حم ۱۲۶۸ ق

وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ ﴿۳۱﴾ هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ ﴿۳۲﴾ مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ ﴿۳۳﴾ ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ ﴿۳۴﴾ لَهُمْ مَا يَشَاءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ ﴿۳۵﴾

او نزدی به کړی شی جنت متقیانو ته نه به وی لری ﴿۳۱﴾
داهغه څیز دی چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی هرتوبه کوؤنکی دپاره چه ساتنه کوؤنکی دی ﴿۳۲﴾
هغه څوک چه ویره کوی د رحمان ذات نه په حال دنه لیدلو کښی او راغلی وی په زړه حق ته گرځیدونکی ﴿۳۳﴾
(اوبه وئیلی شی) داخل شئ جنت ته په سلامتیاسره دا ورځ دهمیش والی ده ﴿۳۴﴾
دوی لره به هغه څه وی چه دوی غواړی په هغی کښی اوځمونږ سره شته زیاتی ﴿۳۵﴾

[۳۱] ددی آیت نه تر (۳۵) پوری بشارت اخرویه دی په ذکر د اوؤ احوالو دجنت اوپنځه صفاتو د اهل جنت سره - په دی آیت کښی دوه حالات د جنت ذکرکوی (۱) ازلفت (۲) غیربعید او یو صفت دجنتانو ذکردی (أُزْلِفَتِ) یعنی جنت به میدان حشرکښی رانزدی کړی شی متقیانوته دا ددوی داکرام او دعزت دپاره ځکه چه دوی ته د مزل کولو تکلیف محسوس نه شی -
[۳۲] په دی کښی یو حال دجنت او دوه صفتونه د جنت والو ذکردی - هذا اشاره ده جنت ته په تاویل د مکان د نعمتونو (مَا تُوعَدُونَ) دا وعده د اللّه تعالٰی دطرف نه په قران کریم کښی په هغه آیاتونو کښی ذکرده چه په تقویٰ سره جنت حاصلیږی اوهغه ډیر ایتونه دی (أَوَّابٍ) هغه څوک چه دگناه نه ئی توبه کړی وی لیکن چه ورته یادشی نوبیاهم استغفارغواړی او تسبیح هم ډیره وائی - اوپه اختتام د هرمجلس کښی دا کلمه وائي - سُبْحانَ اللّهِ وَبِحَمْدِهِ اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْتَغْفِرُکَ وَ أَتُوبُ إِلَیْک (حَفِيظٍ) حفاظت کوؤنکی د اللّه تعالٰی دحقوقو او د اوامرو یا یاد ساتونکی د گناهونو خپلو دپاره ددی چه استغفار ترینه کوی یا حفاظت کوؤنکی د عمر خپل چه خپل اوقات نه ضائع کوی -
[۳۳] په دی کښی د متقیانو دوه صفتونه ذکرکوی - تیرشوی صفتونه عبادات لسانیه وو اوداصفتونه عبادات قلبیه دی (۱) خشیت (۲) انابت (مَنْ خَشِيَ) خشیت خاص دی د خوف نه ځکه چه خشیت کښی معنیٰ د تعظیم د مخشی عنه نه وی سره دخوف نه ددی وجی نه لفظ‌ د الرحمٰن ئی ذکرکړو دپاره د افادی د عظمت شان دهغه (بِالْغَيْبِ) یعنی اللّه تعالٰی نه ئی لیدلی نه دی بلکه دعقلی او نقلی او وحی دلیلونو په وجه سره په اللّه تعالٰی باندی ایمان لری (وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ) او مراد د جَاءَ توجه کول دی اللّه تعالٰی ته په دنیا کښی -
[۳۴] دا بشارت دی په دوه حالتونو سره تیرشوی صفتونو والوته (بِسَلَامٍ) سلامتیا دعذابونو او هرقسم غمونونه او سلام وئیل دطرف د اللّه تعالٰی او ملائکو نه دی ټولو ته دا لفظ شامل دی -
[۳۵] په دی آیت کښی هم بشارت دی په ذکرددوه حالتونوسره (مَزِيدٌ) مراد ترینه هغه نعمتونه دی چه ددوی په زړه کښی هم نه وی تیرشوی او هغه دیدن د اللّه تعالٰی دی په ډیراکرام او عزت سره لکه چه احادیثه مرفوعه کښی ذکردی او دارنگ خاص قسم حوری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>