إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۶ الدخان

كَمْ تَرَكُوا مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۲۵﴾ وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۲۶﴾ وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿۲۷﴾ كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۲۸﴾ فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ ﴿۲۹﴾ وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۳۰﴾ مِنْ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ مِنْ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾

ډیر پریخودل دوی د باغونونه او دچینونه ﴿۲۵﴾
اوفصلونه او ځایونه عزت والا ﴿۲۶﴾
اود خوشحالئ سامان چه دوی په هغی کښی مزی کوؤنکی وؤ ﴿۲۷﴾
دغه شان اوشو او پاتی کړه مونږ دغه (باغونه وغیره) قوم بل ته ﴿۲۸﴾
نو ژړا اونه کړه په دوی باندی آسمان او ځمکی او نه وؤ دوی مهلت ورکړی شوی ﴿۲۹﴾
او یقیناً نجات ورکړو مونږ بنی اسرائیلو ته د عذاب ذلیلوؤنکی نه ﴿۳۰﴾
د فرعون نه یقیناً‌ هغه لوئی کوله دحدنه زیاتی کوؤنکونه وؤ ﴿۳۱﴾

[۲۸،۲۷،۲۶،۲۵] روستو دغرق کیدلو نه دهغوی دمالونو حال ذکرکوی اوپه دی کښی اشاره ده چه هغوی ټول غرق شول اودارنگ اشاره ده چه غرق ددوی په معنیٰ ئی حقیقی سره وؤ په معنیٰ مجازی سره (تاوان) نه دی (وَنَعْمَةٍ) دا لفظ شامل دی ټول ددنیا هغه مالونو ته چه سبب وی دخوشحالئ او مستئ او دتکبر (قَوْمًا آخَرِينَ) مراد هغه کمزوری خلق دی چه د لښکرد فرعون نه په مصر کښی روستو پاتی شوی وؤ - یا مراد ترینه بنی اسرائیل دی چه بنی اسرائیل په زمانه د داؤد علیه السلام کښی دغه ملک ته واپس راغلل او د هغی مالونو وراثان شول لکه سورة اعراف (۱۳۷) کښی دیته اشاره ده -
[۲۹] په دی کښی مقصد سپکوالی دشان د فرعونیانو دی ژړا د آسمان او ځمکی په حقیقت باندی حمل ده لکه روایت دی د انس رضی اللّه عنه نه مرفوعاً‌، چه مؤمن دپاره په آسمان کښی دوه دروازی دی دیوی دروازی نه رزق نازلیږی - او دبلی دروازی نه عمل ورخیژی نوکله چه دی مړشی نودا دواړه دروازی د آسمان په ده پسی ژاړی اوبیائی دا آیت اولوستلو - او دارنگ د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی، چه څوک په ځمکه باندی رکوع او سجده او نور اعمال دخیرکوی نو روستو دمرگ دده نه هغه ځمکه هم په دی مؤمن پسی ژاړی، نومطلب د آیت دادی چه دفرعونیانو هیڅ نیک عمل نه وؤ چه آسمان ته ختلی وی اونه په ځمکه باندی دهغوی نیک عمل وؤ نوروستو دمرگ ددوی نه آسمان او ځمکی په دوی پسی ژړا اونه کړه -
[۳۱،۳۰] روستو دعذاب دفرعونیانونه چه ذکر دی په طریقه د تخویف دنیوی مشرکینو دپاره اوس انعامات په بنی اسرائیلو ذکرکوی په طریقه دبشارت سره د مؤحدینو دپاره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>