حم ۱۲۶۵ ق
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ﴿۱۶﴾ إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ ﴿۱۷﴾ مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ﴿۱۸﴾
اویقیناً پیدا کړی دی مونږ انسان او پوهیږو په هغه چه وسوسی اچوی ده ته نفس دده او مونږ ډیر نزدی یو ده ته درگ د مرئ نه (چه زړه ته رسیږی) ﴿۱۶﴾
کوم وخت چه را اخلی دوه ملائک اخستونکی دښی طرف نه او د گس طرف نه (یویو) ناست دی ﴿۱۷﴾
نه اوباسی انسان د خولی نه څه خبره مگردهغه په خواکښی شته څوکی کوؤنکی تیار ﴿۱۸﴾
[۱۶] ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخر دسورة پوری دی - په دی کښی دلیل عقلی مختصردی بیا ذکر د حفاظت الاعمال دی په کتابت د کراماً کاتبینوسره د اثبات دبعث اوحساب د پاره بیا ذکردحالت د نزع دی دتخویف دپاره بیا تخویف اخروی تفصیلی دی په لس طریقو سره اوشپږ صفات داهل جهنم دی او ذکر دقریناتو او ذکردحال جهنم تر (۳۰) پوری دی بیا بشارت دی په پنځوطریقو په ذکردپنځه صفتونو د اهل جنت (۳۵) پوری بیا تخویف دنیوی اوترغیب قرآن ته او دلیل عقلی دبعث بعدالموت په (۳۸) کښی بیا پنځه اوامر دپاره دتشجیع ددعوت اوذکر داته احوالو دقیامت دی ترآخره پوری (وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ) قرب د اللّه تعالٰی ښکاره معنیٰ ده لیکن دهغی په کیفیت باندی مونږ نه پوهیږو دهغی تشبیه د مخلقوق سره نیشته او نه ئي تاویل کوو اودا قربت دفوقیت دعرش سره منافات نه لری ځکه چه اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قادردی (حَبْلِ الْوَرِيدِ) وریدان دوه رگونه دی د څټ د ښی اوگس طرف نه متصل دی دسرنه تو وتین رگ پوری او وتین رگ دزړه دی چه دهغی په قطع کیدلوسره انسان مړکیږی -
[۱۷] په دی کی ذکرکوی حال دکراماً کاتبین دپاره دبعث بعدالموت یعنی ددی ملائکو مقرر کیدل او عملونه لیکل دلیل دی چه اللّه تعالٰی به ضرور ورځ د جزاء او حساب قائمه وی - حاصل داچه ملائک چه تاسوباندی ناست دی دلیکلو دعملونو دپاره دهغوی نه اللّه تعالٰی زیات نزدی دی نوهغه د ملائکو لیکلو ته حاجت نه لری لیکن داخو په انسانانوباندی دحجت قائم کولو دپاره دی - او روایاتو سره ثابت شوی دی چه دا دوه ملائک دورځی او دوه دشپی وی اوخی طرف باندی لیکونکی د نیکئ او اوپه گس طرف باندی دبدو اعمالو وی اولیکونکی دحسناتو امین دی په لیکونکی دسیئاتوباندی اودوی ته کراماً کاتبین ملائک وئیلی کیږی (قَعِيدٌ) نه مراد ددی لازم او ملگری کیدل دی که ولاړ وی اوکه ناست وی صرف کیناستل ترینه مراد نه دی -
[۱۸] مخکښی تلقی او دوه طرفونه ئی ذکرکړل اوس دهغوی تیاری ذکرکوی یعنی هیڅ وخت غافل نه وی (يَلْفِظُ) یعنی وینا چه د خولی نه اوباسی په خپل اختیارسره اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم کلمات دخولی نه بی اختیاره اوځی نودهغی لیکل نه کوی هغه معاف دی (مِنْ قَوْلٍ) صحیح داده اقوال او اعمال دواړه لیکی لیکن قول ئی خاص ذکرکړو ځکه چه په دی سورة کښی دمنکرینو اقوال په باره د قیامت کښی ذکرشوی دی په (۳،۲) کښی نوپه دی کښی رجردی چه دا اقوال ستاسو لیکلی کیدی شی دپاره دحساب کولو -