حم ۱۲۳۶ محمَّد
وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ ﴿۱۶﴾ وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْوَاهُمْ ﴿۱۷﴾
اوبعضی خلق داسی دی چه غوږ کیدی تاته (په جاسوسئ سره) تردی پوری چه هرکله اوځی ستا دخوانه وائي هغه کسانوته چه علم ورکړی شوی دی ده څه اوئیل اوس دا هغه خلق دی چه مهروهلی دی اللّه تعالٰی په زړونو ددوی باندی او تابعداری کوی دوی دخواهشاتو خپلو ﴿۱۶﴾
اوهغه کسان چه هدایت والا دی زیاتی کوی اللّه تعالٰی دوی لره هدایت او ورکوی دوی ته (توفیق) د تقویٰ ﴿۱۷﴾
نوانتظار نه کوی دا منکرین مگر دقیامت چه رابه شی دوی ته ناڅاپه نویقیناً راغلی دی نخښی دهغی نو دکوم ځای نه به دوی لره کله چه قیامت راشی نصیحت اخستل ددوی ﴿۱۸﴾
[۱۶] دا تقسیم د کافرانو ته اشاره ده چه بعضی په کښی داسی عمل کوی اودا عمل دمنافق دی (مَاذَا قَالَ آنِفًا) یعنی ددوی توجه نه وی کلام د اللّه تعالٰی او درسول نه په غفلت کښی وی نوپوهه نه لری اومراد ددی نه هغه کلام دی چه دوی واوریدلو یامراد ددی نه هغه کلام دی چه ددوی د راوتلو نه روستو وؤ دوی دهغی تپوس کوی په دی خیال باندی چه ځمونږ په غیب کښی ئی څه وئیلی دی - یاداچه غفلت کښی نه وی لیکن په طریقه داستهزاء اود نفرت سره وائي - وائي چه دی نبی دا څه بی فائدی خبری اوکړی -
[۱۷] داپه مقابله د مخکښی کښی د مؤمنانو دوه صفات ذکرکوی (زَادَهُمْ) ایمان والا چه قرآن آوری نو اللّه تعالٰی دوی لره په سبب دهغی سره ایمان زیاتوی -
[۱۸] په دی کښی تخویف اخروی دی او ذکر دیو حال دکافرانودی (بَغْتَةً) هغه حال دی چه تاریخ معین ئی معلوم نه وی نو انسان ورته تیاری نه وی کړی - او ناساپه راشی اگرچه نښی ئی معلومی وی (فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا) شرط نښی د زخم ته وئیل کیږی کله چه جوړ شی دلته مراد دهغی نه دقیامت واړه علامات دی چه اول په هغی کښی نبی ﷺ بعثت دی لکه چه صحیح حدیث کښی وارد دی - (بُعِثْتُ أَنَا وَالسَّاعَة كَهَاتَيْن) -