حم ۱۲۲۴ الأحقاف
وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۳﴾ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾
او مخکښی ددینه کتاب د موسیٰ علیه السلام (نازل کړی شوی دی) پیشوا اورحمت اودا کتاب دی تصدیق کوؤنکی دی ژبه عربی ده دپاره ددی چه ویره ورکړی ظالمانولره او زیری دپاره دښائسته عمل کوؤنکو ﴿۱۲﴾
یقیناً هغه کسان چه وائی دوی رب ځمونږ اللّه تعالٰی دی بیا پاخه دی ( په ایمان باندی) نو نیشته هیڅ ویره په دوی باندی او نه به دوی غمژن کیږی ﴿۱۳﴾
دغه کسان جنت والا دی همیشه به وی په هغی کښی بدله ورکیدی شی دهغه چه دوی عملونه کول ﴿۱۴﴾
[۱۲] دا دلیل نقلی او ترغیب دی قرآن ته (إِمَامًا) یعنی په هغی کښی داسی دلیلونه دتوحید او دصدق د آخری رسول وؤ چه اقتداء دهغی ضروری وه (وَرَحْمَةً) یعنی په هغی کښی داسی عقیده او مسائل او احکام وؤ چه هغه عین رحمت د اللّه تعالٰی وؤ او دارنگ په هغی باندی عمل کول سبب دخاص درحمت د اللّه تعالٰی وؤ -
[۱۴،۱۳] تردی آیت پوری ذکر دحالات دمنکرینووؤ اوهغوی ته زواجر او ځوابونه وؤ اوس ذکرکوی صفات د مؤمنانو اوهغوی ته بشارت دی -