حم ۱۲۴۹ الفتح

وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۹﴾ وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا ﴿۲۰﴾ وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿۲۱﴾

او غنیمتونه ډیر چه اخلی دوی هغه او اللّه تعالٰی دی زورآور حکمتونو والا ﴿۱۹﴾
وعده کړی ده اللّه تعالٰی تاسوسره دډیرو غنیمتونو چه اخلئ به تاسو هغه نو زرئی درکړو تاسوته او بندئی کړه لاسونه دخلقو ستاسونه او ددی دپاره چه شی نخښه دپاره دمؤمنانو او کلک کړی تاسولره په لار نیغه باندی ﴿۲۰﴾
او نور غنیمتونه چه ستاسو وس نه دی برشوی په هغی باندی یقیناً را گیرکړی دی اللّه تعالٰی هغی لره په علم خپل کښی او دی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی ﴿۲۱﴾

[۱۹] دا عطف دی په (فَتْحًا) باندی او مراد ترینه غنیمتونه د خیبردی -
[۲۰] دا هم بشارت دنیویه دی او مراد ددی مغانم نه روستو دخیبرنه تروفات د نبی ﷺ پوری ټول غنیمتونه دی (هَذِهِ) غنیمتونو دخیبر ته اشاره ده (وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ) دا بل معجزانه انعام دی چه هرکله نبی ﷺ اراده د سفر دعمری اوکړه نو یهودیانو قصد اوکړو چه مدینه باندی حمله کوؤ دارنگه هرکله چه اراده د غزوه د خیبر ئی اوکړه اوقبائلو داسد او غطفان قصد اوکړو چه په مدینه باندی حمله اوکړی لیکن ددی ټولو په زړونو کښی اللّه تعالٰی رعب واچوو اود خپلو ارادو نه واپس شول -
[۲۱] داهم داخل دی بشارت دنیویه کښی (وَأُخْرَى) ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه مرا ددی نه هغه فتوح دی چه روستو مسلمانانوته ورکړی شوی وو لکه فارس او روم اگرچه په ا ول وخت کښی په هغی باندی قدرت نه وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>