حم ۱۲۶۶ ق
وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿۱۹﴾ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ ذَلِكَ يَوْمُ الْوَعِيدِ ﴿۲۰﴾ وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴿۲۱﴾ لَقَدْ كُنْتَ فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ ﴿۲۲﴾
او راغلی سختئ دمرگ په رشتیاسره (نواوبه وئیلی شی) دا هغه څیزدی چه ته دهغی نه تختیدلی ﴿۱۹﴾
اوپوکی به اوکړی شی شپیلئ کښی دا ورځ د عذاب ده ﴿۲۰﴾
او رابشی هرنفس د هغه سره به وی چلوؤنکی او گواهی کوؤنکی ﴿۲۱﴾
یقیناً ته وی په غفلت کښی ددی نه نولری کړه مونږ ستانه پرده ستا نو نظر ستا نن تیز دی ﴿۲۲﴾
[۱۹] په دی آیت کښی تخویف دی په ذکردحالت دنزعی سره یعنی هرکله چه عملونه اولیکلی شو اوعمرپه ختمیدلوشی نوسختئ دمرگ به شروع شی نودهغی نه غفلت نه دی په کار (سَكْرَةُ الْمَوْتِ) یعنی د مرگ په وخت داسی سختی او تکلیف راځی چه انسان په شان د حالت د سکر (دنشی) وی خبری ئی داعتدال او اختیارنه بهرشی (ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ) دا خطاب دی دملائکو دطرف نه هرانسان ته په وخت دنزع کښی -
[۲۰] ددی آیت نه تر (۳۰) پوری تخویف اخروی تفصیلی دی چه په هغی کی شپاړلس احوال ذکرکوی په دی آیت کښی دوه حالات ذکردی (يَوْمُ الْوَعِيدِ) یعنی اللّه تعالٰی وعده د عذاب کړی ده د منکرینوسره په دی ورځ کښی اودا یو نوم دی د نومونو د ورځ دقیامت نه -
[۲۱] په دی آیت کښی دوه حالتونه ذکرکوی اول دهرنفس راتلل دمیدان حشرته دوهم هرنفس سره به سایق او شهید وی مراد د دواړو نه ملائک دی چه یو به ئی میدان حشر اوبیا مقام د جنت یا جهنم ته راولی - د جنتیانوسره به هم سایق وی چه دلالت کوی په هغی باندی سورة زمر (۷۳) او دجهنمیانوسره به هم وی لکه سورة زمر (۷۱) اودوهم ملک به ورباندی شهادت کوی شهادت به د جنتیانو دپاره کوی د هغوی په نیکو عملونو اوشهادت به په جهنمیانوباندی کوی د هغوی په ناکاره عملونو باندی -
[۲۲] په دی کښی هم دوه حالتونه ذکرکوی اول کشف د غطاء (پرده لری کول) دی او دوهم تیزیدل دنظردی (غِطَاءَكَ) مراد ددی نه هغه حالات دی چه منع کوؤنکی وؤ د ذکردآخرت نه چه هغه جهل او محبت ددنیا اوشهوات نفسانیه دی اوسبب دهغی غفلت وؤ لکه سورة کهف (۱۰۱) کښی ذکردی - (فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ) بصر دقلب مراد دی ځکه چه دغفلت محل زړه دی نو دغلفت په ازالی سره بصیرت دزړه راغی یامراد ددی نه بصر دسترگو دی په مقابله د غطاء کښی یعنی په ورځ دقیامت به جزا او سزا د عملونو او میزان وغیره ته داسی نظرکوی چه هیڅ حاجت او مانع به مخی ته نه وی - سوال: په سورة طٰهٰ (۱۲۴) او سورة اسراء (۷۲) کښی معلومیږی چه دقیامت په ورځ به دوی ړانده وی نوددی آیت سره تعارض معلومیږی؟ جواب: دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه دا په مختلفو اوقاتو باندی حمل دی بعضی وخت به ړانده وی اوبعضی وخت به ئی نظر تیز وی - دوهم جواب دادی چه په هغه آیاتونو کښی مراد دعمی نه عدم دلیل او حجت دی یعنی بی دلیله به وی -