حم ۱۲۴۷ الفتح
بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا ﴿۱۲﴾ وَمَنْ لَمْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَعِيرًا ﴿۱۳﴾ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۱۴﴾ سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۵﴾
بلکه گمان کوئ تاسو چه چیری به واپس اونه گرځی رسول او مؤمنان (صحابه) خپل بال و بچ ته هیچ چیری او ډولی شوی وؤ دا گمان په زړونو ستاسو کښی او گمانونه کول تاسو گمانونه بد اوتاسو وئی قوم تباه کیدونکی ﴿۱۲﴾
او څوک چه ایمان نه راوړی په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه باندی نویقیناً تیارکړی دی مونږ کافرانو لره اور تیز بلیدونکی ﴿۱۳﴾
او خاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی د آسمانونو او دځمکی ده بخنه کوی چاته چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی دی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی ﴿۱۴﴾
زر دی وائي به پاتی کړی شوی خلق کله چه روان شئ تاسو غنیمتونو ته دی دپاره چه واخلئ هغه پریږدئ مونږ چه لاړشو تاسوسره غواړی دوی چه بدل کړی دوی کلام د اللّه تعالٰی ته اوایه هیڅ چیری مه ځئ ځمونږ سره دغه شان وئیلی دی اللّه تعالٰی ددی نه مخکښی نوزر دی دوی به اوائي بلکه حسد کوئ تاسو ځمونږ سره بلکه دوی نه پوهیږی مگر لږ ﴿۱۵﴾
[۱۲] دا هم زجردی په ذکرد څلورو قباحتونو دهغوی سره د ا (بَلْ) دپاره دترقئ دی یعنی دنفاق او حسد سره دوی په فاسد گمانونو پسی روان دی (أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ) مراد ددی نه دادی چه دوی د رسول او د مؤمنانوشان سپک گنړی او د مشرکانو شان لوئی گنړی ددی وجی نه دا گمان ئی کوؤ (ظَنَّ السَّوْءِ) مراد دادی چه اللّه تعالٰی ددی رسول اومؤمنانو سره هیڅ امداد نه کوی ځکه چه دوی په دین باطل باندی دی -
[۱۳] دا تخویف اخروی دی او اشاره ده چه دمنافقانو ایمان شرعی نیشته نودوی کافران دی -
[۱۴] دا ذکردتوحید دی په ذکر دصفتونو د اللّه تعالٰی سره اومقصد په کښی ترغیب دی چه دنفاق نه توبه اوکړئ نو اللّه تعالٰی به درته بخشش اوکړی -
[۱۵] په دی آیت کښی هم زجردی په ذکر دڅلورو قباحتونو دمنافقانو سره (إِلَى مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا) مراد ددی نه غنیمتونه دخیبردی اوپه دی تعبیر کښی اشاره ده چه خیبرپه غزوه کښی لږ تکلیف وؤ فتح دهغی آسانه او یقینی وه یعنی هرکله چه صحابه کرام د صلح حدیبیه نه واپس شول تکلیفونه ورته ډیر اورسیدل او مقصد د سفرئی هم حاصل نه شو نود هغوی زړونو کښی خفگان وؤ دهغی د زائل کولو دپاره اللّه تعالٰی نبی ﷺ ته حکم اوکړو چه غزوه د خیبرته هغه صحابه کرام بوځه کوم چه په سفر حدیبیه کښی شریک وو اونور چاته اذن مه ورکوه (ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ) نوهرکله چه فتح دخیبر اسانه وه او غنیمتونه حاصلیدل هم یقینی وؤ ددی وجی نه منافقینو دا مطالبه اوکړه چه مونږ هم تاسوسره غزوه خیبرته ځو (كَلَامَ اللَّهِ) مراد ددی روستو دواړه جملو کښی ذکردی (قل لن تتبعونا کذٰلکم قال اللّه من قبل) بعضی مفسرینو وئیلی دی مراد ددی نه وعده د اللّه تعالٰی ده داهل حدیبیه سره چه تاسوله به غنیمتونه دخیبر درکوؤم او بعضو مفسرینو وئیلی دی چه مراد ددی نه امرد اللّه تعالٰی دی نبی ﷺ ته چه خیبرته دی نه ځی مگر صرف حدیبی والا - په دی روستنو دواړو اقوالو کښی وحی خفی ته کلام اللّه اوئیلی شو یعنی احادیث هم د اللّه تعالٰی کلام دی (فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا) یعنی منافقان نسبت دحسد رسول اللّٰه ﷺ او صحابه کراموته کوی - اوحسد وئیلی کیږی تمنَّا کول دزوال دنعمت الٰهیه دبل چانه او دهغی زوال دپاره کوشش کول او حسد په هره طریقه سر ه چه وی نو گناه کبیره ده -