حم ۱۲۵۷ الحجرات
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۱۰﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۱۱﴾
یقیناً مؤمنان رونړه رونړه دی نوروغه کوئ په مینخ درونړو ستاسو کښی او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه رحم اوکړی شی په تاسو باندی ﴿۱۰﴾
ای ایمان والو مسخری دی نه کوی هیڅ نارینه په نورو نارینو پوری کیدی شی چه هغوی به وی غوره ددوی نه او نه زنانه په نورو زنانو پوری کیدی شی چه هغوی به غوره وی ددوی نه او طعنونه مه کوئ په خپلو ځانونو باندی اومه یادوئ یوبل په ناکاره نومونو سره بد نوم فسق والا روستو دایمان نه او چاچه توبه اونه کړه نو هغه کسان دوی ظالمان دی ﴿۱۱﴾
[۱۰] دا علت دی دپاره د امر داصلاح کولو اوپه لفظ د الْمُؤْمِنُونَ، کښی اشاره ده چه اختلاف دنسب ته اعتبار نیشته بلکه ایمان صرف سبب داخوت او رور ولئ دپاره دی -
[۱۱] دا پنځم ادب دی هرکله چه د دوه طائفو جگړه تیره شی نوپه هغی کښی دیوبل نقصانونه او عیبونو معلوم شی لیکن روستو دمصالحت نه دهغه نقصانونو په وجه سره دهغی سپک والی جائز نه دی هسی نه چه بیا فساد او اختلاف پیدا شی نوپه دی ادب کښی ددری څیزونو نه منع کړی شوی ده چه هغه سبب دتوهین دمسلمان دی اوبیا سبب دفساد دی - اول څیزمسخری کول یعنی دبعضی نقصان په وجی سره یا بغیر د نقصان نه چاته سپک کتل اوپه هغه پوری پژموزی کول اگرچه عیب ئی ښکاره نه ذکرکوی - اومسخری کول په بل پوری مستلزم ده تکبرکولو لره او دا خوی دمشرکانو کافرانو دی چه حق پرستو پوری مسخری کوی (قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ) قوم ته قوم ددی وجی نه وئیلی کیږی چه څوک یوتن دقوم له سختئ ته دعوت ورکړی نو دوی ورسره اودریږی او دا صفات اکثر دنارینو وی ددی وجی نه دقوم اطلاق حقیقةً په نارینو باندی کیږی او زنانه په کښی کله کله مجازاً داخلیږی (وَلَا نِسَاءٌ) دلته د زنانه ذکرئی جدا اوکړو یو ددی وجی نه چه په زنانو کښی مسخری کول یو بل پسی ډیری وی بل ددی وجی نه چه اکثرنارینه په زنانه پوری یا زنانه په نارینه پوری مسخری نه کوی بلکه هریوجنس په خپل هم جنس پوری مسخری کوی (عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ ) ددی دوه مقصدونه دی یو داچه په ظاهر کښی هغه سړی (چه مسخری ورپوری کیږی) سپک ښکاری لیکن حقیقت کښی هغه اللّه تعالٰی ته مقرب او نزدی وی - دوهم مقصد دادی، کیدی شی چه په راتلونکی وخت کښی چه دا مسخره کوؤنکی انسان ذلیل مسکین غیبژن شی او بل عزت مند شی نومعامله به عکس سره شی - او دوهم څیز چه دهغی نه منع کړی شوی ده او دکورنئ فساد پیدا کوی په دی قول کښی (وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ) لمز مخامخ عیب ته اوبد وئیلو ته وئیلی کیږی اوپه اصل کښی اشاره کول په سترگو اوپه سر اوپه شونډو سره سرهٔ دپتو خبرو کولونه اوهمزصرف پشی شا عیب وئیلو ته وئیلی کیږی نولمز ډیرناکاره دی په نسبت د همز سره او دهمز ذکرروستو آیت کښی په ضمن دغیبت کښی ذکرکوی - اوچه مخامخ عیب وائی نو په دی کښی توهین دمسلمان هم دی - اودریم څیز چه سبب دفساد او تحقیر دمسلمان دی اودهغی نه منع کړی شوی ده په دی قول کښی (وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ) اومه یادوئ یوبل په ناکاره نومونو سره داهم دلیل دی په تکبرکولو دتنابز کوؤنکی اوپه تحقیر دهغه بل مسلمان باندی - نّبَزْ، لقب ذکرکولو ته وئیلی کیږی اواکثرپه ناکاره لقب کښی استعمالیږی او لقب دخپل نوم نه علاوه بل وصفی نوم دی چه په هغی کښی د انسان اوچت والی یا تذلیل مقصود وی - نومراد ددی جملی دادی چه یو مسلمان په داسی ناکاره لقب سره مه رابلئ چه په هغی لفظ سره هغه خفه کیږی او دبلنه کوؤنکی مقصد هم دهغه سپک والی وی - لکه چه اوئیلی شی ای فاسقه ای منافقه، ای کافره او ای یهودی، ای نصرانی او ای خرّه ای خنزیره (بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ) الْفُسُوقُ یومقصد دادی چه هغه نوم چه دلالت کوی په فسق باندی یعنی فاسق منافق یهودی نصرانی وئیل (بَعْدَ الْإِيمَانِ) یعنی روستو د ایمان راوړلو نه دا نومونه مؤمن ته وئیل ډیر بدکاردی - دوهم مقصد الفسوق دادی چه دا نومونه مؤمن ته ذکرکول سبب دفسق او د گناهگارئ دی - اوپه حدیث صحیح کښی نقل دی چاچه یو ورور ته اوئیل کافره نوپه دی سره یو ددی دواړو نه اخته شو که هغه سړی کښی کفروی نو درست ده اوکه نه وی نو دا خبره په ویونکی باندی واپس راگرځی -