إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۱ الزخرف

وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ ﴿۳۶﴾ وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿۳۷﴾ حَتَّى إِذَا جَاءَنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ ﴿۳۸﴾

او چاچه لږی سترگی پټی کړی د ذکرد رحمٰن نه جوخت به الگوؤ په ده پسی شیطان نوهغه به دده ملگری وی ﴿۳۶﴾
اویقیناً دوی خامخا اړوی دوی لره د لاری (دحق) نه اودوی گمان کوی چه دوی هدایت والادی ﴿۳۷﴾
تردی پوری چه کله راشی مونږته وائي به هائی ارمان دی په مینځ ځما او ستا کښی لری والی د مشرق مغرب وی نوته ناکاره ملگری وی ﴿۳۸﴾

[۳۶] ددی آیت نه تر (۶۷) پوری دوهم باب دی په دی کښی زجر اوتخویف دی معرضینو دقرآن ته بیا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوصدق دقرآن دی بیا دلیل نقلی اجمالی دی بیا دلیل نقلی تفصیلی دی د موسیٰ علیه السلام نه بیا زجردی منکرینوته اودلیل نقلی تفصیلی دی د عیسیٰ علیه السلام نه - په دی (۳۶) کښی زجردی په اعراض کولوسره دقران نه چه دا پیدا کیږی په سبب دمحبت ددنیا سره چه مخکښی آیت کښی دهغی ذلت بیان شو (وَمَنْ يَعْشُ) داد عشایعشو نه اخستلی شوی دی اعشیٰ کمزوری نظروالا ته وئیلی کیږی او هغه څوک چه دشپی ئی نظر نه لگی او دورځی لگی اود چاچه نظرصحیح وی لیکن قصداً‌ ځان ړوند کړی نودهغه دپاره عشییَ یعشی استعمالیږی اودلته اکثر قراء ة په پیښ دشین سره دی یعنی اوله معنیٰ مراد ده اوپه دی کښی لطیفه اشاره ده چه قرآن نه معمولی (لږ) اعراض اوکړی نو سبب دعذاب دی نوچه پوره اعراض ئی کړی وی نوهغه په طریقه اولٰی سره هلاک او تباه دی (فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ) یعنی هیڅ وخت ترینه نه جدا کیږی یعنی باطلی عقیدی عملونه او اخلاق معاملات وغیره ورته ښائسته کړی او دحلال نه ئی منع کوی اود طاعت نه منع کوی اوحرام او معصیت ورته ښائسته کړی -
[۳۷] (وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ) اشاره ده چه گمراهی دوه قسمه ده یوداچه گناه ښکاری لیکن دی بی پرواهئ دوجی ئی کوی نوداخو مرتبه دفسق ده اودوهم قسم دا چه گناه ورته ثواب ښکاری اوپه هغی کښی فائدی گنړی نودا مرتبه دبدعت ده که په عقیده کښی وی اوکه عمل کښی وی اودا درجه ډیره خطرناکه ده ځکه چه انسان ددی نه توبه نه اوباسی په دی وجه چه ښه کارئی گنړی نودلته دا دوهمه مرتبه مراد ده - او په دی کښی اشاره ده چه دښه او بد تمیزپه قرآن سره کیږی اودی انسان خو دهغی نه اعراض کړی دی ددی وجی نه بدکار ته ښه وائي -
[۳۸] په دی کښی تخویف اخروی دی (بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ) یعنی چه ستانه دومره لری وی لکه چه مشرق د مغرب نه لری دی یامشرق دژمی اود اوړی چه دیوبل نه لری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>