حم ۱۲۳۵ محمَّد
وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِنْ قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ﴿۱۳﴾ أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ ﴿۱۴﴾ مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴿۱۵﴾
او ډیر کلی دی چه هغه مضبوط دی په قوت کښی ستا دکلی نه هغه چه ویستلی ئی ته هلاک کړی دی مونږ هغوی نو نه وؤ مددگار دوی لره ﴿۱۳﴾
آیا څوک چه دی په ښکاره دلیل باندی درب دطرف نه دی په شان دهغه چادی چه ډولی کړی شوی وی ده لره بد عمل دده اوتابعداری کړی وی د خواهشاتو خپلو ﴿۱۴﴾
صفت دهغه جنت چه وعده ئی کړی شوی ده دمتقیانو سره (دادی) په هغی کښی ولی دی د اوبونه چه نه به گنده کیږی او ولی دپیونه چه نه بدلیږی خوند دهغی اوولی دی دشرابو چه مزه ورکوی څکؤنکولره او ولی دی د گبین چه صفا کړی شوی دی اودوی لره په هغی کښی د هرقسم میوه جاتو نه دی او بخشش دی ددوی درب دطرف نه (آیا داسی کس) په شان دهغه چا دی چه همیشه وی په اورکښی او اوڅکلوی کیږی په دوی باندی اوبه خوټکیدلی نو ټوټی ټوټی به کړی کولمی ددوی ﴿۱۵﴾
[۱۳] دا تسلی ده نبی ﷺ او تخویف دنیوی دی منکرینو ته -
[۱۴] په دی کښی تسلئ او د تخویف (چه مخکښی ذکرشول) اسباب ذکرکوی اوتقابل دفریقینودی چه دمؤمنانو یو حال ذکرکوی او دکافران دوه حالات ذکرکوی (عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ) اشاره ده چه مؤمنان دتقلید مذموم (تقلید جامد) نه بچ وی بلکه په دلیل پسی روان وی (كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ) یعنی شرک او بدعات ورته ثواب معلومیږی (وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ) یعنی دعمل کولو دپاره دلیل دوحی نه لری اوخواهش (هویٰ) خو دلیل نه دی -
[۱۵] آیت نه مخکښی بشارت په جنت سره ذکروؤ اوس دهغی تفصیل بیانوی اوتقابل دی دفریقینو په جزاء کښی (فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ) دا صرف تفصیل د انواعو دمشروباتو ذکرکوی هرکله اول چه په مشرباتو کښی محبوب اوبه دی نوهغه ئی اول ذکرکړی دی (غَيْرِ آسِنٍ) په خلاف د اوبو ددنیا چه خوند کښی کله د اصل نه بدل وی او کله په عارض سره بدل شی لکه چه په یوځای ډیری اساری شی یا لهه په کښی پیدا شی (وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ) داوبونه روستو زیات نزدی هر طبیعت ته پئ (شوده) څکل دی نودوهم ذکرئی دپیو اوکړو (لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ) په خلاف دپیو ددنیا چه کله د غولانزی را اووځی او خوند ئی خراب وی یاډیروخت پری تیرشی نوخراب شی (وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ) هرکله چه عام طبیعتونه دمیوؤ او غلو نه ویستلی شوی وی رس غواړی چه دهغی نه صورت د خمر (شرابو) جوړیږی نودریم ذکرئی دهغی اوکړو (لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ) یعنی دهغی رنگ یاخوند یاعاقبت به داسی نه وی چه څکوونکی دهغی نه نفرت اوکړی اوپه هغی کښی به داسی لذت پروت وی په خلاف دخمر ددنیا نه چه دهغی خوند او رنگ اوعاقبت هم کریه وی لیکن په خارجی نورو څیزونو سره ئی په کښی عارضی لذت پیدا کړی وی (وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ) هرکله چه عام طبیعتونه د مشروباتو خوږوالی غواړی اودعام خوږو څیزونو خوږوالی عارضی دی ددی وجی اکثراوقاتوکښی هغه مضرهم کیدی شی او دعسل (گبین) خوږوالی اصلی ذاتی دی اوهغه شفاء او علاج دی بله داچه عسل دمختلفو بوټو او او گلونو نه را ویستلی رس وی نومناسبت ئی خمرو سره شته دی (وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ) مخکښی ذکرشو مشروبات او دا اجمالی ذکردی د مطعوماتو (وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ) اشاره ده چه په دنیا کښی کله میزبان (کوربه) په زړه کښی د میلمنو نه خفه وی لیکن په جنت کښی اللّه تعالٰی به دټولونه رضا وی اوددوی وجی نه گناهونه ئی ورته بخلی دی (وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا) دا په مقابله دمشروباتو دجنت کښی دی دا داسی اوبه دی چه مخونه ئی نزدی کړی نومخ به ئی پری رویت پریت شی اود مخ څرمن به په هغی لوښي د اوبو کښی پریوځی لکه سورة کهف (۲۹) کښی تیرشوی دی بیا به ورله دننه کولمی ټکړی ټکړی کړی اوپه حدیث کښی وارد دی چه دا ټکړی به ددوی لاندی نه اوځی (اللهم اجرنا من النار) -