حم ۱۲۳۷ محمَّد
فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَنْ تَأْتِيَهُمْ بَغْتَةً فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ ﴿۱۸﴾ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ ﴿۱۹﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ ﴿۲۰﴾
نوانتظار نه کوی دا منکرین مگر دقیامت چه رابه شی دوی ته ناڅاپه نویقیناً راغلی دی نخښی دهغی نو نو دکوم ځای نه به دوی لره کله چه قیامت راشی نصیحت اخستل ددوی ﴿۱۸﴾
پس پوهه شه چه یقیناً نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه او بخنه غواړه دپاره دبوج خپل او دپاره دمؤمنانو سړو اود زنانو مؤمنو دپاره، او اللّه تعالٰی پیژنی ستاسو د گرځیدلو او د دیره کیدلو ځایونه ﴿۱۹﴾
اووائی هغه خلق چه دعوی د ایمان کوی ولی نشی نازلیدلی یو سورت نوکوم وخت چه نازل کړی شی سورت پوخ مضمون والا او ذکرکړی شی په هغی کښی حکم دقتال وینی ته هغه کسان چه په زړونو دهغوی کښی مرض دی گوری تاته په شان دنظرکولو دهغه چاچه بیهوشی ورباندی راغلی وی د مرگ دوجی نه نو تباهی ده دوی لره ﴿۲۰﴾
[۱۸] په دی کښی تخویف اخروی دی او ذکر دیو حال دکافرانودی (بَغْتَةً) هغه حال دی چه تاریخ معین ئی معلوم نه وی نو انسان ورته تیاری نه وی کړی - او ناساپه راشی اگرچه نښی ئی معلومی وی (فَقَدْ جَاءَ أَشْرَاطُهَا) شرط نښی د زخم ته وئیل کیږی کله چه جوړ شی دلته مراد دهغی نه دقیامت واړه علامات دی چه اول په هغی کښی نبی ﷺ بعثت دی لکه چه صحیحی حدیث کښی وارد دی - (بُعِثْتُ أَنَا وَالسَّاعَة كَهَاتَيْن) -
[۱۹] په دی کی دعویٰ دتوحید ده چه هغه مقصد دقتال دی ربط دمخکښی سره دادی چه دقیامت نزدی کیدل ئی ذکرکړل نو اوس دقیامت دعذاب نه دبچ کیدلو دپاره طریقه کار ذکرکوی (فَاعْلَمْ) نبی ﷺ ته خطاب دی اومراد ترینه امت دی یامراد ددی نه په دی علم باندی کلک پاتی کیدل دی - او علم ددی شامل دی علم ته په الفاظو دهغی باندی اوپه معنیٰ د هغی باندی اوپه هغی باندی عقیده ساتل او په مقتضیاتو دهغی باندی هم پوهه او عمل کول او دا دلیل دی چه علم دتوحید اول فرض دی او دارنگ دا دلیل دی چه علم د قول او عمل نه مخکښی دی (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ) استغفار قول دژبی دی او عمل هم دی اشاره ده چه دعلم سره استغفار په کثرت سره ضروری دی (لِذَنْبِكَ) مراد د ذنب نه گناه نه دی بلکه بوج دزړه او خفگان دی په سبب دشرک دمشرکانو او مخالفت د مخالفینو یعنی استغفراللّه وایه دپاره دزائله کولو دخفگان دزړه نه او دلیل په دی باندی حدیث دی - انه لیغان علی قلبی فاستغفراللّه سبعین مرةً اومأتة مرة، (یقیناً ځما په زړه باندی بوج او خفگان راځی نو زه اویا یا سل کرته استغفار وایم) یا مراد د ذنب نه افضل کار کله کله پریخودل دی اگرچه هغه گناه نه دی لیکن دمقربینو دشان سره مناسب نه دی دریم جواب قرطبی ذکرکړی دی چه استغفار غواړه د پاره دبچ کیدلو د گناه کولو نه (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ) دا دواړه الفاظ ډیرو معانو ته شامل دی (۱) گرځیدل دورځی او ځای دآرام کولو دشپی (۲) عملونه ستاسو په دنیا کښی اومرجع په قبراوپه قیامت کښی (۳) گرځیدل په سفرکښی او اقامت کول په یوځای کښی یعنی ستاسوپه ټولو حالاتو باندی اللّه تعالٰی عالم دی -
[۲۰] ددی نه دوهم باب دی ترآخرد سورة پوری په دی کښی زواجردمنافقینو دی په ذکر داتلس قبائحو دهغوی سره اوترغیب دی قتال ته په (۳۵،۳۳) کښی او ترغیب دی انفاق ته سره دتزهید فی الدنیا نه - په دی (۲۰) کښی زجردی منافقینو ته په ذکر دحالاتو دهغوی سره (الَّذِينَ آمَنُوا) دا قول دمخلصانو مؤمنانو دی دپاره دشوق دجهاد او حرص په وحی آوریدلو باندی دا طلب کوی یامراد ددوی نه منافقان دی چه طلب دنزول دسورت په طریقه د منافقت سره کوی لکه سورة نساء (۷۷) کښی ذکر دی -