حم ۱۲۵۶ الحجرات
فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۸﴾ وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۹﴾
دوجی د فضل د طرف د اللّه تعالٰی نه او د وجی د نعمت نه او اللّه تعالٰی پوهه حکمتونو والا دی ﴿۸﴾
اوکه چیری دوه ډله د مؤمنانو نه جنگ اوکړی نو روغه اوکړئ ددوی په مینځ کښی نوکه چیری زیاتی اوکړی یوه ډله په بله باندی نو جنگ اوکړئ دهغی ډلی سره چه زیاتی ئی کړی دی تردی پوری چه را اوگرځی فیصلی د اللّه تعالٰی ته نوکه چیری را اوگرځی نو روغه اوکړئ ددوی په مینځ کښی په انصاف سره او انصاف کوئ یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی د انصاف کوؤنکو سره ﴿۹﴾
[۸] په دی کښی اشاره ده چه دغه تیرشوی اوصاف د اللّه تعالٰی دطرف نه احسان دی -
[۹] په دی کښی څلورم ادب ذکرکوی یعنی کوم وخت چه دفاسق خبر اومنلی شی بغیر دتحقیق نه او دهغی په سبب سره دمؤمنانو په مینځ کښی اختلاف دشمنی او قتل وقتال پیدا شی نوپه نورو مؤمنانوباندی فرض دی چه دهغوی په مینځ کښی د مصالحت کوشش اوکړی اوطرف داری دی نه کوی دپاره ددی چه اتحاد او اتفاق دمؤمنانو ته نقصان اونه رسیږی (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا) یعنی په نصیحت کولو او فیصلی دقرآن او سنت ته په رابللوسره، اوداسی په سورة نساء (۱۳۵) او (۱۲۸) کښی هم ذکرکړی شوی دی (فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا) مرا دبغی نه دادی چه یو طائفه فیصلی د قرآن او سنت ته غاړه کینږدی بلکه دفساد کولو اراده کوی (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ) مراد ددی نه کتاب اللّه او سنت رسول اللّٰه ﷺ دی (بِالْعَدْلِ) دا تاکید ئی ددی وجی نه ذکرکړی دی چه قتال ددوی سبب دحسد او د کینی اونه گرځی دهغی د وجی نه عدل نه شی کیدی - قرطبی وئیلی دی چه دلته په عدل کښی داخبره داخل ده چه دی باغیانو د تاویل په وجی سره کوم مالونه او نفسونه تلف (هلاک) کړی وی نو دهغی مطالبه ترینه نشی کیدی (وَأَقْسِطُوا) معنیٰ دا چه زائل کړی ظلم په کولو دعدل سره -
تنبیه: روستو دحکم دعدل نه امرپه اقساط سره ددی وجی نه دی چه مراد ددی نه حصه او حق ورکول دی په داسی حالاتوکښی اکثرد انسانانو حقوقو ته نقصان اورسیږی نو ددی وجی نه د اقسطوا حکم مستقل ذکرشو -