حم ۱۲۲۵ الأحقاف

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۵﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۱۶﴾

اوپوخ حکم ورکړی دی مونږ انسان ته د موراو پلار سره د ښیگنړی کولو پورته کړی ده ده لره موردده په تکلیف سره او زیگولی دی ده لره په تکلیف سره اوپورته کول دده او دسینی نه پریکول دده دیرش میاشتی دی ترهغی پوری چه اورسی کلک والی ته او اورسی څلویښت کالوته نو وائي دی ای ربه ځما توفیق راکړی ماته چه شکراوکړم د نعمتونو ستا هغه چه تا پیرزو کړی دی په ماباندی اوپه مور او پلار ځما باندی او چه عمل اوکړم دسنت برابر چه ته ئی خوښ کړی او صلاحیت راکړی مالره په اولاد ځما کښی یقیناً ما توبه کړی ده تاته او یقیناً‌ زه دپوره حکمونو منونکو نه یم ﴿۱۵﴾
داسی خلق هغه دی چه قبلوؤ مونږ ددوی نه ډیرښائسته عملونه چه دوی کړی دی اوتیریدل کوؤ مونږ د گناهونو ددوی نه وی به دوی جنت والو کښی وعده درشتین والی هغه چه کیدی شوه وعده ددوی سره ﴿۱۶﴾

[۱۵] ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخردسورة پوری په دی کښی ذکر ددوه قسمه انسانانو دی اول قسم محسن د والدینو او اللّه تعالٰی ته توبه کوؤنکی او هغه ته بشارت دی او دوهم قسم نافرمان د والدینو او مکذب اوهغه ته تخویف اخروی - بیا تخویف اخروی په ذکر دواقعی د عادیانو دی او جواب د شبهی د مشرکانو چه الِهه ددوی مدد نشی کولی - بیاد دلیل نقلی دجن نه دپاره د تشجیع په دعوة الی القرآن او صدق رسول اواثبات دقیامت او اختتام په تشجیع سره په صبرکولو اوتخویف منکرینوته - ربط هرکله چه تیرشوی آیتونو کښی دوه قسمه انسانان ذکرشول چه د نبی ﷺ او قرآن په باره کښی څوک تکذیب دهغه کوی او څوک ئی تصدیق کوی نواوس ذکرکوی د دواړه قسمونه په باره د والدینو کښی اوپه دی کښی تسلی ده نبی ﷺ ته چه هرکله موراوپلار دانسان دپاره ظاهری قریبی احسان کوؤنکی دی لیکن بعضی اولاد ئی اطاعت کوی اوبعضی ئی نافرمانی کوی نودارنگ د نبی ﷺ په باره کښی هم دوه قسمه انسانان دی - په دی (۱۵) کښی ذکر داول قسم دی (إِحْسَانًا) نیکی کول د والدینو سره عام دی او مطلق دی او اطاعت دهغوی مقید دی په عدم معصیت پوری اواحسان په قول او عمل اوخدمت اوخرچ کول په هغوی باندی په وخت دحاجت دهغوی کښی او امربالمعروف او نهی عن المنکر په نرمه لهجه سره دی ټولو ته احسان شامل دی (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا) هرکله چه دپلار داحسان اقرار (اکثر) مجبوراً‌ کیدی شی ددی وجی نه چه دهغه ویره کیدی شی لیکن مور کمزوری وی نوددی وجی نه انسانانوته دمور تکالیف په تربیت کولو کښی دری قسمونه ذکرکوی یوحمل، دوهم وضع دحمل، دریم سینه ورکول اوبیا دسینی نه پری کول اودهغی موده ئی ذکرکړی ده دوه نیم کاله نومعلومه شوه چه دمورحق په نسبت د پلارسره ډیردی - روایت دابن عباس رضی اللّه عنهما چه قرطبی او ابن کثیروغیره راوړی دی دهغی مقصد دادی چه دا دیرش میاشتی تقسیم دی په دواړه حالتونوباندی یعنی کله چه په حمل باندی نهه میاشتی تیری شی نورضاعت به یوویشت میاشتی وی اوکه حمل شپږ میاشتی وی نورضاعت به دوه کاله وی علی هذا القیاس - نوهرکله چه رضاعت ددوه کالونه زیاتی کول منع دی په دلیل دسورة بقره (۲۳۳) سره نومعلومه شوه چه دحمل دپیدائش کمه موده شپږ میاشتی دی ددی نه کم نشی کیدلی (وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً) اشاره ده چه عقل د انسان پوره کیږی په وخت دڅلویښت کاله کښی نوکه ددی نه وړاندی د هلکوالئ یاد ځوانئ په سبب چه غلط کارونه ئی کړی وی لیکن کله چه څلویښت کالوته اورسیږی نواسباب دگناهونو ئی کمزوری شول او عقل ئی پوره شو اوس خو ضروری توبه اوباسی اوشکرگذارئ ته ملااوتړی اوداهم خوش قسمتی دانسان ده - (أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ) نظم الدر کښی لیکلی دی چه لوی شکردنعمت الٰهی توحید فی العبادات دی (وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ) تَرْضَاهُ تفسیردصالح دی یعنی چه موافق وی دکتاب اوسنت سره یا تَرْضَاهُ، په معنیٰ دقبولیت دی - یعنی عمل اگرچه صالح وی لیکن قبلول په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی (وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي) صلاحیت د اولاد اشاره ده بقاء او اجراء دتوحید او د عمل صالح ته په اولاد دده کښی اوصلاحیت داولاد هم فائده ده دپاره د والدینو اوهرکله چه دلته اجراء دصلاحیت مراد ده ددوی وجی نه متعدی کړو په فِیْ سره -
[۱۶] دا بشارت دی دپاره ددی قسم کسانو اولفظ د أُولَئِكَ، دلیل دی چه دغه آیت مخکنی خاص په یوشخص پوری نه دی لکه بعضی مفسرینو سبب نزول کښی نبی ﷺ ذکرکړی دی اوبعضو ابوبکررضی اللّه عنه (أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا) مراد ددی نه ټول حسنات دی نواحسن په معنیٰ دهغه څیزدی چه په هغی کښی صفت دحسن وی یااحسن مقابل دحسن دی اوحسن مباح ته وئیلی کیږی چه نه په هغی کښی ثواب وی اونه عذاب -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>