حم ۱۲۴۰ محمَّد
وَلَوْ نَشَاءُ لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۰﴾ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ ﴿۳۱﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ ﴿۳۲﴾
اوکه مونږ اوغواړو نو اوبه خایو تاته دوی نو اوبه پیژنی دوی لره په نخښو ددوی سره اوضرور خو اوس ته پیژنی دوی لره په چالاکو خبرو کښی او اللّه تعالٰی پوهه دی په عملونو ستاسو ﴿۳۰﴾
او ضرور ازمیښت کوؤ مونږ په تاسو باندی تردی پوری چه جدا کړو مونږ جهاد کوؤنکی ستاسونه اوصبرکوؤنکی او ښکاره به کړو مونږ (حقیقت) دخبرونو ستاسو ﴿۳۱﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی او منع کوی خلقو لره د لار د اللّه تعالٰی نه اوخلاف کوی د رسول نه روستو ددی نه چه ښکاره شو دوی ته هدایت هیچری ضرر نشی ورکولی اللّه تعالٰی ته هیڅ قسم اوضرور بی فائدی به کړی عملونه ددوی ﴿۳۲﴾
[۳۰] هرکله چه د منافقینو بعضی علامات او صفات ذکرشول اوټول ئی بیان نه کړل ددی وجه ذکرکوی په دی آیت کښی (لَأَرَيْنَاكَهُمْ) مراد ددی نه خودل دټولو علاماتو دی (وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ) دا ذکردی دیو علامت خاصه یعنی په وخت دلحن القول کښی به ئی ضرور پیژنی - سوال: دا جمله دلالت کوی چه نبی ﷺ ټول منافقان پیژندل او دآیت دسورة توبه (۱۰۱) نه صراحتاً معلومیږی چه هغه ټول نه پیژندل؟ جواب: ددی جواب ابن کثیر سورة توبه کښی لیکلی دی دهغی حاصل دادی چه دا دباب دتوسم نه دی (یعنی په نښه سره پیژندل) اوددی نه دا نه لازمیږی چه ټول منافقان په تعیین او په تفسیر سره پیژنی حاصل دجواب دادی چه په لحن القول سره پیژندلی شی لیکن هریو منافق په هروخت کښی لحن القول نه کوؤ ددی وجی نه په ټولو باندی علم حاصل نه شو - سوال: حدیث دمسند احمد کښی دی چه نبی ﷺ دجمعی په ورځ یویو منافق ته اواز ورکړو او دمسجد نه ئی اوشړلو او شپږدیرش کسانو نومونه ئی واخستل نو معلومه شوه چه ټول منافقان ئي اوپیژندل؟ جواب: ددی نه معلومه شوه چه نبی ﷺ بعضی منافقان پیژندلی وو ټول ئی نه وو پیژندلی ( وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ) یعنی ستاسو په ټولو عملونو ظاهری او باطنی باندی صرف اللّه تعالٰی علم لری دا دلیل دی چه پیغمبرهم په ټولو اعمالو دمخلوق باندی علم نه لری -
[۳۱] مخکښی آیت کښی معرفت د منافقانو دپاره یو علامت ذکرکړی وؤ په دی آیت کښی ددی معرفت او تمیز دپاره بله طریقه ذکرکوی چه هغه ابتلاء ده په مصبتونوسره یا په عبادتونو اوپه فرضیت دجهاد سره او ابتلاء د اللّه تعالٰی د حقیقت د ښکاره کولو دپاره وی ددی وجی نه حَتَّى نَعْلَمَ، راوړو مراد د علم نه علم د اظهار اود تمیز دی (وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ) اخبار په معنیٰ د باطنی حالاتو دی چه اخلاص او نفاق وغیره دی یعنی جهاد او صبر ظاهری اعمال دی او اخلاص، نفاق باطنی اعمال دی داټول په ابتلاء اتو سره ښکاره کیږی -
[۳۲] په دی آیت کښی زجردی منافقانو او ټولو کافرانو ته اوددوی پنځه حالات ذکرکوی (وَشَاقُّوا الرَّسُولَ) یعنی مخالفت د رسول او دسنت درسول په ضد اوپه عناد سره کوی په داسی طریقی سره چه خپله لار دنبی د لاری نه په بل جانب اوگرځوی (وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ) مراد ددی نه هغه کیدونه او مکرونه دی چه په دشمنئ د رسول اللّٰه ﷺ کښی دوی کوی -