حم ۱۲۶۴ ق
رِزْقًا لِلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ ﴿۱۱﴾ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَابُ الرَّسِّ وَثَمُودُ ﴿۱۲﴾ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ ﴿۱۳﴾ وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ ﴿۱۴﴾ أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ ﴿۱۵﴾
دپاره د روزئ د بندگانو او تازه کړی ده مونږپه دی سره ځمکه اوچه دغسی راوتل دی (دقبرونونه) ﴿۱۱﴾
د دروغو نسبت کړی وؤ ددوی نه مخکښی قوم د نوح علیه السلام او کوهی والو او ثمودیانو ﴿۱۲﴾
او عادیانو او فرعون او قوم دلوط علیه السلام ﴿۱۳﴾
او بیړوالو او قوم د تُبّع دی ټولو رسولانو ته دروغژن وئیلی وؤ نو راغی په دوی باندی عذاب ځما ﴿۱۴﴾
آیا مونږ ستړی شوی یو په اول پیدائش باندی بلکه دوی په شک کښی دی دپیدائش نوی نه ﴿۱۵﴾
[۱۱] داد مخکښی دلیلونو تتمّه ده په دری څیزونوباندی (كَذَلِكَ الْخُرُوجُ) دا دعویٰ دسورة ده یعنی لکه چه دځمکی نه باغات دانی بوټی روستو دوچ والی دهغی نه اللّه تعالٰی را اویستل نو داسی به تاسو په مختلف شکلونو صورتونو صفتونو سره دقبرونو نه رااوباسی په ورځ دقیامت نودا اثبات دقیامت دی په قیاس کولوسره په بوټو راوتلو سره د ځمکی نه پس دوچ والی دهغی نه -
[۱۴،۱۳،۱۲] دا تخویف دنیوی دی په ذکر د اته قومونو مکذبینو سره اودهغوی د عذاب اجمالی په ذکرسره او ورسره تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته یعنی مخکنو ډیرو او طاقت والا قومونو دبعث بعدالموت او د رسولانو تکذیب کړی وؤ نوپه هغوی باندی عذابونه راغلل نودارنگ دا موجوده خلق هم دی په اول آیت کښی دری قومونه ذکرکړل قوم نوح، اصحاب الرس او ثمود اوپه دوهم آیت کښی هم دری دی عاد، فرعون، او اخوان لوط - دریم آیت کښي دوه دی اصحاب الایکة اوقوم تِبَّع - دلته ئی اخوان لوط ذکرکړو ددوی اخوط د لوط علیه السلام سره صرف د مساهرت (سخرگنئ) په وجه سرو وو او دی اخوت ته پوره اعتبار نیشته په نیز دعام خلقو باندی ددی وجی نه په نورو سورتونو کښی صرف قوم لوط ئی ویلی وؤ اوپه دی سورة کښی اشاره وه ددوی نهایت جهل او سرکشئ ته چه دوی د خپلولئ (یعنی دخپل زوم) لحاظ هم اونه کړو د هغه تکذیب ئی اوکړو -
[۱۵] دا زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره د اشاری نه دلیل ته چه قیاس دی په خَلقِ اول باندی او په دی زجر کښی اشاره ده چه د تیرشوی قومونود تکذیب دقیامت دپاره هم هیڅ دلیل نه وؤ ددی وجی نه دا زجرئی دهغوی دتکذیب پسی ذکرکړوپه دی کښی اشاره ده چه ددوی انکاراو تکذیب دپاره هیڅ دلیل نیشته په اصل کښی ددوی شک دی لیکن دضد دوجی نه شک ئی انکار ته رسولی دی -