إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۴ الزخرف

وَقَالُوا يَا أَيُّهَ السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنْكُثُونَ ﴿۵۰﴾ وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۵۱﴾ أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ ﴿۵۲﴾

او دوی اوئیل ای جادوگره دعا اوغواړه مونږلره د رب خپل نه په دی وجه چه وعده ئی کړی ده ستا سره یقیناً مونږ به هدایت قبول کړو ﴿۴۹﴾
نوهرکله چه لری کړو مونږ ددوی نه عذاب دغه وخت دوی به وعده ماتوله ﴿۵۰﴾
او آواز اوکړو فرعون په قوم خپل کښی اوئیل ای قومه آیا نیشته مالره بادشاهی د مصر اودا ولی بهیږی لاندی دحکم ځمانه آیا نو تاسئ نه وینئ ﴿۵۱﴾
آیا زه غوره یم دی سړی نه چه دی ذلیل دی اونه دی نزدی چه ښکاره خبره اوکړی ﴿۵۲﴾

[۵۰،۴۹] داد مشرکانو عادت دی چه په سختئ کښی دخپلو معبودانو باطله نه ناامیده شی او د اللّه تعالٰی نه مدد غواړی نوداسی فرعونیانو هم په دعا د موسیٰ علیه السلام سره وسیله او نیوله اللّه تعالٰی ته او دا دلیل وو چه ددوی کفر عناداً وؤ (يَا أَيُّهَ السَّاحِرُ) ددوی په اصطلاح کښی عالم ته به ساحر وئیلی کیدلو یا دا نهایت د جهل دوجی نه چه دوی خپله عادتی خبره نه پریږدی -
[۵۱] هرکله چه فرعون سره د آیاتو د موسیٰ علیه السلام اود استجابت ددعا دهغه نه ویره پیدا شوه چه ځما قوم به ځما مخالفت اوکړی او د موسیٰ علیه السلام سره به ملگری شی نودخپل قوت مظاهره کوی او تکبرکوی په دنیوی بادشاهئ باندی او د موسیٰ علیه السلام توهین او تذلیل کوی اوپه دی کښی اشاره ده نقض دعهد ته هم چه زه د موسیٰ سره لوظ ددی وجی نه پوره کوؤم نه چه زه خاوند دقوت یم (وَنَادَى فِرْعَوْنُ) اعلان دحکومت په طریقه د منادی سره وی ددی وجی نه تعبیرئی په نادیٰ سره اوکړو (وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي) اول جمله کښی نظام قانون ته اشاره ده اوپه دی جمله کښی معاشی نظام ته اشاره ده چه دا دواړه ځما په اختیار کښی دی -
[۵۲] په دی کښی د موسیٰ علیه السلام تحقیر او سپکوالی کوی (هُوَ مَهِينٌ) یعنی قوت د ملکیت او بادشاهی ئی او مال ئی نیشته نهرونه نه ئی نیشته کارونه په خپله کوی (وَلَا يَكَادُ يُبِينُ) یعنی فصاحت او بلاغت ئی نیشته خپل مقصد صاف نشی بیانولی اودا دواړه خبری دده ښکاره دورغ وؤ ځکه چه موسیٰ علیه السلام خو ډیر عزتمند شریف اخلاقووالا ښائسته صورت والا وؤ حدیث د بخاری او مسلم کښی راغلی دی نبی ﷺ فرمائیلی دی، چه ماد اسراء په شپه کښی موسیٰ علیه السلام لره اولیدلو چه سړی سوررنگ ته مائل غنم رنگ دنگ قد والا گنگوچی ویختووالا وو گویاکه دی سړی د شینوء قبیلی نه وو - اود موسیٰ علیه السلام رعب وؤ په فرعون باندی اودارنگ موسیٰ علیه السلام ډیر فصیح او بلیغ وو که چیری دهغه په ژبه کښی غوټه وه وړوکوالی کښی نوپه دعا (واحلل عقدة من لسانی) سره ختم شوی وه - لیکن داد متکبرینو عادت دی چه په دروغو اوصافوسره حق پرست خلق موصوف کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>