إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۰۸ الدخان

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۳۸﴾ مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۰﴾ يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَنْ مَوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۴۱﴾ إِلَّا مَنْ رَحِمَ اللَّهُ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۴۲﴾

اونه دی پیدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه اوهغه چه په مینځ ددی کښی دی چه لوبی کوؤنکی یو ﴿۳۸﴾
نه دی پیدا کړی مونږ دا مگر دحق دښکاره کولو دپاره لیکن ډیرددوی نه، نه پوهیږی ﴿۳۹﴾
یقیناً ورځ دفیصلی مقرر وخت ددی ټولو دی ﴿۴۰﴾
داسی ورځ چه نه به شی دفع کولی یو دوست د بل دوست نه هیڅ مصیبت اونه به دوی سره مدد کیدی شی ﴿۴۱﴾
مگرهغه څوک چه رحم کړی وی په هغه باندی اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی زورآور رحم والا دی ﴿۴۲﴾

[۳۹،۳۸] دا هم رد دی په انکارد بعث بعدالموت باندی په طریقه د استدلال سره یعنی که چیری داسی وی چه خلق په یوبل ظلمونه کوی اود اللّه تعالٰی سره شرک کوی - اودهغه د نعمتونو ناشکری کوی او ددوی دسزا دورکولو دپاره څه مستلقه ورځ نه وی دارنگ څوک مصلحان وی او څوک مفسدان وی او ددوی دفرق جزا او سزا یو ورځ اوجنت او جهنم نه وی نو معلومه به شی چه د عالم ښکته بره او مینځ اللّه تعالٰی بی فائدی پیدا کړی دی لیکن اللّه تعالٰی د عبث او دلعب کولو نه پاک دی نودوهم آیت کښی دهغی نتیجه ذکر کړی ده چه دا عالم دحق دپاره پیدا شوی دی -
[۴۰] ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری دوهم باب دی په دی باب کښی تخویف اخروی تفصیلی مشتمل دی په دیارلس امورو باندی اوبیا بشارت اخرویه تفصیلیه هغه هم مشتمل دی په دیارلس امورو باندی اختتام دسورة دی په ترغیب الی القرآن اوتخویف دنیوی باندی - په دی (۴۰) کښی دقیامت نوم یوم الفصل ذکرکړی دی - یعنی جدائی به راولی په مینځ دمؤمن او کافرکښی اشاره ده چه په دنیائی عذاب کله کله مؤمنان او کافران شریک وی لیکن دقیامت په ورځ کښی به بالکل جدا جدا وی -
[۴۲،۴۱] په اول آیت کښی د یوم الفصل هیبت ئی ذکر کړی دی په دوه طریقو سره چه دوست به د دوست په کار نه راځی او ددوی سره به د اللّه تعالٰی دطرف نه مدد نشی کیدی - دوهم آیت کښی استثناء ده - (إِلَّا مَنْ رَحِمَ اللَّهُ) مراد ددی نه مؤمنان دی دوی دیوبل دپاره شفاعت کولی شی په اذن د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی به په خپله هم بغیر د شفاعت د شافعینو نه دبعضو سره امداد کوی

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>