حم ۱۲۳۴ محمَّد
وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ﴿۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿۷﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۸﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ﴿۹﴾ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا ﴿۱۰﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ ﴿۱۱﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ ﴿۱۲﴾
او داخلوئ دوی لره جنت ته تعریف ئی کړی دی دهغه جنت دوی لره ﴿۶﴾
ای ایمان والو که مدد اوکړئ د اللّه تعالٰی نومدد به اوکړی ستاسو اوپاخه به کړی قدمونه ستاسو ﴿۷﴾
اوهرچه کافران دی نو تباهی ده دوی لره اوبرباد کړی دی عملونه ددوی ﴿۸﴾
دا ددی وجی نه چه یقیناً دوی بدگنړی هغه چه نازل کړی دی اللّه نوبی فائدی کړی دی عملونه ددوی ﴿۹﴾
آیا دوی نه گرځی په ملک کښی نوچه اوگوری چه څه رنگ وؤ آخری انجام دهغه خلقو چه ددوی نه مخکښی تیرشوی دی تباهی راوستله اللّه تعالٰی په هغوی باندی او کافرانو لره ددی په شان عذابونه دی ﴿۱۰﴾
دا ددی وجی نه چه یقیناً اللّه تعالٰی مددگار (دوست) د مؤمنانو دی اویقیناً کافران چه دی نیشته مددگار دهغوی ﴿۱۱﴾
یقیناً اللّه تعالٰی به داخلوی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه ئی کړی دی دسنت برابر جنتونوته چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی او کافران خو مزی اخلی (ددنیا) اوخوراک کوی لکه چه خوراک کوی څاروی او اور ځای ددیره کیدلو ددوی دی ﴿۱۲﴾
[۷] روستو دامر دقتال نه سره دذکر دحالاتو د فریقینو نه تشجیع ورکوی په جهاد فی سبیل اللّه باندی اودوه حالتونه دمؤمنانو ذکرکوی دا حالتونه دوه وعدی دی د اللّه تعالٰی دطرف نه په شرط دجهاد کولوسره - (إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ) نصرت په اصل کښی ډله کښی داخلیدل او ډله کولو ته وئیلی کیږی اوهغی ته همکاری هم وئیلی شی یعنی اللّه تعالٰی دین رالیږلی دی او نبی ﷺ ئی رالیږلی دی اودین چلوی دا کار د اللّه تعالٰی دی نوپه دی کښی (دین چلولوکښی) ملگرتیا کولوته نصرت وئیلی کیږی -
[۸] دا یوقسم نصرت الٰهیه دی د مؤمنانوسره او دکافرانو دوه حالتونه ذکرکوی د تخویف دپاره - (وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ) مراد د اعمالونه ددوی کیدونه او مکرونه دی په مخالفت د ایمان والو کښی -
[۹] په دی کښی دوه حالات د کافرانو ذکرکوی (فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ) ددی نه مراد عملونه د کفراوشرک اونورقبائح فواحش دی - دا آیت دلیل دی چه بدگنړل او نفرت کول د قرآن او سنت او دهغی د احکامونه سبب ښکاره دی دپاره دهلاکت او دذلت او دبی کاره کیدلو دعملونو اوددی به پیداکیږی بدکاری فحاشی اونوربد اعمال هم -
[۱۰] دا تخویف دنیوی دی او دکافرانو یوحال ذکرکوی او مثال دتعس (هلاکت) ذکرکوی په سبب دکراهیت دما انزاللّه سره (أَمْثَالُهَا) هَا ضمیرعاقبت ته راجع دی یعنی په تیرشوی اقوام مکذبه باندی چه کوم عذابونه راغلی وؤ نودهغی په شان په روستنو باندی هم راځی -
[۱۱] دا سبب د ماقبل دی اود مؤمنانو یوحال او دکافرانو یوحال ذکرکوی (مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا) دقشیری نه نقل دی چه دا آیت کریمه د ډیر امید (دخوشحالئ) آیت دی ځکه چه اللّه تعالٰی خپل ولایت په عبادت کوؤنکو، وظیفو او ذکرکوؤنکو اوریاضت کوؤنکو پوری نه دی خاص کړی بلکه صرف مؤمنان ئی ذکرکړی دی اوددی آیت موافق اعلان د رسول اللّٰه ﷺ په احد کښی کړی وؤ، لنا المولٰی ولا مولٰی لکم، په جواب دقول د کافرانو کښی، لنا العزیٰ لا عزیٰ لکم - دا سبب د ماقبل دی اود مؤمنانو یوحال او دکافرانو یوحال ذکرکوی (مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا) دقشیری نه نقل دی چه دا آیت کریمه د ډیر امید (دخوشحالئ) آیت دی ځکه چه اللّه تعالٰی خپل ولایت په عبادت کوؤنکو، وظیفو او ذکرکوؤنکو اوریاضت کوؤنکو پوری نه دی خاص کړی بلکه صرف مؤمنان ئی ذکرکړی دی اوددی آیت موافق اعلان د رسول اللّٰه ﷺ په احد کښی کړی وؤ، لنا المولٰی ولا مولٰی لکم، په جواب دقول د کافرانو کښی، لنا العزیٰ لا عزیٰ لکم -
[۱۲] روستو د ذکر دحالاتو دفریقینو نه بشارت ذکرکوی یو فریق ته او تخویف دوهم فریق لره او دمؤمنانو یوحال او د کافرانو دری حالتونه ئی ذکرکړی دی (كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ) تشبیه په ډیرو څیزونو کښی ده په تلذذکښی، په فرق نه کولو دحرامو او حلالو کښی، په اول کښی بسم اللّه نه وئیل اوپه آخرکښی حمد او شکرنه کول، خوراک مقصد گنړل اودارنگ په ولاړه باندی خوړل -