حم ۱۲۳۸ محمَّد
طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ﴿۲۱﴾ فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ ﴿۲۲﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ ﴿۲۳﴾ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴿۲۴﴾
(په کارده) دوی لره تابعداری کول او وینا نیکه نو کوم وخت چه پوخ شو حکم دقتال نوکه چیری رشتینی کړی وو دوی لوظ د اللّه تعالٰی ضروربه غوره وؤ دوی لره ﴿۲۱﴾
نو یقیناً نزدی ئی تاسو که چیری مخ واړوئ چه فساد به اوکړئ په ملک کښی اوپری به کړئ خپلولی ستاسو ﴿۲۲﴾
دا هغه خلق دی چه لعنت کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی نو کانړه ئی کړل دوی او ړندی ئی کړلی سترگی ددوی ﴿۲۳﴾
آیا دوی سوچ نه کوی په قرآن کښی بلکه په زړونو ددوی باندی جرندی دهغی دی ﴿۲۴﴾
[۲۱] (خَيْرًا لَهُمْ) یعنی که چیری دوی د جهاد نه ویره نه کولی بلکه طاعت کړی وی نو ډیرخیربه وؤ اومراد دطاعت نه طاعت د اللّه تعالٰی او درسول دی عموماً او خاص په معامله دجهاد کښی -
[۲۲] مراد دتولیتم نه اعراض د کتاب اللّه تعالٰی او دجهاد نه دی دا قول دقتاده دی نوپه دی آیت کښی اشاره ده ناکاره نتائجوته د اعراض دکتاب اللّه او دجهاد نه یعنی که چیری تاسو دقرآن نه مخ واوړئ او جهاد پریږدئ نوپه ملک کښی به گناهونه او بغاوت او ناحق قتلونه ډیرشی اودا فساد دی او خپلولی به ختم شی یعنی په خپلوانوباندی به ظلم شروع شی په یوبل باندی به لوټ مارکیږی په شان دجاهلیت -
فائده: (أَرْحَامَكُمْ) قرطبی وئیلی دی چه ارحام دوه قسمونه دی اول عام دوهم خاص دی عام رحم یعنی تعلق ددین اسلام دی اوداد ټولو مسلمانانو حق دی اوخاص خوصرف دنسبی خپلوانو حق دی -
[۲۴،۲۳] دا نورصفات دمنافقانو دی په دواړو آیاتونو کښی ئی پنځه ذکرکړی دی - اوپه دی کښی اشاره ده چه مقصد دقرآن صرف تلاوت د الفاظو نه دی بلکه تدبراو سوچ کول دی په معانی او مقاصدو او حکمتونو دهغه کښی او دارنگ سورة نساء (۸۲) کښی تیرشوی دی - یعنی دتدبرنه کولو حقیقی وجه داده چه ددوی په زړونوباندی جرندی وهلی شوی دی لکه جرنده (تاله) چه دروازه باندی اوهلی شی نودننه هیڅ څیز نشی داخلیدلی نو دارنگ ددوی زړونو ته دننه حق خبره نه داخلیږی -