إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۶ الجاثية

وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۲۲﴾ أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَنْ يَهْدِيهِ مِنْ بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۲۳﴾ وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۲۴﴾

او پیدا کړی دی اللّه تعالٰی آسمانونه او ځمکه دحق دپاره او دی دپاره چه جزا ورکړی شی هریو تن ته دهغه عمل چه کړی وی او په دوی باندی به ظلم نشی کیدی ﴿۲۲﴾
آیا پوهه ئی ته په حال دهغه چاچه جوړکړی دی معبود خپل خواهش لره او بی لاری کړی دی ده لره اللّه تعالٰی په علم باندی او مهروهلی دی په غوږ دده او زړه دده اواچولی دی په سترگو دهغه باندی پردی نو څوک به هدایت ورکړی ده ته روستو د بی لاری کولو د اللّه تعالٰی نه آیا نو نصیحت نه اخلی دوی ﴿۲۳﴾
اودوی وائی نه دی دا ژوند مگر ژوند زمونږ نزدی مړه کیږو او ژوندی کیږو اونه مړه کوی مونږ لره مگرزمانه اونیشته دوی لره په دی باندی هیڅ دلیل دوی نه دی مگر گمانونه کوی ﴿۲۴﴾

[۲۲] ددی آیت نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی نور آیات عقلیه ذکرکوی او زجر دی په اتباع د هویٰ اوپه انکار دقیامت سره - بیا بشارت دی تابعدارانود شریعت ته اوتخویف دی تابعدارانو دهویٰ ته - په دی (۲۲) کښی دلیل عقلی دی او دارنگ رد دی په مخکښی گمان دکافرانو باندی چه مساوات دی د حال - حاصل د رد دادی یعنی ایجاد ددی عالم دلالت کوی په عدل او انصاف باندی او هغه فرق کول دی په جزاء دفریقینو کښی
[۲۳] دا زجردی او رد دی په مخکښی گمان د کافرانو باندی چه دکافرانو حال څه رنگ دمؤمنانو سره برابر کیدی شی او حال داچه دوی د هویٰ نه الٰه جوړ کړی دی او مهرزده گمراهان دی (إِلَهَهُ هَوَاهُ) په دی کښی دوه توجیه دی اوله داده الٰه ئی دخپل خواهش په تقاضا جوړ کړی دی دچه خواهش دی چه بت الٰه دی او دچا خواهش دی چه قبر الٰه دی او دچا پیر الٰه دی اودچا شیخ الٰه دی وغیره او دلیل ورسره نیشته او حال داچه الٰه صرف اللّه تعالٰی دی چه ده هغه په الوهیت باندی ښکاره آیات او دلیلونه شته دی - دوهمه توجیه داده چه دهویٰ (خواهش دنفس) داسی تابعداری کوی لکه د الٰه چه تابعداری کیږی یعنی په خپل خواهش باندی حلال او حرام جوړوی جائزاو ناجائز جوړوی اوپه هغه پسی روان وی -
[۲۴] دا زجر دی په انکار دقیامت سره (وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ) دا رد دی په عقیده د بعضی عرب جاهلانو چه دهغوی عقیده دا وه چه حوادث، تکالیف او مرگ ددی فاعل دهر دی اوددی وجی نه دوی به دمصیبت په وخت کښی دهرته ناکاره الفاظ وئیل (یاخبیثه الدهر) او حدیث صحیح کښی وارد دی چه، لاتسبوالدهر (نسبت د مصیبتونو راوستلو دهر ته مه کوئ) فان اللّه هوالدهر، او قرطبی وئیلی دی چه صحیح داده چه دهر د اللّه تعالٰی نوم نه دی بلکه په دی حدیث کښی معنیٰ وصفی مراد ده یعنی الفاعل والمتصرف - ددی نه معلومه شوه چه څوک د بعضی حوداثو نسبت زمانی ته کوی یا د ټولو حوادثو نو دا ټول کافردی اودوی ته دهریان هم وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>