حم ۱۲۲۶ الأحقاف

وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۷﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ ﴿۱۸﴾ وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۹﴾

اوهغه څوک چه اوئیل ئی موراوپلار خپل ته افسوس دی په تاسو دواړو آیا ویره وئ تاسو مالره چه زه به بیا را اویستلی شم (دځمکی نه) اوحال داچه تیرشوی دی ډیری پیړئ ځمانه مخکښی اودی دواړو فریاد کوؤ اللّه تعالٰی ته (دځوی په باره کښی) تباه به شی ایمان راوړه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی رشتیاده نو وائي نه دی دامگر نقل شوی (دروغ) قصی د زړو خلقو دی ﴿۱۷﴾
داسی کسان هغه دی چه پوره شوی ده په دوی باندی فیصله دعذاب (داخلیږی) به په هغه ډلوکښی چه تیرشوی دی ددوی نه مخکښی دپیریانو او انسانانونه یقیناً دوی د تاوان کارونه کول ﴿۱۸﴾
اودهرچا دپاره درجی دی دوجی د عملونو ددوی نه او چه پوره ورکړی اللّه تعالٰی دوی ته جزا دعملونو ددوی اوپه دوی باندی هیڅ ظلم نشی کیدی ﴿۱۹﴾

[۱۷] دا ذکر د دوهم قسم دی نافرمان موراو پلار په مسئله دبعث بعدالموت کښی یعنی صرف دنافرمان ذکرکول مقصد نه دی اگرچه داهم گناه دی بلکه هغه نافرمان د والدینو مراد دی چه په اسلامی عقیده کښی دموراوپلار مخالفت کوی اودا درجه دکفرده (وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي) دا دلیل دی د منکردبعث چه مخکښی ډیرخلق تیرشوی دی اواوسه پوری یوهم دوباره نه دی پیداشوی اوحال داچه دا دلیل ئی باطل دی ځکه مدعا خودا نه ده چه اوس په دنیاکښی خلق دوباره ژوندی کیږی بلکه دوباره ژوند به ددی دنیا دفنا نه روستووی (فَيَقُولُ مَا هَذَا) دا دوهمه طریقه دانکار د منکرده یعنی مخکښی خلقو کښی هم داخبره دقیامت ذکرشوی ده لیکن دروغ قصی دی -
[۱۸] دا تخویف اخروی دی ددوهم قسم دپاره (أُولَئِكَ) دا دلیل دی چه دا آیت د مخکنی عام دی خاص نه دی په عبدلرحمٰن بن ابی بکریا عبداللّه بن اُبئ پوری لکه چه مفسرینو په سبب دنزول کښی هغوی ذکرکړی دی او بیضاوی او بقاعی رد کړی دی په هغه مفسرینوباندی چه چا سبب دنزول عبدلرحمٰن بن ابی بکر گرځولی دی (أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ) په دی کښی ددی متبوعینو پیرانو او ملایان گمراهانو ته اشاره ده -
[۱۹] داد فریقینو سره تعلق لری په طریقه ددفع کولو دوهم سره - وهم داوؤ چه ددوی دواړو فریقو په مینځ کښی دفرق وجه څه ده؟ حاصل جواب دادی چه سبب دفرق عملونه ددوی دی یعنی عملونه مختلف دی نوددی په سبب درجات او جزا مختلفه ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>