إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۸ الزخرف
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿۶۵﴾ هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۶۶﴾ الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ ﴿۶۷﴾ يَا عِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۶۸﴾ الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ ﴿۶۹﴾ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ ﴿۷۰﴾ يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِصِحَافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۷۱﴾
نو مختلف شوی ډلی په مینځ خپل کښی نو تباهی ده ظالمانو لره دعذاب دورځی درد ناکی نه ﴿۶۵﴾
انتظار نه کوی دوی مگر دقیامت چه رابه شی دوی ته ناگهه اودوی به نه پوهیږی ﴿۶۶﴾
دوستان به په دغه ورځ بعضی ددوی دبعضو دپاره دشمنان شی مگر متقیان ﴿۶۷﴾
(اوبه وئیلی شی دوی ته) ای بندگانو ځما نیشته ویره په تاسو باندی نن ورځ اونه به تاسو غمژن کیږئ ﴿۶۸﴾
هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی په آیاتونو ځمونږ او وؤ دوی مسلمانان ﴿۶۹﴾
داخل شئ جنت ته تاسو او جوړئ ستاسو نعمتونه به درکیدی شی ﴿۷۰﴾
گرځولی به شی په دوی باندی کاسی د سروزرو او گلاسونه اوپه هغی کښی هغه څیزونه دی چه غواړی ددوی نفسونه او مزه پری اخلی سترگی او تاسو به په هغی کښی همیشه ئی ﴿۷۱﴾
[۶۵] دا جواب دسوال دی سوال دادی چه د عیسیٰ علیه السلام دین که چیری توحید وی نو روستو خلقو ولی د هغه مخالفت اوکړو حاصل دجواب دادی چه روستو درفع د عیسیٰ علیه السلام نه په دوی کښی ډلی پیدا شوی او تحزب او تعصب کښی راغلل نو دا سبب داختلاف شو -
[۶۶] دا هم تخویف اخروی دی اختلاف کوؤنکو دپاره -
[۶۷] ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری دریم باب دی په دی کښی بشارت تفصیلیه بیا تخویف تفصیلی سره د سبب دعذاب نه ذکرکوی بیا زجرونه دی او تفصیل دتوحید دی سره ددلیلونونه، نفی دولد، نفی دشرک فی الالوهیة، نفی دشرک فی البرکات نفی دشفاعت قهریه ده او په آخرکښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته او امردی په برائت سره د مشرکانونه - په دی (۴۷) کښی دمشرکانو او دمؤحدینو ددوستانی دنیوی عاقبت ذکرکوی چه د مشرکانو ددوستانی عاقبت به په آخرت کښی دشمنی وی او دیوبل نه به برائت کوی چه په مختلف سورتونو کښی ذکرکړی شوی ده - او ددی آیت نه تر (۷۳) پوری بشارت، مشتمل دی په دولس اموروباندی او ورسره سبب د بشارت هم ذکردی نو په دی آیت کښی دمتقینو ددوستانی دوام ذکرکوی او دا اول بشارت دی -
[۶۸] په دی کښی دوهم او دریم بشارت ذکردی عدم خوف او عدم حزن -
[۶۹] په دی آیت کښی دوه سببونه د بشارت ذکرکوی اول ایمان بالآیات او دوهم اسلام یعنی پوره انقیاد ظاهری او باطنی -
[۷۰] دا جواب دنداء دی (یاعباد) اوپه دی کښی نور دری بشارتونه ذکرکوی -
[۷۱] په دی آیت کښی نور پنځه بشارتونه دی - یعنی دا دواړه قسمی لوخی به د سروزرو وی - اهل جنت کښی مختلف قسمونه دی د چا لوښی به د سروزرو وی او دچا به د سپینو زرو وی لکه سورة دهر (۵۰) کښی (مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ) مشتهیات دنفس عام دی که دجنس د ملموساتو نه وی اوکه مذوقاتو نه وی اوکه د مسموعاتو نه وی او که د مشموماتو نه وی اوکه دمعقولاتو نه وی (وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ) دا صرف مبصراتو ته شامل دی اودا هرکله چه دسیل او تفریح سره تعلق لری اوپه دی کښی لوی څیز دیدار د اللّه تعالٰی دی نودا ئی ددی وجی نه جدا ذکرکړو - نیشاپوری د قفال نه روایت کړی دی چه په دی دواړو جملو کښی اللّه تعالٰی هغه نعمتونه جمع کړی دی که ټول مخلوق دهغی په تفصیلاتو شروع شی نو پوره کولی نشی -