حم ۱۲۷۵ الذَّارِيَاتِ
وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۲۱﴾ وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ ﴿۲۲﴾ فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنْطِقُونَ ﴿۲۳﴾ هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۴﴾ إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ ﴿۲۵﴾ فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاءَ بِعِجْلٍ سَمِينٍ ﴿۲۶﴾
او ستاسو په ځانونو کښی هم، آیا نو ولی نه گورئ ﴿۲۱﴾
اوپه آسمان کښی ستاسو رزق دی او هغه څیزدی چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی ﴿۲۲﴾
پس قسم دی په رب د آسمان او ځمکه باندی یقیناً دا خبره حقه ده په شان دهغه چه تاسو خبری کوئ ﴿۲۳﴾
یقیناً راغلی دی تاته خبر د میلمنو د ابراهیم علیه السلام چه عزتمند وؤ ﴿۲۴﴾
کله چه داخل شو هغه ته نو اوئیل سلام کوؤ مونږ سلام هغه اوئیل چه په تاسو دی سلام وی قوم ناآشنا دی ﴿۲۵﴾
نو پټ روان شو کور والاته نو راوړوئ سخی وریت کړی شوی ﴿۲۶﴾
[۲۲] دا دلیل عقلی دی - مراد درزق نه اسباب دروزئ دی او دسمانه مراد اوچت طرف دی یعنی بارانونه واوری هواگانی وغیره د روزئ دپیدائش دپاره اسباب دی، یامراد دادی چه په آسمان کښی د اللّه تعالٰی سره دهرچا روزی ده - یامراد ددی نه تقدیر دروزئ دی (وَمَا تُوعَدُونَ) یعنی هر خیراو شر په آسمان کښی تقدیرکړی شوی دی یا مراد ددی نه جنت دی چه هغه په آسمان کښی د سدرة المنتهیٰ په خوا کښی دی -
[۲۳] دا تاکید دی دپاره د اثبات دبعث بعدالموت یعنی وعده دقیامت داسی یقینی ده لکه چه تاسو خبری دخولی نه را اوباسئ اویقین کوئ چه دا ستاسو د خولی نه راوتلی خبری دی دا توجیه ابن کثیر کړی ده -
[۲۴] ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری دوهم باب دی په دی کښی دتخویف دنیوی پنځه نمونی ذکرکوی د واقعاتو د سابقینونه - بیا پنځه احوال دبره ښکته او دنورو څیزونو په طریقه د دلیل سره ذکرکوی بیا دعویٰ دتوحید او رد شرک ذکرکوی بیا زجردی په پنځه احوالود مکذبینو او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته او ذکر د پنځه صفتونو د اللّه تعالٰی دی - په دی (۲۴) کښی ذکر دواقعی د ابراهیم علیه السلام دی اودا تمهید دی واقعی د لوط علیه السلام ته (الْمُكْرَمِينَ) ددی ډیری وجی دی یو خو داچه دوی ملائک وو او ملائک د اللّه تعالٰی په نیز ډیر مکرم دی لکه سورة انیباء (۲۶) کښی دی دوهم داچه ابراهیم علیه السلام ددوی خدمت په خپله کوؤ دریم داچه طلب گار حرصناک د خوراک نه وی -
[۲۵] هرکله چه هغوی په ناآشنا شکلونو کښی داخل شوی دی اوبغیرد اجازت نه ورغلی وؤ او سلام ئی اوکړو اوحال داچه په هغه وخت کښی عام خلق د ابراهیم علیه السلام مخالف وؤ هغوی په هغه باندی سلام هم نه کوونو ددی وجونه (منکرون) ئی وفرمائیل -
[۲۷،۲۶] په دی کښی اداب د میلمستیا دی اول داچه زر پروگرام د خوراک په کار دی حرف دفا په دی باندی دلالت کوی دوهم میلمه ته ښکاره کول نه دی په کار چه زه ستادپاره د خوراک انتظام کوؤم کیدی شی هغه دحیا دوجی نه انکار اوکړی دریم په خوراک دمیلمستیا تیارولو کښی هم مناسب تادی په کار ده - څلورم عمده او غوره خوراک دطاقت مناسب په کاردی او دا تکلف حسب استطاعت د میلمه دپاره سنت دی - پنځم خوراک میلمه ته نزدی کیخودل په کار دی (فَقَرَّبَهُ) کښی دی ته اشاره ده شپږم په امرسره میلمه ته وینا نه ده په کار ځکه چه د ادب نه خلاف ده ددی وجی نه أَلَا تَأْكُلُونَ ئی اوفرمائیل -