حم ۱۲۲۷ الأحقاف
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ ﴿۲۰﴾ وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۲۱﴾ قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۲۲﴾
اوپه کومه ورځ چه پیش به کړی شی کافران په اورباندی (اوبه وئیلی شی) وړی دی تاسو خپلی مزی په ژوند دنیوی ستاسو کښی اوفائدی هم اخستلی دی په هغی سره نونن به بدله درکیدلی شی تاسو له عذاب دذلت (سپک والی) په دی وجی سره چه تاسو لوئي کوله په ملک کښی په ناحقه سره اوپه دی وجه سره چه تاسو حکمونه د اللّه تعالٰی نه منل ﴿۲۰﴾
او یاد کړه (دوی ته) ورور د عادیانو کله چه ویره ئی ورکوله قوم خپل ته په احقاف ځای کښی او حال داچه تیرشوی وؤ ویره ورکوؤنکی مخکښی دده نه او روستو دده نه (په دی خبره) چه بندگی مه کوئ ده هیچ چا سیوا د اللّه تعالٰی نه یقیناً ویریږم زه په تاسو باندی دعذاب دورځی لوئ نه ﴿۲۱﴾
دوی اوئیل آیا ته راغلی ئی مونږ ته ددی دپاره چه واوړی مونږه د بندگئ دمبعودانو ځمونږ نه نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چه ویروی ته مونږه که چیری ته ئی د رشتینو نه ﴿۲۲﴾
[۲۰] دا تخویف اخروی دی اول سبب محرومیدل د طیباتو نه په آخرت کښی ذکرکوی اوهرکله چه ټول طیبات روک شی نو نتیجه ئی ذلت او سپکوالی وی ددی وجی نه (أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ) مراد دطیبات نه مزیدار خوراک خښاک پوشاک دی چه زړه ئی غواړی نو حاصلوی یامراد ددی نه ځوانی اوقوتونه خرچ کول دی په مزو حاصلولو ددنیا کښی او دآخرت دپاره هیڅ محنت نه دی کړی دوهم قول د ضحاک نه نقل دی او اکثرمفسرینو اول قول راوړی دی اوپه هغی کښی د عمررضی اللّه عنه ډیر روایات نقل کړی شوی دی -
فائده: دا آیت اگرچه صراحةً په باره د کافرانو کښی وارد دی خوبیا هم صحابه کرامو ددی نه خوف کوؤ دوجی دډیر تقویٰ نه نوکوم آیاتونه چه عام وی نومؤمنانو لره دهغی په باره کښی ضرور ویره په کار ده دا بهانه دی نه کوی چه دا ځمونږ په باره کښی نه دی نازل شوی (بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ) استکبار په عقیده کښی دی په ارتکاب دکفر اوشرک سره اوفسق په عملونو کښی دی -
[۲۱] دا دلیل نقلی دی دپاره د تسلئ ورکولو نبی ﷺ ته لکه چه وصینا الانسان آه، کښی هم تسلی وه او داسی دا د تخویف دنیوی یومثال دی مشرکینو مکذبینو ته دپاره دعبرت اخستلو - او تخصیص د عادیانو په ذکرسره ددی وجی دی چه ددوی بدنونه هم قوی وؤ بادشاهی ئی هم وسیع ده سرکشی ئی هم ډیره وه - او آبادی ئی هم پخی وی لیکن سره ددی دومره قوت نه هغوی د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ نه شول نودا مشرکین مکه او نورکافران به څه رنگ بچ شی (بِالْأَحْقَافِ) جمع د حقف ده د شگو ډیرئ ته وئیلی کیږی چه اوږده او غټه وی لیکن غرترینه نه وی جوړ شوی اودا یو علاقه ده د عمان نه تر مهره پوری -
[۲۲] په دی کښی انکار دهغوی ذکرکړی دی یعنی په دی مسئلی سره ته مونږ لره ځمونږ د الِهو د تعظیم او دبندگئ نه اړوی -