حم ۱۲۶۹ ق

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ ﴿۳۶﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ ﴿۳۷﴾

او ډیر هلاک کړی دی مونږ ددوی نه مخکښی پیړئ چه هغوی سخت وؤ ددوی نه په نیولو کښی نو نو ورننوتلی وؤ په ښارونو کښی آیا شته دی ځای دتیختی ﴿۳۶﴾
یقیناً په دی کښی ضرور نصیحت دی هغه چالره چه هغه لره عقل وی یا ږدی غوږ او زړه ئی حاضر وی ﴿۳۷﴾

[۳۶] دا تخویف دنیوی دی متعلق د (۱۲) سره - اود بشارت نه ئی روستو ذکرکړو مناسبت ئی دادی چه تیرشوی صفات د متقینو په چا کښی نیشته نوهغوی په دنیا کښی هم تباه حاله دی (أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا) قوت مالی او بدنی اودهغی وجی نه په خلقو باندی ظلم کولو ته دا لفظ‌ شامل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په مادی او دنیوی طاقتونو سره دعذاب د اللّه تعالٰی نه بچ کیدل نشی کیدی (فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ) مراد دادی چه په دنیا کښی گوټ په گوټ باندی په ډیروښارونو کښی د تجارتونو او مالونو دپاره گرځیدلی وؤ یا قسم قسم حیلی ئی لټولی د مرگ نه د بچ کیدلو دپاره سرنگونه، تاخانی، مورچی ئی دخپل حفاظت دپاره جوړی کړی وی -
[۳۷] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته اودی سورة ته ځکه چه ذالک اشاره ده ټول قرآن ته یا هغه مضمون ته چه په دی سورة ذکرشوی دی یا اشاره ده من قرنٍ ته - ربط هرکله چه تیرشوی ایت کښی هلاکت د اقوام مکذبه ته ئی اشاره اوکړه نوپه دی آیت کښی دهغه قومونو د واقعاتو نه ذکرکوی (عبرت) حاصلولو دپاره طریق ذکرکوی - اوله طریقه (لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ) مراد دقلب نه عقل دی په ذکر دمحل او مراد ترینه حال دی اودا قرطبی د مجاهد نه روایت کړی دی یا مراد ددی نه ژوندی زړه دی - (أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ) دا دوهمه طریقه ده غوږ کیخودل په داسی طریقه سره چه بل څه خبره په هغی باندی نه اوری دیته القاء السمع وائی گویا دقرآن اوریدل داسی دروند او لوی کار گنړی چه غوږ ئی ورله ښکته غورځولی دی، وَهُوَ شَهِيدٌ، مراد ددی نه توجه دزړه ده ځکه چه صرف کیښودل د غوږ کافی نه دی ترڅوپوری چه دزړه توجه نه وی -
فائده: قرآن نه دوعظ او فائده آخستلو دپاره دوه وجی دی اوچته درجه داده چه انسان په قرآن کښی تدبراو سوچ کوی - دوهمه درجه داده چه ښه په توجه د زړه سره دبل چانه ئی آوری - اوله درجه د اجتهاد ده او درجه د اتباع ده اوددی نه چه چا دتقلید اثبات کړی دی نوهغه د تقلید دمعروفی معنی نه جاهل دی یا تلبیس او تحریف کوی (العیاذ باللّه) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>