادو دی اویقیناً مونږ په دی باندی کفر کوؤنکی یو ﴿۳۰﴾
او اوئیل دوی ولی نازل نه کړی شو دا قرآن په یو سړی باندی د دوؤ کلونه چه لوی دی ﴿۳۱﴾
[۲۷،۲۶] دا دلیل نقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه په رد دشرک کښی اوپه رد کولو د دلیل دمشرکانو کښی په اتباع د آباؤ سره حاصل دادی چه اتباع د مشرانو که شرعی دلیل وی نو ابراهیم علیه السلام دخپل پلار او دمشرانو د قوم نه په څه وجه مخالفت کوؤ؟ او دارنگ ستاسو مشرابراهیم علیه السلام دی نوچه تاسو دمشرانو په اتباع باندی دلیل نیسئ نود ابراهیم علیه السلام داتباع نه ولی انکار کوئ (سَيَهْدِينِ) مراد ترینه استقامت دی ځکه چه په سبب د اعلان ددی کلمی سره ډیر مصیبتونه راځی اوپه هغی کښی استقامت ته ضرورت دی -
[۲۸] په دی کښی وضاحت دی چه دا کلمه په ابراهیم علیه السلام پوری خاص نه ده دپاره ددی چه مشرکین مکه اونه وائي چه دا کلمه زمونږ دپاره نه ده (وَجَعَلَهَا) یعنی دا کلمه د توحید او دبرائة عن الشرک اللّه تعالٰی په ټول اولاد د ابراهیم علیه السلام ئی دده په اولاد کښی پيدا کړل او هغوی توحید ته دعوت ورکړی دی (عَقِبِهِ) ټول اولاد ته وئیلی کیږی نو یهودیان، نصاریٰ، او مشرکین عرب په کښی ټول داخل دی او دا اجراء د نبوت او دتوحید دده په اولاد کښی په سبب ددعا دده سره وه -
[۳۰،۲۹] په دی آیاتونو کښی زجردی په انکار درسول اود قرآن په ذکر د اول سبب د انکار کولو اوپه دی کښی جواب دیو سوال دی هغه دادی چه هرکله حجتونه ددوی خو باطل دی او دابراهیم علیه السلام کلمه د برائت دوی ته معلومه شوی ده نوبیا په څه وجه سره انکار کوی نوپه جواب کښی هغه سبب ذکرکوی چه هغه (مَتَّعْتُ هَؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ) دی یعنی سره د شرک کولو نه اللّه تعالٰی دوی ته مالونه او صحت وعافیت او ددنیا ترقئ ورکړی دی نودوی دا خیال اوکړو چه مونږاو زمونږه طریقه اللّه تعالٰی ته خوښه ده -
[۳۱] دا بل زجردی او دوهم سبب د انکار ذکرکوی هغه دادی چه سبب دعظمت په نیز د منکرینو مالداری ده او نبوت ئی حق د مالدار گنړلی دی لکه چه دا عقیده د سرمایه دارو وی نو دوی اوئیل چه په مکه او طائف کښی لوئ لوئ مالداران شته نودا وحی هغوی ته ولی نه نازلیږی -