حم ۱۲۵۰ الفتح

وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۲۲﴾ سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۲۴﴾ هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۲۵﴾

اوکه چیری جنگ اوکړی تاسو سره کافران نو اوبه گرځوی شاگانی بیابه نه مومی دوی هیڅ دوست او نه مددگار ﴿۲۲﴾
په شان دطریقی د اللّه تعالٰی هغه چه تیره شوه مخکښی اوهیڅ چیری اوبه نه مومی ته طریقی د اللّه تعالٰی لره بدلیدل ﴿۲۳﴾
او خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه بند ئی کړل لاسونه ددوی ستاسونه او لاسونه ستاسو دهغوی نه په مینځ دمکه کښی روستو ددی نه چه وس ئی برکړو ستاسو په هغوی باندی او اللّه تعالٰی دی ستاسو عملونو لره لیدونکی ﴿۲۴﴾
دا هغه خلق دی چه کفرئی کړی دی اومنع کړی ئی تاسو د مسجد حرام نه او هدیولره چه بندی کړی شوی دی درسیدلو نه ځای دحلالی ته اوکه چیری نه وی سړی مؤمنان او زنانه مؤمنی چه تاسو هغوی نه پیژنی چه دخپو دلاندی به ئی کړئ‌ نواوبه رسیږی تاسوته ددوی دوجی نه نقصان بغیرد پوهی نه ددی دپاره داخل به کړی اللّه تعالٰی په رحمت خپل کښی هغه چالره چه اوغواړی که چیری دوی لری شول نو عذاب به ورکړو مونږ کافرانو ته ددوی نه عذاب دردناک ﴿۲۵﴾

[۲۳،۲۲] دا هم بشارت کښی داخل دی یعنی کافران تاسو سره قتال نه شی کولی ددی وجی نه چه اللّه تعالٰی ستاسو سره مدد کوی (سُنَّةَ اللَّهِ) مراد ترینه امداد د اللّه تعالٰی دی د تیرشوی انبیاء‌ ذعلیهم السلام سره په مقابله د کافرانو کښی چه اللّه تعالٰی هغوی سره امداد کړی وو او کافران ئی مغلوب کړی او تباه کړی وو -
[۲۴] داهم ذکر دانعام د اللّه تعالٰی دی په مؤمنانوباندی او دارنگ تائید دی د مخکښی آیت یعنی دقتال په وخت کښی به دوی شاگرځوی دوجی د امداد د اللّه تعالٰی نه تاسوسره لکه چه په دی واقعه خاصه کښی اللّه تعالٰی ستاسو مدد کړی دی (وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ) دترمذی په روایت کښی راغلی دی چه اتیا کسان د کافرانو نه د جبل تنعیم دطرف نه دصبا د مانځه په وخت کښی راکوز شول او قصد ئی کړی وؤ چه نبی ﷺ لره قتل کړی نوصحابه کرامو دوی لره اونیول لیکن رسول اللّٰه ﷺ بیا دوی آزاد کړل - ددی واقعی په بنا مراد بطن مکه نه حدیبیه ده ددوی وجی نه چه د حدیبیی څه حصه په مکه کښی یعنی (حرم) کښی داخل ده -
[۲۵] په دی آیت کښی حال د اهل مکه کافرانو بالخصوص ذکرکوی اودفع دوهم کوی که څوک اوائی چه صلح حدیبیه ولی اوکړی شوه بلکه اللّه تعالٰی به امداد کړی وی د مؤمنانوسره اوپه مکی والوباندی به ئی حمله کړی وی اوقتال به شوی وی؟ حاصل دجواب دادی چه هان سبب دقتال خو موجود وو هغه کفرددوی او دمسجد حرام نه منع کول د مؤمنانو او منع کول دهدایا چه دا روستنی دواړه ددی مشرکانو په دین کښی هم ناروا وو - لیکن دقتال نه مانع موجود وؤ هغه وجود د کمزورو مؤمنانو دی په مکه کښی اووجود دهغه کسانو چه اللّه تعالٰی دهغوی دپاره ایمان راوړل مقرر کړی وو یعنی که چیری په مکه کښی په دغه وخت قتال کړی شوی وی نودغه مؤمنان به په کښی په غلطئ او خطائی سره قتل کړی شوی وؤ (أَنْ يَبْلُغَ مَحِلَّهُ) دلته مراد دمحل نه مکان دنحر اود ذبح کولو دهدایه دی اوهغه حرم شریف دی - (وَلَوْلَا رِجَالٌ) دا ذکر دمانع دقتال دی اومراد ددی کسانونه هغه مؤمنان دی چه دهجرت کولونه په سبب دعذرسره یاد کافرانو په خبرسره پاتی شوی وو (مَعَرَّةٌ) لسان العرب کښی وئیلی دی چه معرَّة ځای د خارخ ته وائی او دارنگ گناه او سختئ، اذی (مصیبت) او جنایت او تاوان ته هم وئیلی کیږی - نودلته معنیٰ داشوه که چیری تاسو مؤمنانولره په بی علمئ سره وژلی وی نولازم شوی به وی په تاسو پوری بد نامی لگول د کافرانو او دِیتونه د قتیلانو ځکه چه مؤمن په دارحرب کښی وی اوهجرت ئی نه وی کړی اود هغه دایمان علم قاتل ته نه وی اوقتل کړی شی نوپه دی سره کفاره لازمیږی لکه چه سورة نساء (۹۲) کښی تیرشوی دی (لَوْ تَزَيَّلُوا) یعنی که چیرته دا مؤمنان د کافرانو نه جداشی نوبیابه په دی کافرانوباندی ضرور عذاب راځی دقتادة نه روایت دی چه دا آیت دلیل دی چه د مؤمنانوپه وجه اللّه تعالٰی دکافرانونه عذاب دفع کوی او ددی قسم ډیرمسائل مفسر قرطبی دلته ذکرکړی دی هغه اوگورئ -