إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۶ الزخرف
وَقَالُوا أَآلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ ﴿۵۸﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۵۹﴾ وَلَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَلَائِكَةً فِي الْأَرْضِ يَخْلُفُونَ ﴿۶۰﴾
او وائي آیا ځمونږ معبودان غوره دی یا دی نه ذکرکوی دوی تاته دا خبرمگر دضد دپاره بلکه دوی قوم دی جگړمار ﴿۵۸﴾
نه دی دی مگریوبنده چه نعمت کړی وؤ مونږ په هغه باندی او گرځولی وؤ مونږ هغه نمونه دپاره د بنی اسرائیلو ﴿۵۹﴾
اوکه چیری اوغواړو مونږ نو پیدا به کړو ستاسو په بدله کښی ملائک په ځمکه کښی چه ستاسو په ځای اوسیږی ﴿۶۰﴾
[۵۹] روستو دزجر نه جواب دی ددوی د جدال په ذکر دحقیقت حال د عیسیٰ سره او په نفی د الوهیت سره دهغه نه (إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ) دا رد دی په نصاریٰ اوپه هغه چاچه عیسیٰ علیه السلام لره د الوهیت عقیده لری - (أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ) دا رد دی په یهودیانو اوپه هغه چاچه د عیسیٰ علیه السلام نبوت نه انکار کوی ځکه مراد د انعام نه نعمت دنبوت دی (وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِبَنِي إِسْرَائِيلَ) دا رد دی د وهم دهغه چاچه دلیل نیسی د هغه د الوهیت دپاره په پیدائش دهغه بغیر د نارینه نه ، حاصل داچه داسی پیدائش د عیسیٰ د بنی اسرائیلو دلیل اوعبرت د قدرت د اللّه تعالٰی دی -
[۶۰] دا دوهم رد دی په هغه چاچه د عیسیٰ علیه السلام دعجیب پیدائش نه دلیل نیسی دهغه په الوهیت باندی حاصل دادی چه حال د عیسیٰ علیه السلام اگرچه عجیبه دی لیکن اللّه تعالٰی ددینه ډیر زیات عجیبه باندی قدرت لری هغه داچه ستاسو نه ملائک پیدا کړی یا ستاسوپه بدل کښی ملائک په ځمکه کښی آباد کړی لیکن دا مستلزم نه دی چه ملائک دی الٰهه شی ځکه چه په دی عجیبه طریقو سره څوک د مخلوقیت او عبدیت نه نه اوځی -