إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۵ الزخرف

فَلَوْلَا أُلْقِيَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِنْ ذَهَبٍ أَوْ جَاءَ مَعَهُ الْمَلَائِكَةُ مُقْتَرِنِينَ ﴿۵۳﴾ فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۴﴾ فَلَمَّا آسَفُونَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۵﴾ فَجَعَلْنَاهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِلْآخِرِينَ ﴿۵۶﴾ وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ ﴿۵۷﴾

نو ولی نشی راغورځیدلی په ده باندی کړئ‌ دسروزرو یانه راځی دده سره ملائک چه صفونه ئی تړلی وی ﴿۵۳﴾
نو دهوکه ئی کړو قوم خپل نوهغوی دده تابعداری اوکړه یقیناً هغوی وؤ قوم نافرمان ﴿۵۴﴾
نو هرکله چه دوی خفه کړو مونږه بدله مو واخستله ددوی نه نوغرق کړل مونږ دا ټول ﴿۵۵﴾
او اوگرځول مونږ دوی تیرشوی نمونه اوعبرت دپاره د روستنو ﴿۵۶﴾
اوهرکله چه ذکرکړی شی ځوی د مریم د مثال په طورباندی دغه وخت ستا قوم ددی وجی نه شورکوی ﴿۵۷﴾

[۵۳] داهم تحقیراو تکذیب د موسیٰ علیه السلام کوی په طریقه دقیاس د رسولانو د اللّه تعالٰی په قاصدانو د بادشاهانو د دنیا - په هغه زمانه کښی چه هغوی به قاصد خپل ته چه هغه به ډیرمقرب وؤ په لاسونو کښی د سروزرو بنگړی او کنگن اوچول اودهغه په ملگرتیا کښی به ئی ډیرخدمتگاران روانول ددی وجی نه فرعون په موسیٰ علیه السلام باندی دا دواړه اعتراضونه اوکړل او ثابتول ئی چه دی رسول نه دی -
[۵۴] (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ) دا مخکښی دعویٰ دفرعون اوسپکوالی د موسیٰ علیه السلام سبب اوگرځیدو د جهل دقوم دفرعون دپاره اودغه جهل سبب شو د اطاعت د هغوی فرعون لره -
فائده: طریقه د پیرانو او عالمانو باطل پرستو هم دفرعون په شان ده چه دوی خپل مریدان شاگردان دعلم دقرآن او سنت او د تحقیق نه منع کوی دپاره ددی چه جاهلان پاتی شی نوددوی اطاعت به کوی -
[۵۵] په دی آیت کښی دفرعونیانو عذاب ذکرکوی دپاره د تخویف د نورو منکرینو (فَلَمَّا آسَفُونَا) اسف په معنیٰ دغضب دی اودا هم صفت د اللّه تعالٰی دی خو مشابه د مخلوق سره نه دی -
[۵۶] ( سَلَفًا) دا جمع د سالف ده لکه خدم جمع د خادم ده یادا مصدر دی اطلاق ئی په جماعت باندی هم کیږی او سلف مطلق متقدمینو ته وئیلی کیږی که خیروی او که شروی ددی وجی نه د مدح په وخت کښی ددی سره قید دصالح او صالحین لگیدلی شی - اوفرق په مینځ دسلف او مثل کښی یو څو وجوهو سره دی اوله دا چه سلف تیرشوی نمونه دعذاب او مثل واقعه د عبرت د حاصلولو دپاره - دوهمه وجه سلف د هغه چا دپاره چه چه ددوی په شان عمل ئی کړی وؤ په زمانه ددوی کښی او مثل دهغه چادپاره چه روستو دهغوی په شان عمل کوی - دریمه وجه بنی اسرائیل سلف شو په نجات موندلو کښی د صالحانودپاره او فرعونیان مثل شو د ناکاره خلقو دپاره (فَجَعَلْنَاهُمْ) ضمیردواړو ته په جمع سره راجع دی -
[۵۸،۵۷] دا زجراو تمهید دی واقعی د عیسیٰ علیه السلام دپاره - په ربط کښی د ماقبل سره دوه احتمالونه دی اول داچه مخکښی جدال او عناد دفرعونیانو د موسیٰ علیه السلام په مقابله کښی ذکرکړی شو نو اوس ضد او عناد دمشرکین مکه ذکرکوی په مقابله د نبی ﷺ کښی حاصل ئی دادی چه نبی ﷺ ذکر داحوالو د عیسیٰ علیه السلام په وخت په وخت کوؤ داثبات د توحید او د رد دمشرکینودپاره نو مشرکینو شور کوؤ چه دی هروخت د عیسیٰ علیه السلام ذکر مونږ ته کوی نودده مقصد دادی چه ځمانه اِلٰه جوړ کړئ لکه چه نصاریٰ د عیسیٰ علیه السلام نه اِلٰه جوړ کړی وؤ نو معنیٰ د (أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ) چه زمونږ الِهه غوره دی اوکه د محمد ﷺ بلکه زمونږ الهه غوره دی - دوهم احتمال دادی چه ددی ربط دی آیت (۴۵) سره حاصل ئی دادی چه هرکله اوئیلی چه د هیڅ رسول په دین کښی مجعول اِلٰه اجازت نیشته - نوهرکله چه دوی په قرآن کښی د عیسیٰ علیه السلام ذکر واوریدلو نودوی شور اوکړو چه ولی عیسیٰ علیه السلام ته الوهیت نه وؤ ورکړی شوی؟ او هرکله چه عیسیٰ علیه السلام مجعول الٰه دی نو زمونږ الِهه دده نه غوره دی نوهغوی هم مجعول الهه دی نو معنیٰ د أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ، زمونږ الهه غوره دی او که عیسیٰ علیه السلام، بلکه زمونږ الهه غوره دی (وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا) یعنی هرکله په قرآن کښی دمشرکانوپه رد کښی عجزاو عبدیت د عیسیٰ علیه السلام په طریقه دمثال سره ذکرکړی شی (مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا) یعنی دی مشرکانو چه د معبود من دون اللّه دپاره په طور دمثال سره د عیسیٰ علیه السلام نوم ذکرکړی دی نودا صرف دضد او دعناد په طریقه دی ځکه چه دوی ښه پوهیږی چه هغه الٰه نه وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>