حم ۱۲۴۱ محمَّد
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ﴿۳۴﴾ فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۵﴾
ای ایمان والو اطاعت کوئ د اللّه تعالٰی او اطاعت کوئ درسول او مه بربادوئ عملونه خپل (په مخالفت ددی دواړو) ﴿۳۳﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی او منع کول کوی د لاری د اللّه تعالٰی نه بیا مړه شی په داسی حال کښی چه کافر وی نو هیچ چیری بخنه نه کوی دوی ته اللّه تعالٰی ﴿۳۴﴾
نو کمزوری مه ښکاره کوئ او بلنه مه کوئ صلح کولوته (دوجی د سستئ نه) اوحال داچه تاسو اوچت ئی او اللّه تعالٰی ستاسو ملگری دی او هیچ چیری نه کمه وی ثواب د عملونو ستاسو ﴿۳۵﴾
[۳۳] هرکله چه د منافقانو احوال ئی ذکرکړل نو اوس مؤمنان منع کوی د صفاتو د منافقانو نه او ترغیب ورکوی اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول هغه ته (وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ) مراد ددی نه تحذیر دی دصفاتو دمنافقانو نه چه مخکښی بیان کړی شول چه هغه سبب دبطلان د عملونو دی - بیا دا جمله عامه ده هر ابطال ته شامله ده که په مخالفت د اللّه تعالٰی او درسول سره وی اوکه په مرتد کیدلو سره اوکه په شرک او کفر کولو سره وی -
[۳۴] روستو د خطاب د مؤمنانونه زجر دی کافرانو ته - مخکښی (۳۲) په باره د ضدیانو عنادیانو کښی وؤ او دا په باره د جاهلانو کافرانو کښی دی -
[۳۵] هرکله چه د کافرانو خباثتونه ئی ذکر کړه نو اوس مؤمنانوته تشجیع ورکوی په جهاد کولو او منع کولو دوی لره دبی همته کیدلو نه (وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ) ددی آیت د سورة انفال (۶۱) آیت سره مخالف نیشته ځکه چه هغه ته ئی شرط لگولی دی چه کافران هرکله د صلح طلب کوی نوبیا صلح کول جائزدی اودلته مراد دادی چه تاسود اول سرنه طلب د صلح مه کوئ ددوی وجی نه چه په حدیبیه کښی صلح په طلب د کافرانوسره شوی وه (وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ) اوچت والی په عزت او مرتبه کښی دی په نیز د اللّه تعالٰی یعنی ستاسو مرتبه په نیز د اللّه تعالٰی اوچته ده نوسپک کار مه کوئ یامراد اوچت والی دی په حجت او په دلیل کښی (وَاللَّهُ مَعَكُمْ) په معنیٰ د ملگرتیا او مدد کولو سره استعمالیږی اودا ښکاره معنیٰ ده تاویل نه دی نو معلومه شوه چه معیت د متشابهاتو نه دی لکه چه امام بخاری او نور سلفو هم دا معنیٰ ذکرکړی ده -