إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۱۹۹ الزخرف
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۷۲﴾ لَكُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۷۳﴾ إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۷۴﴾ لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۵﴾ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ ﴿۷۶﴾ وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ ﴿۷۷﴾ لَقَدْ جِئْنَاكُمْ بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۸﴾ أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿۷۹﴾
اودا هغه جنت دی چه درکړی شو تاسوته په وجه دهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۷۲﴾
تاسو لره په هغی کښی میوی ډیری دی بعضی دهغی نه تاسو خورئ ﴿۷۳﴾
یقیناً مجرمان به په عذاب د جهنم کښی همیشه وی ﴿۷۴﴾
نه به شی کمیدلی ددوی نه او دوی به په هغی کښی ناامیده وی ﴿۷۵﴾
او ظلم نه دی کړی مونږپه دوی باندی لیکن وؤ دوی ظالمان ﴿۷۶﴾
او آواز به اوکړی دوی ای مالکه فیصله د مرگ د اوکړی په مونږ باندی ستا رب اوبه وائی یقیناً تاسو به ایسار ئی ﴿۷۷﴾
یقیناً راوړی دی مونږ تاسوته حق لیکن ډیرستاسونه حق لره بد گنړی ﴿۷۸﴾
آیا کلکه کړی مو ده یوه خبره نو یقیناً مونږ هم کلکوؤنکی یو ﴿۷۹﴾
[۷۲] په دی آیت کښی ئی سبب د حصول د جنت ذکرکړی دی -
[۷۳] په دی کښی آخری بشارت ذکرکوی چه خوراک څکاک نه روستو فواکه (میوی) دی -
[۷۶،۷۵،۷۴] دا تخویف اخروی دی اوپه مقابل دبشارت کښی دی خو تخویف ئی په نصف د بشارت ذکرکړی دی یعنی په شپږ طریقو سره - اول آیت کښی دوه تخویفونه دی دوهم آیت کښی هم دوه دی اوپه دریم آیت کښی سبب دعذاب ذکر کړوچه هغه ظلم (شرک وکفر) دی -
[۷۷] په دی کښی دوه تخویفونه ذکرکوی - فریادونه کول مالک ته دپاره دمرگ غوښتلو او جواب په ماکثون سره (يَا مَالِكُ) د جهنم خازن ملک دپاره نوم دی (إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ) او مراد د مٰکِثُ نه همیشه اوسیدل دی لکه چه په باره دجنت کښی سورة کهف (۳) تیرشوی دی -
[۷۸] په دی کښی ذکردی سبب دعذاب اوپه دی خطاب کښی دوه احتمالونه دی اول دا چه د مالک دطرف نه خطاب دی دوهم داچه دا د اللّه تعالٰی طرف نه خطاب دی (أَكْثَرَكُمْ) مراد داکثرنه د دوی مشران دی هغوی دحق نه نفرت کوؤ او نورو دهغوی تقلید کوؤ او د حقیقت نه خبر نه وو -
[۸۰،۷۹] په دی آیاتونو کښی زجردی (أَمْ أَبْرَمُوا) یعنی صرف د حق په بد گنړلو باندی اکتفاء نه کوی بلکه د حق په مقابله کښی تدبیرونه او چلونه جوړوی د نبی ﷺ دقتل او د توحید د ختمولو دپاره اَبرَام، کلکه او قطعی فیصلی کولو ته وئیلی کیږی نوهغه داسی تدبیروی چه په گنړه سره ئی اوکړی - دیحیٰ بن معاذ نه نقل دی، چه څوک د خلقو نه گناهونه پټ ساتی او هغه ذات ته ئی ښکاره کوی چه دهغه نه هیڅ په آسمانونو کښی پټ نه دی نودائی د اللّه تعالٰی ډیره بی عزتی اوکړه او دا د علاماتو دمنافقت نه ده -