إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۳ الزخرف

وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ ﴿۴۴﴾ وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ ﴿۴۵﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَقَالَ إِنِّي رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۶﴾ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِآيَاتِنَا إِذَا هُمْ مِنْهَا يَضْحَكُونَ ﴿۴۷﴾ وَمَا نُرِيهِمْ مِنْ آيَةٍ إِلَّا هِيَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا وَأَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۴۸﴾

او یقیناً دا قرآن ذکر ستادی او ستا دقوم دی اوزر ده چه تاسو نه به تپوس اوکړی شی ﴿۴۴﴾
او تپوس اوکړه دهغه چانه چه لیږلی دی مونږ ستا نه مخکښی رسولان ځمونږ چه آیا جوړکړی دی مونږ سیوا درحمان نه نور واکداران دنفعی او ضرر چه د هغوی عبادت کیدی شی ﴿۴۵﴾
او یقیناً لیږلی وؤ مونږ موسیٰ علیه السلام په معجزاتو ځمونږ سره فرعون ته او غټانو د قوم هغه ته نو اوئیل هغه یقیناً‌ زه رسول د رب د عالمینو یم ﴿۴۶﴾
نو هرکله چه راغی دوی ته په معجزاتوزمونږ سره دغه وخت دوی په هغه پوری خندا کوله ﴿۴۷﴾
اونه خودله مونږ دوی ته هیڅ معجزه مگرهغه به غټه وه د ملگری دهغی نه او نیولی وؤ مونږ دوی لره په عذاب سره دی دپاره چه اوگرځی د گمراهئ نه ﴿۴۸﴾

[۴۴] دا دوهم علت دی د فاستمسک دپاره (وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ) تپوس به کیدی شی په باره دنعمت دقرآن کښی د لوستلو او دعمل کولو او دبیان کولو په باره کښی - په آیت کښی اشاره ده چه قرآن د نعمتونو د اللّه تعالٰی نه یو ډیر لوی نعمت دی -
[۴۵] دا دلیل نقلی اجمالی دی د ټولو انبیاء علیهم السلام نه لکه چه په سورة نحل (۳۶) او سورة انبیاء (۲۵) کښی دی او مخکښی سورة سره ربط ئی دادی لکه چه په قرآن کریم کښی ذکر دتوحید دی نو داسی د انبیاؤ دعوت هم د توحید دپاره وؤ نو دعوت دقرآن موافق دی ددعوت د ټولو رسولانو سره (وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا) دا حکایت د شپی د اسراء‌ دی چه په دغه شپه د بعضی انبیاؤ سره ملاقات اوشو نو ورته امراوکړی شو چه اوس ددوی نه تپوس اوکړه لکه چه دا روایت قرطبی ابن کثیروغیره نقل کړی دی بیا په کښی دوه روایتونه د ی اول دا چه هغه تری تپوس اوکړو نوهغوی ورته جواب اوکړو چه مونږپه توحید باندی رالیږلی شوی یو، دوهم روایت دادی چه هغه تپوس نه دی کړی اوئیل چه ځما یقین دی نو تپوس ته حاجت نیشته یا دسوال نه مراد نظرکول دهغوی په کتابونو او دینونو کښی دی لکه تورات او انجیل او ددی وجی نه ددی نه روستو آیاتونو کښی حال د موسیٰ علیه السلام او د عیسیٰ علیه السلام ئی ذکرکړی دی (أَجَعَلْنَا مِنْ دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً) په دی لفظ‌ جعلنا کښی اشاره ده چه دمشرکانو سره اختلاف د مؤحدینو په مجهول الهو کښی دی لکه چه اوس بعضی خلق هغوی ته عطائي وائی او عوام تعبیرکوی چه اولیاء بزرگانو ته اللّه تعالٰی برخی ورکړی دی چاته ئی اختیار ورکړی د مالدار کولو چاته د گوزن لری کولو چا ته بادو لری کولو چاله ددانو جوړولو او چاله ئی مطلق واک ورکړی دی او چاته ئی علم غیب عطائی ورکړی دی یعنی دوی د اللّه تعالٰی نه سیوا مستقل الِهه نه دی گنړلی اودا حقیقت دشرک دی -
[۴۷،۴۶] دا دلیل نقلی تفصیلی دی د موسیٰ علیه السلام نه او عاقبت د تکذیب کوؤنکو ذکرکوی په واقعه د فرعونیانو سره او د (۳۱) سره هم تعلق لری یعنی لکه چه آخری رسول باندی مشرکین مکه طعن کوؤ چه دی مسکین او غریب دی نوداسی فرعون هم د موسیٰ په باره کښی اعتراض کړی وؤ یعنی دفرعون په مقابله کښی موسیٰ علیه السلام فقیرمسکین وؤ (يَضْحَكُونَ) مراد دخندا کولونه استهزاء او مسخری کول دی په دی وصف راوړلو کښی اشاره وه دهغوی ډیری سرکشئ کولو ته ځکه چه خندا کوؤنکی سوچ او فکر نه کوی -
[۴۸] اشاره ده چه ددوی خندا کول بی ځایه وو ځکه دا آیات واړه او معمولی نه وو - دا اکبریت د هریوپه زعم د لیدونکی کښی دی ددی وجی نه چه هغه ټول آیات په لوی والی کښی شریک وو - یا هره یو روستنئ د مخکښی نه لویه وه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>