s سوره ۴۳: الزخرف

إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۰ الزخرف

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۳۲﴾ وَلَوْلَا أَنْ يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَنْ يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِنْ فِضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ ﴿۳۳﴾ وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِئُونَ ﴿۳۴﴾ وَزُخْرُفًا وَإِنْ كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۳۵﴾

آیا دوی تقسیموی رحمت د رب ستا مونږ تقسیم کړی دی ددوی په مینځ کښی سامان د دژوند ددوی په ژوند دنیوی کښی او پورته کړی دی مونږ بعضی ددوی دبعضو دپاسه په درجو کښی دپاره ددی چه اونیسی بعضی ددوی بعضولره خدمتگاران اورحمت درب ستا غوره دی دهغه نه چه دوی جمع کوی ﴿۳۲﴾
اوکه چیری نه جوړیدلی خلق یوه ډله (په کفرباندی) خامخا جوړ کړی به وؤ مونږ هغه چالره چه کفرکوی په رحمان باندی دپاره د کوټو دهغوی چتونه دسپینوزرو او پاونړئ د چه په هغی باندی دوی ورخیژی ﴿۳۳﴾
اودپاره دکوټو ددوی دروازی او کټونه چه په هغی باندی آرام کوی ﴿۳۴﴾
(او ورکړی به وو ما) سره زر او نه دی دا ټول مگر لږی مزی د ژوند دنیوی دی او آخرت په نیز درب ستا دپاره تقویٰ والو دی ﴿۳۵﴾

[۳۲] په دی کښی رد دی دهغوی په باطله نظریه باندی چه حاصل دهغی دا وؤ چه تقسیم دنبوت دوی په خپل اختیار کښی او دخپلی رائ‌ موافق گنړلو هرکله چه دوی د رائ‌ نه خلاف اوشو نو دوی انکار کوی حاصل د رد دادی چه نبوت او رسالت خو د اللّه تعالٰی خاص رحمت دی چه په هغی کښی دهیچ چا اختیار نه رسی نودوی په څه وجی سره دهغی تقسیم په خپله رائ سره کوی (نَحْنُ قَسَمْنَا) دا تاکید د رد د هغوی دی یعنی هغه دنیا چه یو ذلیل څیزدی هغه به څنگه ددوی په اختیار کښی شی (مَعِيشَتَهُمْ) مراد ددی نه اسباب دژوند ددنیا دی اوهرکله چه دا تقسیم په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی ددی وجی نه یو بی عقله ساده انسان به وی اوهغه به مالدار وی اوبل هوښیار به وی لیکن فقیربه وی دارنگه کله یو انسان دمال گټلو دپاره ډیری طریقی او حیلی استعمال کړی لیکن مال ورته حاصل نه شی اوکله یو انسان ته بغیرد تکلیف نه ډیرمال حاصل شی نو معلومه شوه چه دا اختیار او تصرف د اللّه تعالٰی دی - او دلیل دتقسیم دادی چه (وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ) یعنی څوک غنی او څوک فقیر اوڅوک حر (ازاد) او څوک مرئی او څوک بادشاه او څوک رعیت او څوک هوښیار او څوک کم عقل دا ټول په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی (لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا) دا حکمت د تفاوت د درجاتو دی هغه دادی چه بعضی خادم او نوکراو مزدورشی د بعضی نورو دپاره نونظام ددنیا به چلیږی په دی معنیٰ سُخْرِيًّا، د مسخر کولو نه ماخوذ دی - دوهمه معنیٰ داده چه لام دعاقبت دی اوسخریا معنیٰ دا چه ورپوری مسخری کیدی شی، یعنی ددغه تفاوت نتیجه او اثردادی چه مالدار په غریب پوری مسخری کوی -
[۳۵،۳۴،۳۳] په دی آیاتونو کښی ذلت ددنیا ذکر کوی متعلق دی دخیر ممّا یجمعون، سره او دارنگ متعلق دی د (۳۱) سره یعنی بل رد د هغوی په قول باندی چه هغوی سبب دعظمت مالداری گنړی نو اللّه تعالٰی دهغی ذلت ذکرکوی حاصل دادی چه ددنیا مالونه د اللّه تعالٰی په نیز دومره ذلیل دی چه دمؤمن د شان سره هیڅ مناسبت نه لری بلکه د کافرانو سره ئی پوره مناسبت دی نو په کار خوداوه چه اللّه تعالٰی دا ټول مالونه کافرانو له ورکړی وی او مؤمنانو ته هیڅ په کښی نه ورکولی لیکن یو حکمت الٰهیه ددی مانع دی هغه دادی چه بیا ټول خلق کافرشی مؤمن به په کښی هیڅ څوک نه وی - اومراد د امة واحده، نه دټولو خلقو کافرکیدل دی یا گرځیدل د ټولوطلب گارئی ددنیا ته دی معنیٰ داده که چیری نه وی دټولو خلقو کافر کیدل یا دنیا پرست کیدل نوما به ټول سره اوسپین کافرانو له ورکړی وی لیکن دټولو کافرکیدل د اللّه تعالٰی خوښ نه دی نو ددی وجی نه کافرانو ته ئی ټول مالونه نه دی ورکړی اوبرعکس مطلب ئی دادی چه ټول مالونه اللّه تعالٰی کافرانو له نه دی ورکړی دپاره ددی چه ټول خلق کافران یا دنیا پرست نه شی (سُقُفًا مِنْ فِضَّةٍ) چهتونه او پانوړی او دروازی او کټونه د اڅلور ئی ددی وجی نه خاص ذکر کړل چه عادت دادی چه دا جوړیږی د لرگونه یا د اوسپنی نه اونوره آبادی د سمیټو خښتو گټونه کیږی نوچه کوم د اوسپنی یا لرگونه جوړیږی نوهغه به ئی دسپینوزرو نه جوړ کړی وی اوسپین زرئی ددی وجی نه خاص کړل چه دهغی سره په مکان کښی رنړا هم وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>