إِلَيْهِ يُرَدُّ ۱۲۱۷ الجاثية

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۵﴾ قُلِ اللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ ﴿۲۷﴾ وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ هَذَا كِتَابُنَا يَنْطِقُ عَلَيْكُمْ بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۹﴾

اوکله چه لوستلی کیږی په دوی باندی آیاتونه ځمونږ ښکاره نه وی دلیل ددوی مگرداچه وائي راولی مشران ځمونږ که ئی تاسو رشتینی ﴿۲۵﴾
ته اوایه اللّه تعالٰی تاسو ژوندی کوی بیابه مو مړه کوی بیابه جمع کوی تاسو ورځ دقیامت ته چه شک نیشته په هغی کښی لیکن ډیرخلق پوهه نه لری ﴿۲۶﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره ده بادشاهی د آسمانونو اود ځمکی اوپه هغه ورځ چه قائم شی قیامت نوپه دغه ورځ به تاوان ښکاره شی د باطل پرستو خلقو ﴿۲۷﴾
اوته وینی هرامت چه جمع کړی شوی هرامت به راوبللی شی کتاب خپل ته نن ورځ بدله درکیدی شی تاسوته دهغه عملونو چه تاسوکول ﴿۲۸﴾
داکتاب ځمونږ دی خبری به کوی په تاسو باندی په حق سره یقیناً‌ مونږ لیکل په ملائکوباندی هغه عملونه چه تاسو کول ﴿۲۹﴾

[۲۵] دا زجردی په انکار د آیاتونو د بعث بعد الموت سره او طلب د داسی دلیل دی چه هغه په حقیقت کښی دلیل نه دی -
[۲۶] دا جواب دی دهغوی دشبهی اواشاره ده چه کوم ذات چه ستاسو په اول حیات باندی قادر دی نوپه دوباره ژوند خو ضرور قادر دی -
[۲۷] دا هم دلیل عقلی دی د توحید او دبعث بعدالموت دپاره (وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ) ددی نه نوی مقصد شروع شو چه هغه تخویف اخروی دی (يَخْسَرُ) خسران په اصل کښی په دنیا کښی دی لیکن ښکاره کیدل ئی په آخرت کښی دی اووجه دخسران داده چه دوی خپل حیات اوعقل او صحت اوفراغ چه په شان د رأس المال وو خرچ کړی دی او ځان ئی ستړی کړی دی په دی ارادی سره چه مونږ ته گټه حاصله شی لیکن دقیامت په ورځ به دوی ته شرمندگی ذلت او عذابونه حاصل شی اودی ته نهایت خسران او تاوان وئیلی کیږی -
[۲۸] دا هم تخویف اخروی دی (جَاثِيَةً) یعنی په قیامت کښی به ټول خلق را جمع وی اوهرچاته به دهغوی عملنامه ورکیدلی شی اوبیا روستو، فاما الذین امنوا اه تفصیل دی - س
[۲۹] دا قول ملائکو یا د اللّه تعالٰی دی او يَنْطِقُ، یعنی هغه کتاب به په خپله شهادت ورکړی په دلیل حٰم سجده (۲۱) سره یاداچه دوی ئی اوگوری او ددوی عملونه په کښی لیکل شوی وی نوداسی شوه گویاکه هغه کتاب ناطق شو لکه سورة مؤمنون (۶۷) اوسورة کهف (۴۹) کښی نَسْتَنْسِخُ، په صیغه د استفعال سره ذکرشو یعنی اللّه تعالٰی امرکوؤ ملائکوته د لیکلو د عملنامی لکه سورة ق (۱۸) اوسورة انفطار (۱۱) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>