حم ۱۲۷۶ الذَّارِيَاتِ
فَقَرَّبَهُ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ ﴿۲۷﴾ فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ﴿۲۸﴾ فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِي صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ ﴿۲۹﴾ قَالُوا كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ إِنَّهُ هُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ ﴿۳۰﴾
نو نزدی ئي کړو هغه دوی ته اوئیل ئی آیا تاسو خوراک نه کوئ ﴿۲۷﴾
نوپه زړه کښی پټه اوساتله ویره ددوی نه دوی اوئیل مه ویریږه او زیری ئی ورکړو په هلک علم والا ﴿۲۸﴾
نومخامخ شوه بی بی دهغه په ډله د ملائکو کښی نو په لاس ئی اوخلو مخ خپل او اوئیل ئی زه بوډئ شنډه یم ﴿۲۹﴾
دوی اوئیل دغسی به ئی ته وئیلی دی رب ستا یقیناً هغه حکمتونووالا پوهه دی په هرڅیزباندی ﴿۳۰﴾
[۲۸] (فَأَوْجَسَ) دا د زړه حال دی يعنی په زړه کښی ئی ویره راغله (سوال) ملائکه خود زړه په خبرو باندی علم نه لری نوڅه رنگ هغوی پوهه شول؟ یوجواب دادی چه ابراهیم علیه السلام ورته اوئیل انامنکم وجلون حجر (۲۵) اودوهم داچه د علاماتو نه هم په فِراست سره معلومیږی -
[۲۹] معلومیږی چه بی بی صاحبه دپردی نه شاته اولاړه وه دخدمت دپاره په دی خیال سره چه دا میلمانه څوک اجنبی سړی دی هرکله چه بشارت ئی واوریدلو اوپوهه شوه چه دا ملائک دی نوبیا مخامخ شوه اوداسی سورة هود (۷۱) نه هم معلومیږی چه دا ولاړه د پردی شاته وه او دقوم لوط دهلاکت زیری ئی واوریدلو نو خوشحاله شوه بیا دابراهیم علیه السلام دبشارت نه روستو ملائکو دی بی بی ته هم بشارت ورکړو نوبیا مخامخ راغله په ډیرتعجب کولو کښی (فِي صَرَّةٍ) یو معنیٰ دادی چغه ده د وجی دتعجب کولونه بی اختیاره بله معنیٰ جماعت دی نومراد دادی چه جماعت دملائکوته را مخامخ شوله (فَصَكَّتْ وَجْهَهَا) داهم د تعجب کولو وخت کښی دزنانو عادت دی صکَّة، په پلن څیزباندی وهل، مراد ددی نه پلنی گوتی یا ورغوی دی او وجهَ نه مراد دمخ یوطرف دی یا تندی دی (عَقِيمٌ) دومره عمر چه یوبنده عادتاً د اولاد راوړلو نه عاجز شی دی ته عقیم وئیلی کیږی اودارنگ چه د ابتداء نه اولاد نه وی شوی ترمرگ پوری نوهغی ته هم عقیم وئیلی کیږی لکه سورة شوریٰ (۵۰) کښی -
[۳۰] دا تسلی ده دپاره د تعجب دهغی بی بی -