إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۲ الزخرف

وَلَنْ يَنْفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذْ ظَلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ ﴿۳۹﴾ أَفَأَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِي الْعُمْيَ وَمَنْ كَانَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۴۰﴾ فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُمْ مُنْتَقِمُونَ ﴿۴۱﴾ أَوْ نُرِيَنَّكَ الَّذِي وَعَدْنَاهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِمْ مُقْتَدِرُونَ ﴿۴۲﴾ فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۴۳﴾

او هیچ چیری به نفع درنه کړی تاسو ته نن ورځ کله چه تاسو ظلم (شرک) کړی دی دا خبره چه تاسو په عذاب کښی شریک ئی ﴿۳۹﴾
ایا نو ته آورول کولی شی کونړ ته یا هدایت ورکولی شی ړوند ته او هغه چا ته چه دی په گمراهئ ښکاره کښی ﴿۴۰﴾
نوکه چیری بوځو مونږ تا نو یقیناً مونږ دوی نه بدله اخستونکی یو ﴿۴۱﴾
یابه اوخایو تاته هغه عذاب چه وعده کړی ده مونږ ددوی سره نویقیناً مونږ ددوی په عذاب باندی ښه قدرت لرو ﴿۴۲﴾
نوکله اونیسه هغه چه وحی کړی شوی ده تاته یقیناً ته په لار نیغه باندی ئی ﴿۴۳﴾

[۳۹] دا هم تخویف کښی داخل دی او جواب دسوال دی هغه دادی چه کله بلاء‌ عامه وی نو اسانه وی نوچه په عذاب کښی ډیر خلق شریک وی نواسان به وی؟ جواب اوشو چه عذاب دجهنم دخلقو په ډیروالی سره نه اسانیږی - یا دا سوال دی چه افسوسونه او ارمانونه ډیرشی نوڅه غم به سپک شی نوجواب اوشو چه دا هم نفع نه ورکوی -
[۴۰] په دی آیاتونو کښی تسلی ده نبی ﷺ ته په مختلفو طریقوسره په دی آیت کښی اوله طریقه ده چه که چیری داخلق دقرآن نه اعراض کوی او ایمان نه راوړی نوپه تاباندی هیڅ وبال نیشته ځکه چه مانع ددوی دطرف نه دی چه دقرآن نه کانړه او ړانده دی -
[۴۲،۴۱] په دی آیت کښی دوهمه طریقه د تسلئ‌ ده یعنی مونږ به دی منکرینو ته ضرور عذاب ورکوو یابه ستا دهجرت یا دوفات نه روستو عذاب ورکړو یابه ستا حضور کښی عذاب راولو ته هیڅ ‌پرواه مه کوه او دارنگ په سورة یونس (۴۶) اوسورة رعد (۴۰) او سورة غافر (۷۷) کښی تیرشوی دی - او دحسن او دقتاده نه په روایت کښی ددی ایاتونو مقصداق واقع کیدل د فتنو دی په مسلمانانو کښی روستو د وفات د نبی ﷺ نه نو اللّه تعالٰی د نبی ﷺ په ژوند کښی هغه ته هغه حالات اوخودل په امت کښی چه هغه پری خوشحاله شو او روستو دوفات نه فتنی شروع شوی اودا اکرام دی ځمونږ د نبی ﷺ ځکه چه نورو انبیاء علیهم السلام په ژوند کښی دهغوی په امتونو به عذابونه راتلل -
[۴۳] په دی کښی تشجیع ده نبی ﷺ روستو دتسلئ‌ نه یعنی که دا خلق منی اوکه نه منی خوته په کتاب د اللّه تعالٰی باندی کلک شه په بیان کولو او عمل کولو او دلیل نیولو کښی (إِنَّكَ) د اول علت دی د ماقبل یعنی څوک چه په صراط مستقیم باندی وی نوپه هغه باندی تمسّک په کتاب اللّه سره لازم دی او دا دلیل دی چه لار د نبی ﷺ صراط مستقیم ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>