إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۴ الجاثية

قُلْ لِلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۵﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ وَآتَيْنَاهُمْ بَيِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۷﴾

ته اوایه هغه کسانو ته چه ایمان ئی راوړی دی بخنه دی کوی (دخپل حق نه) هغه کسانو ته چه عقیده نه لری د ورځو د اللّه تعالٰی دی دپاره چه جزا ورکړی قوم ته په سبب دعملونو چه دوی کول ﴿۱۴﴾
چاچه عمل اوکړو برابر دسنت نود هغه د فائدی دپاره دی او چاچه بد عمل اوکړو نووبال په هغه باندی وی بیا ستاسو رب ته به وراوگرځولی شئ ﴿۱۵﴾
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ بنی اسرائیلو ته کتاب اوپوهه ددین او پیغمبری او ورکړی وؤ مونږ دوی ته د پاک خوارکونو نه او غوره والی ورکړی وؤ مونږ دوی ته په ټولوخلقو باندی ﴿۱۶﴾
او ورکړی وؤ مونږ دوی ته ښکاره حکمونه ددین نو اختلاف اونه کړو دوی مگر روستو دهغی نه چه راغی دوی ته علم د وجی دضد کولو نه په مینځ خپل کښی یقیناً ستا رب به فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت په هغه څیزکښی چه دوی په کښی اختلاف کوی ﴿۱۷﴾

[۱۵،۱۴] روستو ددعوت نه په دلیلونو سره تعلیم د ادب او دحسن اخلاق دی دعوت (تبلیغ) کوؤنکوته - (يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ) یعنی کوم خلق (منکرین) چه مؤحدینو ته تکالیف ورکوی او بی عزتی او کنځل کوی هغوی په حقیقت کښی د عذابونو د اللّه تعالٰی (چه په منکرینو باندی نازل شوی دی) اونعمتونو د اللّه تعالٰی (چه مؤحدینوته ورکړی شوی دی) عقیده نه لری ددی وجی نه دوی داسی بد اخلاقی کوی (يَغْفِرُوا) ددی نه مراد دهغوی نه بی پرواهی کول او کنځلو وغیره دجواب نه چپ کیدل او صبر کول دی -
[۱۷،۱۶] دا تمثیل دی د ماقبل دپاره یعنی لکه چه مخاطیبونو دقرآن ته آیات بینات ورکړل او آخری نبی ئی ورته را اولیږلو لیکن دوی مخالفت اوکړو نو اللّه تعالٰی به دوی له ددوی مناسب جزا ورکوی نودا رنگه ئی بنی اسرائیلو ته آیات او نبوت او نعمتونه ورکړی دی اوهغوی هم سره دعلم نه اختلاف اوکړو (وَالْحُكْمَ) علم او فهم د کتاب اللّه چه هغه په اصل کښی سنت د انبیاؤ دی (بَيِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ) مراد ددی نه احکام د حلال او حرام او شرائع ددوی وو یاپه دی کښی اشاره ده ښکاره صفتونو او حالاتو د خاتم الانبیاء ﷺ ته چه ددوی په کتاب کښی ذکرشوی وو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>