حم ۱۲۲۸ الأحقاف

قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿۲۳﴾ فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۴﴾ تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ ﴿۲۵﴾ وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِنْ مَكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۲۶﴾

ده اوئیل یقیناً‌ علم (دعذاب) د اللّه تعالٰی سره دی او رسوم تاسو ته هغه پیغام چه رالیږلی شوی یم په هغی سره اولیکن زه وینم تاسولره داسی قوم چه ناپوهی کوئ ﴿۲۳﴾
پس هرکله چه دوی اولیدله پلنه وریځ چه مخامخ راتلله ددوی میدانونو ته دوی اوئیل د اپلنه وریځ ده چه باران به اوروی په مونږ باندی (اوئیلی شو) بلکه دا هغه څیزدی چه تاسو په تلوار غوښتلو دا سیلئ ده په دی کښی عذاب دردناک دی ﴿۲۴﴾
هلاکوی هرڅیز لره په حکم درب ددی نوصبا کړو دوی په داسی حال کښی چه نه ښکاریدل سیوا دکورونو ددوی نه دغسی بدله ورکوؤ مونږ قوم مجرمانوته ﴿۲۵﴾
او یقیناً طاقت ورکړو مونږ دوی ته په هغه څیزونو کښی چه نه دی درکړی مونږ تاسوته طاقت په هغی کښی او ورکړی مو وو دوی لره غوږونه او سترگی او زړونه نو وانه ړوؤ ددوی نه غوږونو ددوی اونه سترگو ددوی اونه زړونو ددوی هیڅ حصه (دعذاب نه) ځکه چه دوی انکار کوؤ د آیاتونو د اللّه تعالٰی نه او راگیرکړو دوی لره هغه څیز چه دوی ورپوری ټوقی کولی ﴿۲۶﴾

[۲۳] (قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ) دا جواب دی دهغوی ددی قول فَأْتِنَا، اودا جواب دی په ترقئ سره یعنی عذاب راوستل خو لری خبره ده بلکه ماسره دهغی علم هم نیشته چه کله به وی او څه رنگ به وی اوپه دی کښی مقصد اظهار دشان درسول دی چه هغه غیب دان نه وی بلکه دهغه صفت دادی (وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ) چه مسئله دتوحید او تخویف بالعذاب دی (تَجْهَلُونَ) شرک کول، عذاب په تادئ سره غوښتل، عذاب په اختیار یا په علم د پیغمبر کښی گنړل دا ټول دجهل کارونه دی -
[۲۵،۲۴] دا ذکر دعذاب دهغوی دی په تفصیل سره (قَالُوا هَذَا) مفسرینو لیکلی دی چه د دوی باران څه موده بند شوی وؤ نوهرکله چه دوی وریځه اولیدله نودوی دخپل عقل موافق په هغی باندی خوشحالی ښکاره کړه چه اوس به باران اوشی یعنی د خپلو بد اعمالو سزا هیڅ خیال ئی هم اونه کړو (بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ) دا قول د اللّه تعالٰی دی په واسطه د هود علیه السلام سره یا داپه زبان حال سره دی - او استعجال ددوی په دی لفظ سره تیرشو فاتنا بما تعدنا (بِأَمْرِ رَبِّهَا) اشاره ده چه اسباب تاثیرنشی کولی بغیر د امر د اللّه تعالٰی نه (كَذَلِكَ) دا تخویف دی روستو مجرمانو ته -
[۲۶] په دی کښی خطاب دی موجوده مجرمانو ته او ذکرکوی دعادیانو دوه قوتونه اویوسبب عذاب او اشاره ده چه په هیڅ قوت ددوی سره عذاب نه شو دفع کیدلی یو قوت تمکین دی مراد ددی نه پاخه مکانونه غټ بدنونه ډیرمالونه دی - او دوهم قوة (وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا) په دی کښی اشاره ده قوت باطنیه ته لکه فهم، ادراک او هوښیاری په دنیوی کارونو کښی اودارنگ دا اسباب وؤ د حق دمعلومولو دپاره (فَمَا أَغْنَى) یعنی هرکله چه دا حواس دوی دحق دپاره استعمال نه کړل بلکه صرف ددنیاوی علومو او تجربو دپاره ئی استعمال کړل نوپه هغی سره عذاب د اللّه تعالٰی دفع نه شو - اوهرکله چه علمی قوت د مالی قوت نه مضبوط‌ دی اوپه علمی قوت سره دوی ته فائده اونه رسیدله نوپه مالی قوت سره خوپه طریقه اولٰی عذاب نشی دفع کیدلی ددی وجی نه عدم افاده د سمع او بصروغیره کښی ذکرکړه اوعدم افاده د تمکین ئی ذکرنه کړه دهغی ذکرئی مقایسةً پریخود - او سبب دعذاب ئی ذکرکړی دی په (إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ) سره نومعلومه شوه چه د اسباب الٰهیه په مقابل کښی هیڅ طاقت فائده نشی ورکولی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>