إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۵ الدخان
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءَهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ ﴿۱۷﴾ أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ ﴿۱۸﴾ وَأَنْ لَا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ إِنِّي آتِيكُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۱۹﴾ وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ ﴿۲۰﴾ وَإِنْ لَمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ ﴿۲۱﴾ فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَؤُلَاءِ قَوْمٌ مُجْرِمُونَ ﴿۲۲﴾ فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُمْ مُتَّبَعُونَ ﴿۲۳﴾ وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ ﴿۲۴﴾
او یقیناً ازمیښت کړی دی مونږ مخکښی ددوی نه په قوم دفرعون باندی او راغلی وؤ هغوی ته رسول عزت والا ﴿۱۷﴾
(وئیلی وؤ) چه راکړئ ماته بندگان د اللّه تعالٰی یقیناً زه تاسولره رسول امانت داریم ﴿۱۸﴾
او لوئی مه کوئ په اللّه تعالٰی باندی یقیناً ما راوړی دی تاسو ته دلیل ښکاره ﴿۱۹﴾
او یقیناً پناهی غواړم په رب خپل اوپه رب ستاسو سره ددی نه چه تاسو ما سنگسارکړئ ﴿۲۰﴾
اوکه خبره نه منئ ځما نوپه ډډه شئ ځمانه ﴿۲۱﴾
نودعا ئی اوغوښتله د رب خپل نه چه یقیناً دا خلق قوم دی مجرمان ﴿۲۲﴾
نو ته بوځه بندگان ځما دشپی یقیناً تاسو پسی درتلل کیدی شی ﴿۲۳﴾
او پریږده دریاب اولاړ یقیناً دوی لښکردی غرق کړی شوی ﴿۲۴﴾
[۱۷] داد تخویف دنیوی مثال دی په واقعه د اهلاک دفرعون سره - اشاره ده لکه چه فرعونیانو دعذابونو په وخت کښی د موسیٰ علیه السلام سره وعدی دایمان کړی وی په دی شرط چه ځمونږ نه عذاب لری کړه لکه سورة زخرف کښی ذکرشول لیکن بیائی هغه وعدی ماتی کړی نو اللّه تعالٰی په هغوی باندی لوی عذاب د غرق راوستلو نودغسی حال د مکی دمشرکانو دی (وَلَقَدْ فَتَنَّا) مراد د فتنی نه امتحان کول دی په رالیږلو درسول اوپه امر بالطاعة سره یا مرا دفتنی نه عذاب دی (كَرِيمٌ) دا په مقابله دقول فرعون کښی دی (مهین) چه په سورة زخرف کښی تیرشو یعنی اللّه تعالٰی کرامت او عزت او شرافت ورکړی وؤ -
[۱۸] ددی دوه توجیه دی اوله توجیه داده مراد د ادا نه اطاعت او تابعداری کول دی - دوهمه معنیٰ د أَدُّوا، یعنی آزاد کړی ماسره بنی اسرائیلو لره اودا دواړه مقصدونه دهغه په کلام کښی په سورة اعراف (۱۰۵،۱۰۴) کشی موجود دی -
[۱۹] مخکښی امربالمعروف ذکرشو او دا نهی عن المنکرده اوعلو شامل دی تکبرکول د طاعت نه او افتراء او بغاوت کول اوهرکله چه د بادشاهانو په اخلاقو کښی لوئي او تکبروی ددی وجی هغوی ته په دعوت ورکولو کښی نهی د علو نه ذکرکیږی -
[۲۰] هرکله چه فرعون اراده د هغه قتل کړی وه لکه سورة غافر (۲۶) کښی ذکردی نو موسیٰ علیه السلام دهغی نه د بچ کیدلو دپاره تعوذ ذکرکړو لکه سورة غافر (۲۷) کښی دی -
[۲۱] (فَاعْتَزِلُونِ) مراد دادی چه په ډډه شئ ځمانه یعنی ماته تکلیف راکولونه یامراد دادی جدا شئ ځمانه یعنی ځما قوم بنی اسرائیل ماته را جدا کړئ -
[۲۲] هغه دعاء شر اوکړه او تفصیل دهغی دعا په سورة یونس (۸۸) کښی تیرشوی دی او سبب ددی دعا دادی (أَنَّ هَؤُلَاءِ قَوْمٌ مُجْرِمُونَ) جرم ښکاره گناهونه او فسق وفجور اوظلم ته وئیلی کیږی -
[۲۳] دا استجابت ددعا دی او دنجات دپاره سیرفی اللیل بهتره ذریعه ده یو ددی وجی نه چه فاسقان فاجران په هغه وخت کښی غافل او اوده وی دوهم په مزل دشپی کښی خیراوبرکت وی دریم د گرمئ د لاری نه بچ کیدل دی -
[۲۴] په دی کښی اشاره ده د ذریعه د نجات د بنی اسرائیلو او طریقه دعذاب د فرعونیانو ته - او اختصار دی په عبارت کښی یعنی امرئی ورته اوکړو چه دریاب په عصا سره اووهه نوپه هغی کښی دولس لاری کولاؤ کولاؤ جوړی شوی اواوبه په خپل ځایونو باندی اودریدلی - هرکله چه بنی اسرائیل پوری لاړل نو موسیٰ علیه السلام اراده اوکړه دا دریاب دی اوس په خپله روان شی دی دپاره چه فرعونیان په مونږ پسی رانشی نو اللّه تعالٰی حکم اوکړو واترک البحر -