إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۵ الجاثية
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸﴾ إِنَّهُمْ لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۹﴾ هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۲۰﴾ أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۲۱﴾
بیائی اوگرځولی ته په ښکاره لاری باندی ددین نو تابعداری کوه دهغی اوتابعداری مه کوه د خواهشاتو دهغه کسانو چه نه پوهیږی ﴿۱۸﴾
یقیناً دوی نشی لری کولی ستانه د (عذاب) د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز اویقیناً ظالمان بعضی دوی ملگری د بعضو دی او اللّه تعالٰی ملگری دمتقیانو دی ﴿۱۹﴾
دا قرآن دلیلونه درنړا دی زړونو دخلقو لره اوهدایت او رحمت دی هغه قوم لره چه یقین لری ﴿۲۰﴾
آیا گمان کوی هغه کسان چه دوی کوی بدکارئی داچه گرځوو مونږ دوی لره په شان دهغه کسانو چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی دسنت موافق چه برابروی ژوند ددوی او مرگ ددوی بده ده هغه فیصله چه دوی کوئ ﴿۲۱﴾
[۱۸] په دی آیت کښی دعویٰ دسورة ده اوهرکله چه مخکښی ذکرشو چه بنی اسرائیلو خپل دین دوجی د بغی او اد ختلاف نه برباد کړی دی او دعوامو مشرانو حال هم ذکرکړی شو چه هغوی افاک او اثیم وغیره دی نومعلومه شوه چه ددغه دواړو ډلو تابعداری کول نه دی جائز نوددی وجی نه تاته مستقل شریعت درکړی شوی دی (چه هغه قرآن او سنت دی) نوددی تابعداری کول فرض دی (شَرِيعَةٍ) شریعت په عام اصطلاح هغه لاری ته وئیلی کیږی چه فراخه، نیغه اسانه او مقصد ته رسوؤنکی وی اوپه اصطلاح دشرع کښی هغه احکام اوامر نواهی حدود فرائض وغیرها ته وئیلی شی چه اللّه تعالٰی بندگانوته د رسول په واسطه رالیږلی وی او لفظ د جَعَلْنَاكَ، کښی یو فائده داده چه شریعت په وحی سره ثابتیږی - دوهمه فائده دا چه د نبی ﷺ دنبوت ژوند ټول شریعت دی -
[۱۹] دا علت د لاتتبع اهواء اه دی (لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ) ددی دوه مطلبه دی یوداچه که ددوی تابعدری کوئ نودهغی په وجه سره د عذاب د اللّه تعالٰی نه په دنیا او آخرت کښی نشی بچ کیدلی - دوهم داچه ددوی تابعداری د حق د ثابتولو په باره کښی تاته هیڅ فائده نشی درکولی یعنی ددوی اهواء دلیل داثبات دحق نشی کیدلی (بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ) مراد د ولایت نه تابعداری دکشرانوده مشرانولره او مشابهت دی دیوبل سره په شرک او خرافاتوکښی اودیوبل سره په باطل کښی مدد کول -
[۲۰] دا ترغیب دی قرآن ته اوعلت دی د فاتبها دپاره یعنی دشریعت تابعداری ددی وجی نه واجب ده چه په هغی کښی دا دری اوصاف عالیه دی - بصائر، هدیٰ، رحمت، اول کښی قرآنی دلیلونو ته اشاره ده په دوهم کښی دقرآن دعاوی او مقاصدو ته اشاره ده اوپه دریم کښی ددی فائدی او ثمری ته اشاره ده -
[۲۱] په دی آیت کښی زجراو رد دی په منکرینو دشریعت باندی او وائي چه شریعت او غیرشریعت یو شی دی (الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ) یعنی شرک او کفربدعات او نورگناهونه کوی اود شریعت خلاف کوی - حاصل دادی چه کافران دا گمان کوی چه زمونږ او دمؤمنانو په ژوند او مرگ کښی هیڅ فرق نیشته نودا گمان ئی غلط دی بلکه ژوند مؤمنانو په طاعت د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ باندی دی او ژوند د مشرکانو په معصیت او گناهونو کښی دی د مؤمنانو په زړونو کښی اطمینان او تسلی ده او کافران همیشه پریشان دی او مرگ دمؤمنانو په بشارت سره دی ملائک ورله زیری ورکوی او مرگ دکافرانو په ذلت او په رسوائی او په سختئ سره دی -