إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۷ الزخرف

وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۶۲﴾ وَلَمَّا جَاءَ عِيسَى بِالْبَيِّنَاتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ ﴿۶۳﴾ إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۶۴﴾

او یقیناً عیسیٰ علیه السلام نښه د قیامت ده نو شک مه کوئ په قیامت کښی او تابعداری اوکړئ ځما دا لار نیغه ده ﴿۶۱﴾
او وانه ړوی تاسو لره شیطان یقیناً‌ دی تاسولره دشمن ښکاره دی ﴿۶۲﴾
او هرکله چه راغی عیسیٰ علیه السلام په ښکاره دلیلونو سره اوئیل هغه یقیناً راوړی دی ما تاسوته دپوهی خبری او دی دپاره چه وضاحت اوکړم تاسو ته د بعضی هغه خبرو چه تاسو اختلاف کوئ په هغی کښی نو ویریږئ د اللّه تعالٰی نه او تابعداری کوئ ځما ﴿۶۳﴾
یقیناً اللّه تعالٰی هغه رب ځما او رب ستاسودی نوبندگی دهغه خاص کړئ دا لار نیغه ده ﴿۶۴﴾

[۶۲،۶۱] په متعلق د عیسیٰ علیه السلام بله فائده ذکرکوی چه دلالت کوی د عیسیٰ علیه السلام په عظمت باندی (لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ) یعنی نزول د عیسیٰ علیه السلام سبب دعلم دقیامت دی یا عِلم په معنیٰ دعلامة ده - او إِنَّهُ، په ضمیر کښی دوهم احتمال دادی چه قرآن ته راجع دی یعنی نصوص دقرآن سبب دعلم دقیامت دی - لیکن په دی احتمال سره د کلام ربط نه راځی د ماقبل سره (وَاتَّبِعُونِ) روستو دتفصیل د عیسیٰ علیه السلام او ددفع کولو دشبهاتو نه امردی په اتباع د رسول اللّٰه ﷺ په تقدیر د (قل) سره او ددی مناسبت لطیفه دادی چه عیسیٰ علیه السلام روستو دنزول نه مکلف به وی به اتباع د محمد ﷺ سره - اوهرکله چه په باره د عیسیٰ علیه السلام او د اتباع د سنت د رسول اللّٰه ﷺ کښی شیطان ډیر شبهات اچوی - نوتنبیه ئی ذکرکړه په دی قول سره (وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ) که شیطان جنی وی اوکه انسی وی لکه چه په دی زمانه کښی قادیانان (شیطان انسیه) په باره دحیات عیسیٰ او نزول عیسیٰ علیه السلام کښی شبهات پيدا کوی لیکن دهغی شبهاتود ازالی دپاره دقرآن علم ضروری دی اوپه اتبعونِ باندی عمل په کار دی -
[۶۴،۶۳] هرکله چه د عیسیٰ علیه السلام عظمت شان او صدق بیان شو نو اوس دهغه د طرف نه دعوت توحید ذکر کوی په طریقه د دلیل نقلی سره اورد په یهودیانو او نصاریٰ اومشرکین عرب باندی (بَعْضَ الَّذِي تَخْتَلِفُونَ فِيهِ) مراد دادی چه تورات کښی بعضی احکام او بعضی محرمات وؤ د انجیل په راتللو سره هغه منسوخ شول اوپه هغی کښی تخفیف او آسانتیا وه په بنی اسرائیلو باندی یاددی نه مراد تحریفات د تورات دی اوبعض په معنیٰ دکل سره دی یامراد ترینه هغه نه مسائل دی چه اخبارو دیهودیانو دځان نه جوړ کړی وو نوبیا هم بعضی په معنیٰ دکل سره دی یامراد ترینه هغه مسائل ددین دی چه اخبارو په هغی کښی اختلاف جوړکړی وؤ دهغی وضاحت عیسیٰ علیه السلام اوکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>