حم ۱۲۵۸ الحجرات

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲﴾

ای ایمان والو ځان بچ کړئ‌ دډیر گمانونونه یقیناً‌ بعضی گمانونه گناه دی او عیبونه دیو بل مه لټوئ او غیبت دی نه کوی بعضی ستاسو دبعضی آیا خوښوی یو تن ستاسو چه اوخوری غوښی د ورور خپل چه مړ وی نو تاسو خوبد گنړئ او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ توبه قبلوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۱۲﴾

[۱۲] دا شپږم ادب ذکرکوی اوپه دی کښی نور دری قسمه څیزونو نه منع کوی چه هغه سبب دفساد او داختلاف پیدا کولو دی اودیو مسلمان توهین او سپک والی دی اوبل په تکبرباندی دلالت کوی اودا ټول گنده خصلتونه دی چه دمسلمان دشان سره نه ښائیږی - مخکښی آیت کښی هغه څیرونه ذکروو چه مخامخ د مسلمان دسپک والی اسباب وو اوپه دی کښی داسی څیزونه ذکرکوی چه پشی شا دهغه دسپک والی اسباب وی اودا دری هم په ښائسته ترتیب سره دی اول بدگمانی کول دی چه کیدی شی چه په دی انسان کښی به نقصانونه وی نوبیا دهغه نقصاناتو تجسس او لټول شروع کړی نوبیاد هغی پشی شا ذکرکوی چه هغه غیبت کول دی (كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ) پوهه شه چه انسان کښی داسی حال پیداشی چه دیو څیزپه باره کښی نه دخیر حکم کولی شی او نه دشردی حالت ته شک وئیلی کیږی په هغی باندی په هیڅ صورت کښی عمل کول جائزنه دی اوکله په انسان کښی داسی حال پیدا شی چه یوطرف ته دحکم کولو ترجیح ورکوی لیکن بل طرف ته ئی هم مرجوح خیال وی نوراجح طرف ته ظن (گمان) وئیلی کیږی - اولکه چه داسی حال وی چه یوطرف باندی داسی حکم کولی شی چه دبل طرف ورته هیڅ وهم او خیال هم نه راځی نوهغی ته یقین وئیلی کیږی هغه خو درجه د ایمان ده په شرعیاتوکښی - هرکله چه ظن مذموم د منافقانو او دکافرانو مشرکانو کاردی اوهغوی ډیردی اودارنگ بغیر ددلیل نه چه په چاباندی تهمت لگول داهم ډیر موجود دی نوددی وجی نه كَثِيرًا، ئی اوفرمائیل او د کافرانو منافقانو دتشبیه نه ئی منع اوکړله (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ) سوال: مخکښی كَثِيرًا، لفظ سره ذکرکړو او امرد اجتناب ئی ذکرکړو هغه دلیل وؤ چه ډیر گمانونه گناه دی اوپه دی جمله کښی ئی بَعْضَ لفظ ذکرکړو چه دلالت کوی په کموالی باندی؟ حواب: په څو وجوهوسره دی اوله وجه داده چه بَعْضَ مطلق ټکړی ته وئیلی کیږی که لږه وی اوکه ډیره وی هان په دی لفظ کښی اشاره ده چه بعضی ظن محمود دی لکه چه مخکښی ذکر کړی شو - دوهمه وجه داده چه اکثر گمانونه بی اختیاره په زړه کښی پیدا کیږی بیا روستو دهغی مطابق عقیده او عمل اوکړی اوڅوک ئی پریږدی نوپه (اجْتَنِبُوا) کښی احتیاط کولو ته اشاره وه چه احتیاط کوئ چه بی اختیاره گمانونه مذمومه ستاسو زړونو کښی رانشی اوهرکله چه عقیده او عمل په هغی باندی بعضی خلق کوی اوبعضی نه کوی اوبعضی باندی عمل کول خیروی اوبعضی باندی عمل کول گناه اوشروی نوروستو جمله کښی بَعضَ لفظ ذکرکړو (وَلَا تَجَسَّسُوا) هرکله چه د بدگمان او تهمت لکولو نه روستو دا انسان کوشش کوی چه په دغه بل انسان کښی عیبونه اولټوی نودهغی نه منع کوی (وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا) هرکله چه بعضی انسان د چا عیب معلوم کړی نوبیا دغه عیب دهغه پشی شا ذکرکوی دهغه د بی عزته کولو دپاره نوپه دی جمله کښی دهغه نه منع کوی دحدیث صحیح مضمون دی چه "غیبت دادی چه په یوسړی کښی څه نقصان موجود وی اوبل انسان ئی دهغه په غائب والی کښی ذکرکوی اوهغه سړی پری خفه کیږی اوکه عیب په کښی نه وی او ذکرکوی په عیب سره نوداخو بهتان دی، هغه گناه کبیره دی" - که یو سړی خپل عیب عیب نه گنړی اودهغی په ذکرکولو نه خفه کیږی نوهغه ذکرکول او په هغی باندی دحدود شرعیه لاندی ردکول غیبت نه دی اودا مراد دی دقول حسن بصری چه د بدعتی غیبت کول جائزدی - اودارنگ هغه فاسق چه خپل فسق ښکاره کوی - اودارنگ مدعی لره جائزدی چه د مدعیٰ علیه هغه نقصان (دقاضی په مخکښی) ذکرکړی چه دکوم په باره کښی دعویٰ کوی ځکه چه مقصد دمدعی (صادق) دهغه سړی خفه کول نه دی بلکه خپل حق ثابتول ئی مقصد اصلی دی اودارنگ په علم د اسماء‌ رجال کښی دیو راوی عیبونه ذکرکول دا غیبت نه دی ځکه چه په هغی کښی مقصد دهغه سړی خفه کول نه دی مراد بلکه ددین حفاظت دی اودارنگ د ظالم بادشاه دظلم ذکرکول په دی مقصد چه دهغه ظلم نه خلق بچ شی داهم غیبت نه دی په دی ټولو کښی قصد کول دخیرزیات دی دهغه سړی دخفه کولونه (أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا) دا منع ده د غیبت کولونه په طریقه دمثال او تشبیه سره یعنی عزت دانسان ئی مشابه کړی دی دغوښی دبدن دهغه سره - ځکه چه کله دیو انسان عزت پری کیږی نودهغه زړه ته داسی درد رسیږی لکه چه درد رسیږی هغه ته د هغه تن نه په غوښه پری کولو سره بیا حالت دغائب کیدلو ئی مشابه کړی دی دحالت دمرگ سره لکه چه مړی د انسانانو دخبرو نه خبر نه دی اونه دی آوری نودارنگ غائب انسان هم څه نه اوری اونه خبردی، اوپه لفظ‌ د(میتاً)، راوړلو کښی دفع دیو اعتراض ده که اوئیلی شی چه انسان ته خوپه بی عزتئ کولوسره هله درد رسیږی چه دهغه مخامخ بی عزتی اوکړی شی لیکن چه پشی شا بی عزتی کول وی اوهغه خبرنه وی نوهغه زړه ته خو درد نه رسیږی؟ نوجواب ئی اوکړو لکه چه دمړی د بدن نه غوښی پری کیږی اوهغه ته خو درد نه رسیږی لیکن سره ددی نه دهغه بی عزتی گنړلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>