حم ۱۲۴۸ الفتح

قُلْ لِلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا وَإِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶﴾ لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَنْ يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۷﴾ لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا ﴿۱۸﴾

ته اوایه پاتی کړی شوی بانډچیانوته زردی را اوبللی شئ به جنگ د داسی قوم ته چه سخت جنگ والا دی قتال به کوئ‌ ددوی سره تردی پوری چه اسلام راوړی نوکه تاسو خبره اومنله دربه کړی تاسوته اللّه تعالٰی ښائسته ثواب او که چیری تاسو مخ اوگرځوؤ لکه چه تاسو مخ گرځولی دی ددی نه مخکښی عذاب به درکړی تاسوته عذاب درد ناک ﴿۱۶﴾
نیشته په ړوند باندی گناه اونه په گوډ باندی گناه اونه په ناجوړه باندی گناه او چاچه تابعداری اوکړه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه داخل به کړی ده لره جنتونو ته چه بهیږی به لاندی د هغی نه ولی او چاچه مخ اوگرځوو عذاب به ورکړی ده لره عذاب دردناک ﴿۱۷﴾
یقیناً رضا شوی دی اللّه تعالٰی د مؤمنانو (صحابو) نه کوم وخت چه بیعت کوؤ دوی تاسره لاندی د اونی نه نوخبروؤ اللّه تعالٰی دهغه څیز چه په زوړنو ددوی کښی وؤ نورا اولیږله اللّه تعالٰی تسلی په دوی باندی اوبدله ئی ورکړه دوی لره فتح نزدی ﴿۱۸﴾

[۱۶] په دی کښی اشاره ده اظهار دمنافقت ددوی ته (سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ) مراد ددی نه قتال د بنوحنیفه اهل یمامه دی چه هغوی ته ابوبکررضی اللّه عنه دعوت ورکړی وؤ اوفارس او روم دی چه هغوی ته عمر رضی اللّه عنه دعوت ورکړی وؤ اوبنا په دی تفسیرباندی اشاره شوه چه د رسول اللّٰه ﷺ نه روستو خلافت د ابوبکر او عمررضی اللّه عنهما حق دی ځکه چه دهغوی د زمانی په قتال کښی شرکت کول ئی سبب د اجرحسن اوشرکت نه اعراض ئی سبب دعذاب ئی گرځولی دی - لیکن په قرینه دسورة توبه (۲۹) سره داحکم د اهل کتابو باره کښی نه دی بلکه دهغوی نه جزیه اخستل هم جائزدی -
[۱۷] دا حکم د معذرینو دی چه مستثنیٰ د ی دفرضیت دقتال نه (وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ) په دی کښی اشاره ده چه علاوه دقتال نه نوراطاعت په دوی باندی ددوی د استطاعت موافق فرض دی لکه دعوت تبلیغ وغیره -
[۱۸] ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری دوهم باب دی په دی کښی اته (۸) حالات دصحابه کرامو ذکرکوی کوم چه حدیبیه کښی حاضروو اودوی لره دنیوی او اخروی بشارتونه ذکرکوی او ددوی په مقابله کښی زجرونه دی منافقانو او مشرکانو ته بیا جواب دیوی شبهی دمنافقانو دی په آخرکښی عظمت شان د نبی ﷺ دی اود عام صحابه کرامو لس صفات ذکرکوی - په دی آیت (۱۸) کښی دصحابه کرامو دوه حالتونه اودری بشارتونه ذکرکوی (لَقَدْ رَضِيَ) په دی کښی اول بشارت دی په ډیرتاکید سره اوددی لفظ دوجی نه بیعت دحدیبیی ته بیعت الرضوان وئیلی کیږی (إِذْ يُبَايِعُونَكَ) اوددی سبب په اختصار سره داوؤ چه نبی ﷺ حدیبیه مقام ته په اراده د عمری تقریباً‌ د پنځلس سوه صحابه کرامونه اورسیدلو اول قاصد ئی مکی والوته جواس بن امیه خزاعی رضی اللّه عنه اولیږلو لیکن دهغی مخی ته ډیر مشرکان حائل شول اومکی ته ئی د تللو اجازت ورنه کړو بیائی عثمان رضی اللّه عنه اولیږلو هغوی عثمان رضی اللّه عنه ته اجازت ورکړو چه ته عمره اوکړه لیکن نبی ﷺ او نورو صحابو ته اجازت نیشته نو عثمان رضی اللّه عنه اوفرمائیل چه زه طواف نه کوؤم ترڅوپوری چه نبی ﷺ نه وی کړی په دی خبرو اتروسره عثمان رضی اللّه عنه مکه کښی ډیرایسار کړی شو - اوخبرخور کړی شو چه هغه قتل کړی شوی دی نودغه وخت نبی ﷺ صحابه کرامو ته دعوت ورکړو چه راشئ ماسره بیعت اوکړئ چه قتال به کوو او تیخته به نه کوو او نبی ﷺ دغه وخت د کیکردونی په سوری کښی ناست وؤ نو ټولو صحابو بیعت اوکړو او نبی ﷺ خپل ښی لاس په خپل گس لاس کښی کیخودلو چه دا بیعت دپاره د عثمان رضی اللّه عنه دی اودا واقعه د عثمان رضی اللّه عنه درفعت شان دپاره لوی دلیل دی او سعید بن المثیب د خپل پلار نه روایت کوی چه زه هم په دی بیعت کوؤنکو کښی شامل ووم نوهرکله چه راتلونکی کال مونږ په دغه لار راغلو نو هغه اونه مونږنه بالکل هیره کړی شوه او عام تاریخونوکښی لیکلی دی چه دعمر رضی اللّه عنه په دور خلافت کښی بعضی خلق به راتلل او د یوی ونی لاندی به ئی مونځونه کول په دی عقیدی سره چه دا متبرک مقام دی (دا اونه دوی په خپل خیال سره مقرر کړی وه) نو عمر رضی اللّه عنه حکم اوکړو دهغی ونی په پری کولو سره او هغه لار ئی بند کړله (وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا) مرا ددی نه فتح دخیبرده چه په واقعه د حدیبیه پسی متصل اوشوه او دا اللّه تعالٰی عوض اوگرځوؤ دپاره د اخلاص د بیعت کولو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>