إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۷ الدخان
وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۲﴾ وَآتَيْنَاهُمْ مِنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاءٌ مُبِينٌ ﴿۳۳﴾ إِنَّ هَؤُلَاءِ لَيَقُولُونَ ﴿۳۴﴾ إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِينَ ﴿۳۵﴾ فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۶﴾ أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۳۷﴾
او یقیناً غوره کړی وؤ مونږ دوی سره دعلم نه په نورو عالمو باندی ﴿۳۲﴾
او ورکړی دی مونږ دوی ته د نعمتونو نه هغه چه په هغی کښی ارمیښت ښکاره وؤ ﴿۳۳﴾
یقیناً دا خلق خامخا وائي ﴿۳۴﴾
نه دی دا مگرمرگ ځمونږ ړومبی دی اونه یو مونږ دوباره پورته کړی شوی ﴿۳۵﴾
نو راولئ تاسو پلاران ځمونږ که چیری تاسو رشتینی ئی ﴿۳۶﴾
آیا دوی غوره دی یا قوم د تبع او هغه کسان چه ددوی نه مخکښی وؤ هلاک کړل مونږ هغوی یقیناً هغوی وؤ مجرمان ﴿۳۷﴾
[۳۲] دا ذکر ددوهم انعام دی په بنی اسرائیل باندی دا فضیلت په ټولو خلقو باندی فضیلت جزئیه دی چه ډیر انبیاء ئی په بنی اسرائیلو کښی را لیږلی دی یا مراد ترینه د هغه زمانی خلق دی (عَلَى عِلْمٍ) یعنی اللّه تعالٰی عالم دی چه دوی په دغه وخت حقدار د فضیلت وو یاسره دعلم د اللّه تعالٰی نه ددوی په نقصاناتو باندی -
[۳۳] دا ذکر دبل انعام دی اومراد د آیات نه هغه معجزات او ناآشنا انعامات دی چه بعضی دهغی ذکرشوی دی په سورة بقره کښی -
[۳۶،۳۵،۳۴] دا متعلق دی د (۹) سره یعنی څه رنگ چه دوی په شک کښی دی دتوحید او د رسالت نه نو دارنگ دوی منکردی دبعث بعدالموت نه اوپه دی کښی زجردی ددوی په انکار من البعث باندی - (إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَى) اقوال د انکار ددوی ډیر وو ددی وجی نه په لیقولون باندی وقف اوشو لیکن غټ قول ئی دادی - تحقیق دادی چه ضمیر د هی حالت اوصفت عاقبت ته راجع دی نو معنیٰ داده چه نه دی ځمونږ حال اوصفت یا عاقبت مگر ړومبی مرگ دی او بیا ورپسی ژوند نیشته او لفظ د اولٰی مستلزم نه دی چه دوهم موت دی وی - یا مراد دادی چه دوی ته اوئیلی شول چه تاسو به مړه کیږئ په داسی مرگ سره چه ورپسی ژوند وی لکه چه په تاسو تیرشوی دی داسی مرگ چه په هغی پسی ژوندی شوی ئی لکه په سورة بقره (۲۸) کښی نودوی په جواب کښی اوئیل چه نه دی هغه مرگ چه په هغی پسی ژوند راځی مرگ اولنی مرگ دی - بناپه دی توجیه ضمیر مرگ ته راجع دی لیکن مقید په دی قید چه ورپسی ژوند وی - (فَأْتُوا بِآبَائِنَا) دا حجت دمنکرینو دی او ددی دوه توجیه دی یوداچه ځمونږ مړه شوی پلاران را ژوندی کړئ لکه سورة جاثیه (۲۵) کښی راځی دوهمه توجیه داده چه دمشرانونه قول او دلیل پیش کړئ په دوباره ژوند باندی مونږ دمشرانو قول په دلیل کښی منو -
[۳۷] دا رد دی ددوی په انکار باندی په طریقه دتخویف سره - او مثال د تخویف ئی شروع کړی دی د قوم تبع نه اشاره ده چه آخری قوم چه هلاک شوی دی هغه قوم تُبَّع وو یاددی وجی چه دوی مشرکین عرب ته ډیر نزدی وؤ (أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ) خیریت په ډیروالی د مال اودقوم اود نورو نعمتونو او عزتونو دنیوو دی - دتُبع په باره کښی دمفسرینو دوه قولونه دی اول داچه دا ټول بادشاهان د یمن مراد دی هریو ته تبع وئیلی کیدلو لکه چه اسلامی بادشاه ته خلیفه وئیلی کیږی - او دوهم قول دادی چه دا په هغوی کښی یو خاص بادشاه وؤ چه هغه ته اسعد ابوکریب الحمیری وئیلی کیدلو دقتادة نه نقل دی چه ده به د اور عبادت کوؤ اودارنگ قوم دده هم - لیکن ده اسلام راوړلو او خپل قوم ئی اسلام ته راوبلل لیکن هغوی مخالفت اوکړو نوهغوی باندی عذاب راځی اودی بچ شو او دده دوه لونړه هم وی چه توحید ئی قبول کړی وؤ هغوی هم بچ شوی -