حم ۱۲۶۷ ق

وَقَالَ قَرِينُهُ هَذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ ﴿۲۳﴾ أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۲۴﴾ مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُرِيبٍ ﴿۲۵﴾ الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ ﴿۲۶﴾ قَالَ قَرِينُهُ رَبَّنَا مَا أَطْغَيْتُهُ وَلَكِنْ كَانَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ ﴿۲۷﴾ قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُمْ بِالْوَعِيدِ ﴿۲۸﴾ مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۲۹﴾ يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِيدٍ ﴿۳۰﴾

او اوبه وائي ملگری دده دا هغه څیزدی چه ماسره دی تیار ﴿۲۳﴾
(اوبه وئیلی شی) اوغورځوئ په جنهم کښی هرکفر کوؤنکی عناد کوؤنکی ﴿۲۴﴾
منع کوؤنکی دخیر دحدنه تیریدونکی شک والا ﴿۲۵﴾
هغه چه گنړی د اللّه تعالٰی سره به حق دار دبندگئ او واچوئ‌ ده لره په عذاب سخت کښی ﴿۲۶﴾
اوبه وائی ملگری دده ای ربه ځمونږ مانه دی گمراه کړی ده لره لیکن دی وؤ‌ په گمراهئ لری کښی ﴿۲۷﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی جگړی مه کوئ ځما په مخکښی اوحال دا چه مخکښی خبردرکړی وؤ ما تاسوته د عذاب ﴿۲۸﴾
نشی بدلیدلی وینا ځما په خوا کښی اوزه نه یم ظلم والا په بندگانو باندی ﴿۲۹﴾
کومه ورځ چه اوبه وایو جهنم ته آیا ته ډک شوی او هغه به اوائی آیا څه زیات شته دی ﴿۳۰﴾

[۲۳] په دی آیت کښی یوحال ذکرکوی چه هغه شهادت دقرین دی او داکثرمفسرینوپه نیز مراد ددی نه مقرر ملائک (کراماً کاتبین) دی چه هغوی به د هرچا عملنامی تیاری حاضری کړی - او دبعضی مفسرینو په قول کښی مراد دقرین نه شیطان دی -
[۲۶،۲۵،۲۴] په دی آیاتونو کښی دوه حالتونه ذکرکړی دی (۱) القاء په جهنم کښی (۲) القاء‌ په سخت عذاب کښی او د جهنمی شپږ صفات قبیحه ئی ذکرکړی دی (أَلْقِيَا) صیغه د تثنیه ئی ذکر کړی ده دوه ملائک دی سایق او شهید هغوی ته خطاب دی چه یوبه ئی دسرنه اوبل به ئی دخپو نه اونیسی لکه په سورة رحمٰن (۴۱) کښی دی (عَنِيدٍ) یعنی د کفرسره ئی عناد یوځای شوی دی نوعناد کول ډیرو گناهونو لره متضمن دی لکه انکار، حسد، تکبر، اذراء‌ دحق او اهل حق (سپک گنړل) اوغیرت په باطل باندی (مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ) اشاره ده چه دا شخص ضال او مضل دواړه صفتونه لری (لِلْخَيْرِ) توحید، سنت، قرآن، انفاق دمال فی سبیل اللّه تعالٰی او ټولو حقوقو او واجبو ته شامل دی (مُعْتَدٍ) کښی اشاره ده چه حقوق العباد هم ضائع کوی په ظلم کولوسره -
[۲۷] په دی آیت کښی دوه حالتونه ذکرکوی (۱) انکار دقرین د گمراه کولو نه (۲) او گمراهی ددغه انسان دلته قرین نه مراد شیطان دی -
[۲۸] په دی کښی هم یو حال ذکرکوی معلومه شوه چه مخکښی د گمراهانو او د انسی جنی شیطانانو په مینځ کښی به په یوبل باندی دعوی کول وی نو اللّه تعالٰی به هغوی لره منع کړی په دی قول سره چه (لَا تَخْتَصِمُوا لَدَيَّ) یعنی په واسطه د درسولانو داعیانو حق سره خبرونه د عذاب مادرلیږلی وو نو ستاسو هیڅ عذر نه دی پاتی شوی بلکه په تاسوباندی حجت قائم کړی شوی دی -
[۲۹] په دی آیت کښی هم دوه حالتونه ذکرکړی دی (وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ) یعنی ستاسو د اختصام هیڅ فائده نیشته ځکه چه ځما په دربارکښی ظلم کول نیشته او اختصام خوددی مقصد دپاره وی چه حاکم په عدل سره فیصله اوکړی او اللّه تعالٰی خو هروخت عدل کوؤنکی دی -
[۳۰] په دی آیت کښی هم د تخویف اخروی نه دوه حالتونه ذکرکوی (۱) د جهنم ډکیدل (۲) طلب د زیاتی (هَلِ امْتَلَأْتِ) په دی کښی خبر ورکول دی جهنمیانو ته په وسعت دجهنم سره چه دا څوک گمان اونه کړی چه جهنم کښی دومره ډیر خلق به څنگه ځائیږي؟ اکثر مفسرینو وئیلی دی چه دا استفهام طلبی دی یعنی طلب د زیاتو خلقو کوی نو اشاره ده چه ډک شوی به نه وی نو اعتراض دا کیدی شی چه وعده د اللّه تعالٰی خو پوره نه شوه نو جواب ته په هغه حدیث کښی اشاره ده چه جهنم اوائی هل من مزید و رب العزت ته به خپل قدم په هغه کښی کیدی و بعضی اجزا به د بعضو سره جوخت شی او اوبه وائی بَس بَس ستا په عزت او کرم باندی قسم دی - (او قدم په معنیٰ ظاهری سره اللّه تعالٰی دپاره ثابت دی او کیفیت ئی اللّه تعالٰی ته معلوم دی تشبیه او تمثیل او تاویل کول ئی جائز نه دی او دا مذهب د سلف صالحینو دی - )

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>